صفحه نخست > دیدگاه > د پرمختګ نوې لاره : په افغانستان کې د امریکې د کړنلارې بیاارزونه

د پرمختګ نوې لاره : په افغانستان کې د امریکې د کړنلارې بیاارزونه

دکتر ذکی پاهنگ
سه شنبه 14 سپتامبر 2010

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

تمام ترجمه هاى اين مقاله : [فارسى] [پښتو]

همرسانی

د ۲۰۱۰ کال د سپتمبر د میاشتې په اتمه په «نوې امریکا بنسټ» کې د «افغانستان څېړنې ګروپ» چې له اکادمیکو، سیاستپوهانو او د اقتصادي عرصې کارپوهانو څخه یو جوړ شوی ګروپ دی، خپل راپور وړاندې کړل.

هغوی تېرکال خپل زیاتره وخت په دې هیلې سره له یو بل سره په مرکو تېره کړه چې د هغې لانجې د ختمېدو په هکله چې اوس اوس د امریکې د ټولو نه اوږده جګړه بلل کېږي یوه نوې نقشه ومومي. راپور په دولسو مخو ترتیب شوی دی. چې یوه سریزه، دافغانستان د موجوده وضعیت یوه مختصره تشریح، د امریکې د ګټو یوه ارزونه، د جګړې مخارج، او د موجوده کړنلارې د نواقصو برملا کول؛ په کې شامل دي.

د امریکې د ګټو په برخه کې لولو: «د دغه پوځي عملیاتو اصلي هدف د امریکي د هیواد د امنیت او سرلوړی تامینول دی. په عملي ژبه د دې معنا دا ده چې د امریکا پر خاوره باندې د مستقیمو پوځي بریدونو مخنیوي او د امریکې د اوږد مهالې اقتصادي روغتیا ضمانت کول. یو روغ اقتصاد د ملي قدرت بنسټ او زموږ د ارزښتونو د خوندي ساتلو متضمن دی.»

راپور ادامه ورکوي: «امریکا ته ښایي چې افغانستان ته د یو نه خلاصېدونکی تعهد د ورکولو څخه ډډه وکړي.» د دغو کارپوهانو له نظره په افغانستان کې د امریکې د متحده ایالاتونو ګټې په دوو ستراتیژیکو ټکو خلاصه کېږي:

  • د تروریستي کامیابو بریدونو محدودول. په عملیاتي ژبه کې مانا یې دا ده چې د افغانستان څخه د تروریستي ځالو د جوړولو مخنیوي کول تر څو چې د القاعدې له خوا د امریکا پر ضد د عملیاتونو توان شند کړلای شي.
  • د افغانستان د کشالې د خپریدو مخنیوي، خصوصاً منځني آسیې ته. دغسې اخ و ډب به د پاکستان ثبات ګډ و وډ کړي او دهغه هستوي تاسیسات له خطر سره مخ کړي.

وړاندیز شوې طرح:

۱- د قدرت د ویشلو او پر سیاسي اصلاحاتو تأکید

متحده ایالات باید د هغې سیاسي پروسې څخه ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د دولتي واک د غیرمتمرکز کولو پر محور ولاړ وي؛ او په دولتي واک کې ټولې خواوې د یو متوازن ګډون لپاره وهڅوي. د افغانستان د موجوده اساسي قانون پر بنسټ ولسمشر د ټولو دولتي ارګانونو او محلي مقامونو د ګومارلو بې حدوحصره واک لري. د یو ښه پیل لپاره باید پارلمان ته د ټولو مهمو ټاکنو لپاره د تأیید صلاحیت ورکړل شي، د ولسوالیو شوراګان ټاکنیز (انتخابي) شي،بودجوي صلاحیتونه غیر متمرکز شي، د ولایتونو ټاکل شویو استازو ته په ملي کچه په بودجوي تصمیمونو کې ونده ورکړل شي.

۲- په سویلي سیمو کې د محاربوي عملیاتونو محدودول او په پای کې ختمول؛ او د میشتو پوځونو کمول
د امریکې موجودیت په دغو سیمو کې د زیاترو پښتنو د رادیکالیزه کولو سبب ګرځېدلی دی چې په نتیجه کې طالبانو ته د نویو جنګیالیو شاملېدلو لامل شوی دی.

۳- پر القاعده او داخلي امنیت باندې تمرکز

امریکایی خاص ځواکونه، استخباراتي امکانات، او داسې نور امریکایی پوځي توان د القاعدې د ځالو په نښه کولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا ځواکونه د دې توان لري چې دغه ګروپونه آن د تغیر مکان او تبدیل په حالت کې هم ومومي. د څېړنې ګروپ باور لري چې دا به ګټور وي چې په دې لا زور واچول شي تر څو د دغو ګروپونو د ټوټې-ټوټې کولو څخه پوره ګټه واخیستل شي، هغه هیله چې د امریکایی پوځونو د نشتوالی په حالت کې تحقق موندلای شي.

۴- د اقتصادي پراختیا هڅوونه

له هغه ځایه چې فقیر او اړ هیوادونه د تروریزم، نشه یي ټوکو، انساني قاچاق او نورو خلافو کارونو د تولید په ماشین ګرځېدلای شي، نو ټولې سوله ییزې او پخلاینې هڅې باید د نړیوالې اقتصادي پراختیایی هڅو سره هم غږ شي. لکه:

  • افغانستان ته، د امریکا، اروپا، جاپان سره د سوداګري د پراختیا لپاره؛ ارجحیت ورکړل شي.
  • د افغانستان په ملی او محلي ساختارونو کې د پانګه اچولو لپاره د ملي او بین الملللی کمپنیو تشویقول.
  • د خشخاش ضد محلی زارعینو، ساختماني شرکتونو او صنعتګرانو ته د پورونو، سبسیدیو، او تخنیکي مرستو برابرول.
  • داخلي او بهرني کمپنیو ته د صادراتي اقلامو د تولید لپاره د بیارغونې خاصو زونونو تأسیس او د دغه کار لپاره د دوی هڅول. دغه زونونه کولای شي چې اختصاصي مالیاتي تدابیر، د لوړې کچې امنیت او زیربنایی امکانات (خپلو مشتریانو) ته وړاندې کړي.
  • د ښځو اقتصادي بنسټونو ته وده ورکول.
  • د خشخاشو د تولید لپاره د قانوني لارو لټول.

۵- د ملي او بین المللي شریکانو او پانګه اچونکو را جذبول

د افغانستان د بیطرفی د تضمین او پیاوړتیا او د محلي ثبات د تحکیم لپاره، یو هراړخیز بین المللی او دپلوماتیک حرکت ته ضرورت شته. د هغو بنسټیزو تقاوتونو سره-سره چې د ګاونډیو هیوادونو لکه هند، پاکستان، ایران او چین د افغانستان پر مسألې یې لري؛ ټول په یوه ګټه سره شریک دي؛ او هغه د دغو هیوادونو د یو په لاس کې د افغانستان لوېدل او ددې د دولت همېشګی ناکامی؛ چې پخپله بیا د نورو د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلای شي.

نتیجه اخیستنه

په راپور کې د نتیجې اخیستنې په هکله داسې لیکل شوې ده:

«امریکا باید افغانستان خوشې نه کړي؛ خو، د موجوده کړنلارې څخه تېر شي.» په ادامه کې راځي «په زور سره سوله نه راوړل کېږي. یو اوږدمهال او د خرڅ نه ډک حضور د امریکې ملي ګټو ته زیان رسوي پرځای د دې چې یې تأمین کړي.»

د څېړنې ګروپ په دې نظر دی چې امریکا نسبتاً لنډو هدفونو ته، چې د امریکې د ګټو سره سمون ولري او عملي کېدو امکان یې موجود وي، پام ولري.

د راپور په پای کې ځینو احتمالي پوښتنو ته ځوابونه په نظر نیول شوی دی. د څېړنې ګروپ فهرست هم په آخر کې راوړل شوی دی.

.....................................

منابع :

The Afghanistan Study Group۱-
www.afghanistanstudygroup.com

http://www.thewashingtonnote.com۲-

Afghanistan Study Group- Director -Matthew P. Hoh۳

  •  
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

Nations | Hazara | Tajik | Uzbek | Turkmen | Hindu and Sikh | Kyrgyz | Nuristani | Baloch | Pashtun/Afghan | Arab/Sadat

جستجو در کابل پرس