صفحه نخست > حقوق بشر > آزادی بيان > د خبریالانو نړیوال مرکز د مطبوعاتو په ډګر کې د بي ساري پرمختګ خبره کوي

د خبریالانو نړیوال مرکز د مطبوعاتو په ډګر کې د بي ساري پرمختګ خبره کوي

میرویس جلالزی
چهار شنبه 24 آپریل 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د خبریالانو نړیوال مرکز ICFJ په افغانستان او په ټوله کې په سویلي اسیا کې د رسنیو په پرخه کې د پرمختګ خبره کوي.
د دغه مرکز د چارواکو په خبره رسنیو په تیرو څو کلونو کې د افغانستان په ګډون په پاکستان، هند او نیپال، بنګلدیش او یو شمیر نورو اسیایي ملکونو کي د پام وړ وده کړي او دا په کار ده چې په دغه برخه کې روانوهڅو ته دوام ورکړل شي.
همدا اوس دغه مرکز ICFJ د افغانستان او اسیايي یو شمیر ملکونو د خبریالانو لپاره یوه روزنیزه دوره پیل کړي چې دا ځل ورته د افغانستان د پښتو ژبي خبریالانو ور غوښتل شوي دي.
په دغه دوره کې خبریالان په بیلا بیلو برخو کې روزل کیږي او تر څنګ یي هغوي ته د مولټي میډیا خبریالۍ او انلاین او فوټو ژورنالیزم په برخه کې پرمختللي زدکړي ورکول کیږي.

د دغې چاري سمبالونکي ایمیلي شولت په خبره چې دوي پلان لري خپلو روزنیزو پروګرامونو ته وده ورکړي تر څو د اسیایي ملکونو په کچه موجود هغه چالنجونه لکه د انسان قاچاق، د مخدره توکو کاروبار، او له ماشومانو څخه د ناوړه ګټي اخیستني موضوعات بربنډ کړي تر څو حکومتونه او نړیوالي ادارې دې ته وهڅیږي چې مخ یي ونیسي.
د خبریالانو نړیوال مرکز په داسي مهال دغه څرګندوني کوي چې تیره ورځ د ولسمشر کرزي د یوه فرمان څخه پرده پورته شوي چې په رسنیو باندي د افغانستان په دننه کې د یو لړ بندیزونو خبره کوي.
په تیرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو سکتور یو له هغو بخشونو څخه دی، چې د پام وړ پرمختګ یې کړی دی. خو ویل کیږي چې دغه فرمان کیدای شي اوس دا سکتور هم له یو شمیر ستونزو سره مخامخ کړي.
د ولسمشر کرزي په فرمان کې راغلي دي: «د افغانستان د اطلاعتو او فرهنګ وزارت باید په تلویزیونونو کې د مبتذلو، شهواني او غیر اسلامي او داسې خپرونو مخه ونیسي چې د ټولنې له اخلاقیاتو سره په مخالفت کې دي.
اوس مهال په افغانستان کې له ۵۰ څخه ډیر خصوصي تلویزیونونه او له ۱۵۰ څخه ډیرې راډیوګانې موجودې دي. پر دې سربیره په دې هیواد کې څه نا څه ۱۰۰۰ چاپې رسني هم خپریږي.
په ډیر شمیر تلویزیونونو کې هندي سریالونه خپریږي چې ورباندې ډیر وخت د افغانستان د علماو د شورا له خوا نیوکې کیږي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

Nations | Hazara | Tajik | Uzbek | Turkmen | Hindu and Sikh | Kyrgyz | Nuristani | Baloch | Pashtun/Afghan | Arab/Sadat

جستجو در کابل پرس