صفحه نخست > حقوق بشر > آزادی بيان > د افغان خبریال وژنې خبریالان په غوصه کړي دي

د افغان خبریال وژنې خبریالان په غوصه کړي دي

میرویس جلالزی
شنبه 22 مارچ 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

په افغانستان کې د فرانس پرس آژانس د افغان خبریال سردار احمد وژني د افغان خبریالانو د کاري مصونیت په اړه اندیښنی نور هم زیاتي کړي دي.
سردار احمد خان، میرمن یي همیرا او دوه پینځه او دری کلن ماشومان یي د جمعې په شپه د کابل په زړه کې د سیرینا په هوټل کې د څلورو تنو طالبانو له لوری د تومانچې په ډزو ووژل شول.
طالبانو ویلي چې د برید د دوي له لوري تر سره شوی او پلان یي درلود هغه دولتي غونده ګډوډه کړي چې به همدې هوټل کې د بهرنیو میلمنو په ګډون جوړه شوي وه.
په افغانستان کې آزادو خبریالانو، د خبریالانو مدافع ټولنو، خپلواکو مدني خوځښتونو او ولسي خلکو د سردار احمد او د هغه د کورنۍ د غړو وژنه په کلکو ټکو غوندلي او هغه یي محکومه کړي ده.
ډیری خبریالان له دغه برید وروسته په غوصه شوي او د دې تر څنګ چي د خپل امنیت په اړه شدیده اندیښنه لري بلکې په طالبانو پوري د منسوبو خبرونو د خپروایي څخه یي هم د دوو اونیو لپاره بای کاټ اعلام کړی دی.
سردر احمد د دریو ماشومانو پلاور وو چې یوازي یو یو نیم کلن ماشوم یي هغه هم په سخت ټپي حالت کې ترینه پاتي شوی چې دمګړۍ په روغتون کې د مرګ او ژوند په پوله پروت دی.
آزادو خبریالانو او یو شمیر خبري ویب پاڼو د سردار احمد خان وژنه په ټولنیزو ویب پاڼو کې په پراخه کچه غندلي او ده غه د ژوند خاطري یي خپري کړي دي.
د فرانس پرس آژانس د سردار وژنه یوه لویه غمیزه بللي او پر حکومت یي غږ کړی چې په دې برخه کې پلټڼي وکړي چې څرنګه ترهګر توانیږي چې له کلکو امنیتي تدابیرو یوه پینځه ستوزي مجلل هوټل ته لاره پيدا کړي.
د حکومت غبرګون:
افغان حکومت وايي برید کونکو کوچنۍ تومانچۍ په خپلو بوټونو کې پټي کړي وي او له همدې امله وتوانیدل چې د سرینا له ساتونکو ځانونه په چالاکۍ سره هوټل ته دننه کړي.
د کورنیو چارو وزیر عمر داود زي هغه تومانچۍ خبریالانو ته اوښودي چې له برید ګرو څخه نیول شوي وی او تر څنګ یي له هغوي سره ګڼ شمیر د مرمیو شاژورونه هم موجود ول.
د وزات په خبره د سرینا هوټل ټول محافظین یي نیولي او ترینه پوښتني پیل شوي دي.
د دغه هوټل داخلي امنیت د یوه خصوصي امنیتي شرکت پر غاړه وو خو په دباندني برخه کې یې ساتنه د ملي پولیسو پر غاړه وه.
په همدې حال کې د سرینا هوټل یوه امنیتي چارواکي رسنیو ته د نوم د پټ ساتلو په شرط ویلي چې برید ګر د لومړي ځل لپاره سرینا ته نه بلکې څو ځله دغه هوټل ته مخکي هم راغلي ول او د میلمنو په جامه کی يي د هوتل امنیتي چاري له نژدې څارلې وي.
دغه چارواکي ویلي چې دی ګمان کوي چې برید کونکو د هغه لایزري سکنر مسول کسان غولولي کوم چې هوټل ته د ننوتونکو کسانو تلاشي کوي.
هغه ویلي دغو کسانو قیمت بها سګرت له ځان سره لرل او کله چې د سکنر کسانو هغوي د وروستي ځل لپاره تلاشي کړي ، سکنر آواز کری او هغوي هغه فلزي سکې له جیب څخه را ایستلي چي ګواکي دغه آواز ماشین د دوي په جیبونو کې د سکو د شتون له کبله کړی او په دې پلمه يي پلټونکي موظفین غولولي دي، په داسي حال کې چې د هغوي په بوټونو کې تومانچې وي او هوتل ته یي لاره پیدا کړي ده.
دا ۵ ځل دی چې په تیرو څو کلونو کې د سرینا پر هوټل یرغل کیږي.
په وروستي برید کې سردار احمد خان، د هغه میرمن همیرا، د هغه یو لور او زوی، یوه نیوزرلنډۍ او یوه کاناډايي میرمن وژل شوي او ۶ نور کسان چې پکې یو هندی او یوه پاکستانی هم شامل دي ژوبل شوي دي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • برادران ناراضی کرزی اگر روزی میرویس جانش را از او بگیرند شاید ان وقت این وحشیها را دشمن بنامد.

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس