صفحه نخست > دیدگاه > ایا فوزیه کوفي به د افغانستان راتلونکي ولسمشره وي؟!

ایا فوزیه کوفي به د افغانستان راتلونکي ولسمشره وي؟!

د دې لپاره، زه د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته یوه له نوماندانو څخه یم، زه یوه داسي نجلۍ زیږیدلي وم چې باید ومرم، خو که خدای غوښتي وو، زه به د دې لپآره له مرګ څخه هم و نه ډاره شم چې د ګران هیواد افغانستان یوه ښځینه ولسمشره شم او د خپل هیواد ټول ماشومان ( نجوني او هلکان) په سوله او امن کې نړۍ ته راتلونکي ووینم نه په جګړې او تاوتریخوالي کي.
میرویس جلالزی
سه شنبه 10 جنوری 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

که هر څوک یې کولای شي، فوزیه کوفي یې هم کولای شي.
هغه چې په ماشوم توب کې لمر ته د دې لپاره چې مړه شي پریښودل شوي وه اوس د افغانستان د پارلمان غړیتوب لري .
د مهربانې لور د کتاب لیکواله د خپل پیدایښت کیسه کوي.
فوزیه کوفي:
(( هغه ورځ چې زه وزیږیدم هغه ورځ وه چې ښایې زما د مرګ ورځ هم ټاکل شوي وه)).
هیچا، حتی زما ورور هم دا تمه نه لرله چې زه دي وژغورل شم، دلیل یې څه وو؟ زه د هغو سلګونو نه غوښتل شویو ماشومو نجونو له ډلي څخه یوه وم چې هره ورځ په افغانستان کې نړۍ ته سترګي غړوي.
زما مور زما له زوکړې دمخه زما پلار ته زما له شپږو نورو میندو سره په ګډه اته ماشومان زیږولي وو.
زما له زوکړې څو میاشتي دمخه زما پلار له یوې ۱۴ کلني نجلۍ سره واده وکړ او زما د پلار دغې ماشومي ناوې زما له زوکړې دری میاشتي دمخه زما پلار ته یو ماشوم هلک وزیږاوه.
زما مور په دې پوهیده چې دخپل خاوند د خوشهاله کولو او د هغه له ربړونې نه د ځان د خلاصون لپاره په خپل بطن کې یوازي د زوی په درلودو چاره لري او بس.
کله چې ما نړۍ ته سترګی وغړولي زما مور خپله لور د یوه ماشومي په توګه و نه لیدله بلکې هغه یې د یوې تیروتنې په توګه وګڼله هغه هم یوه ښځه.
د یوې کلیوالي ښځي په توګه چې زما له زوکړې وروسته دخپل ژوند د بقا لپاره مبارزه کوله، هغه په دې پوهیده چې زه باید دباندی لمر ته کیښودل شم تر څو ومرم.
زه په خپله کورنۍ کې ۱۹م ماشوم وم.
کله چې زه وزیږیدم زه له کوره دباندی د لمر سوځنده وړانګو ته ایښودل شوي وم او په داسي حال کې چې لمر زما د ماشومتوب نازک پوټوکي سوځاوه، کوم څوک راباندی مهربانه شول چې ما دکور دننه ته یوسي او مور ته مې ورکړي.
کله چې مې زه مور ته ورکړل شوم هغي ژمنه وکړه چې له خپلي دغي تیروتني سر به له دې پس سخته مبارزه کوي، هغې زه کراره کړم، او هغې له ځان سره ژمنه وکړه چې نور به ما ته هیڅ راز زیان نه رسیږي.

زما کلیواله برقه ( چادري) اغوستونکي مور له هغې ورځي وروسته زما د ژوند د فلم نجلۍ یا اصلي کرکټره شوه.
کله چې په افغانستان کې جګړه پيل شوه، زما پلار چې د پارلمان غړی وو مړ شو نو زما کورنۍ هم د هغه له مړیني وروسته سره وپاشل شوه، وروسته بیا زمونږ د کورنۍ څو نور غړي زما د وروڼو په ګډون مړه شول.
په دغه وخت کې زما مور د سریښو په توګه زما د غټي کورنۍ د یو ځای ساتلو لپاره مهم رول ولوباوه.
د هغې له دې عزم نه چې زه یې د خپلي کورنۍ د یوازنۍ نجلۍ په توګه ښونځي ته ولیږلم ډیره منندویه یم..

زما د مور او هغو ملیونونو میندو پټه خوله او مرموز قوت چې د ملک په کلیوالي او غرنیو سیمو کې ژوند کوي د ستایني وړ ده .
ښایې زما د پیدایښت په کیسه ځیني کسان هک پک شي، خو په افغانستان کې لا هم دا حالات استثنایی نه دي.
زما وطن هغه خاوره ده چې یوه ماشومه نجلۍ تر اوزې هم پکې کم ارزښته ده ځکه اوزه خو به لږ تر لږه شیدې او غوښه درکړي.
زما په یاد دي چې یوه کلي ته ورغلم او یوه ناروغه مور مې د ماشوم د زیږون پر مهال ولیده، هغه تر ۲۵ کالوه لویه نه وه خو څلور ماشومان یې لرل، هغې راته وویل چې دا خپل خاوند ته نه شي ویلای چې ډاکټر ته مې بوزه ځکه هغه باید دخپلې رمې نه زما د درملني لپآره یوه میږه خرڅه کړي، چې هغه هیڅ کله هم دا کار نه کوي.
زه چې کله د هغې ښځي دا خبري را په یاد کړم چې وایي (( که زه مړه شم خاوند به مې بل واده وکړي خو که خپله میږه خرڅه کړي نو زما کورنۍ ته به ډوډي له څه شي برابروي)) نو زما زړه مات شي.
زه په دې کې شک لرم چې دا خواره میرمن به اوس ژوندۍ وي.

د ښځو پر وړاندي دا تبعیض د هغوي له زوکړې سره سم پیلیږي.
ډیری افغاني ښځي د تاوتریخوالي ډک ژوند، تبعیض او دردمن صحت وړاندوینه له هغو لومړیو ورځوکولای شي.
روانه میاشت د ۱۵ کلني سحر ګل کیسې نړۍ وښوروله.
هغه ښځه چې د خسر کورنۍ په یخ ځای کې وږي ساتله، نوکان یې ترینه ایستل شوي وو، اوبه نه ورکول کیدې او قصور یې دا وو چې د خسر د کورنۍ له لوري فحشا ته هڅول شوي وه خو دې انکار کاوه.
د سحر ګل د ژوندانه کیسه په افغاني ناویانو کې کومه غیر معموله کیسه نده.
دلته ښځه غلامه ده، یو داسي ملکیت ده چې مالک لري، یا یې میړه او یا یې پلار.
له اتو کلونو را پدې خوا چې ما د افغانستان د پارلمان د غړي او له هغه دمخه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ په صندوق کې د افسرې په توګه دنده تر سره کړي د ښځو او ماشومانو پر وړاندي د بدرفتاریو له بیلا بیلو پیښو سره مخ شوي یم.
هغه ولایت چې زه یې په پارلمان کې استازي توب کوم هغه بدخشان نومیږي، یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ډیری بي وزله، لري پروت غرنی او محافظه کار .
زما په ولایت کې د مور او ماشوم د مړیني کچه هم د بل هر ولایت په پرتله لوړه ده .
دا یوه د شرم وړ احصایه ده .
افغان حکومت ته ځکه د شرم وړ ده چې په دغه نیمګړتیا سترګي پټوي، اوځان هاخواه دې خوا کوي او نړیوالي ټولني ته په دې د شرم وړ ده چې د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته یې په سلګونو ملیارده ډالر د افغانستان د رغولو او پرمختګ لپآره لګولي خو لا هم دغه ستونزه همغسي په خپل ځای پاتي ده.
که چیرته دا په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوال ایتلاف اصلي هدف وو نو په کومو معیارونو مونږ دا ماموریت یو بریالی ماموریت ګڼلای شو.
په داسي حال کې چې د ناټو په ګډون خارجي حکومتونه له افغانستان څخه پیوسته دخپلو سرتیرو د وتلو پلانونه جوړوي، نو څرنګه به یو وروسته پاتی ملت چې فساد پکې په لوړه کچه شتون لري، یوازي هیروین یې صادرات وي، لازم بنسټونه نه لري، امنیت شتون نه لري، روغتیایي او ښونیز خدمتونه کمزوري وي وکړای شي د یوې پرمختللي نړۍ برخه وي؟
له دې څرګندیږي چې زه باید په ماشوم توب کې لمر ته ایښودل شوي وای تر څو مړه شوي وای.
دا مناسبه ده چې ووایو چې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو په را وروسته لسیزه کې په افغانستان کې ډیرې لاس ته راوړني لرو خو لا هم ډیر څه دي چې باید تر سره شي.
په روانو اونیو کې له دې پرده پورته شوه چې طالبان په قطر کې سیاسي دفتر پرانیزي تر څو له افغان دولت سره د سولي خبري وکړي.
چې په دې کار سره به طالبان بیرته د افغانستان د سیاست ډګر ته را مات شي.
زه هم د افغانستان یوه هغه وګړي یم چې سولي ته باید لاس رسی ولرو او له طالبانو سره سوله وکړو په داسي حال کې چې څو میاشتي د مخه طالبانو غوښتل ما ترور کړي او د څو ساعتونو لپاره یې زما له ساتونکو سره جګړه وکړه.

هغو څو ځله پر ما یرغل کړی چې په عامه محافلو کې ما له مینځه یوسي ځکه زه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ناره پورته کوم.
ایا څوک په دې باور کولای شي چې هغوي د د سیاسي واک په ویش کې برخه واخلي او په یوه دیموکراتیک پارلمان کې له ښځو سره په څنګ کې کښیني؟ زه په دې باور نه لرم.
په تیره لسیزه کې، دیموکراسي په یوه آرایشي څیز بدله شوي، هغه دیموکراسي چې پر مونږ نه وه تحمیل شوي، لکه څنګه چې ځیني خلک وایې.
تر دې دمخه هم د افغانستان په کلیوالي کچه خلکو خپل مشران د جرګو د سیستم له لاري ټاکلي دي.
دیموکراتیک عنعنات په افغانستان کې مونږ ته نوي نه دي، که تیرو دیرشو کلونو ته وګورو، د روسانو یرغل، کورنۍ جګړه او د طالبانو واکمني خو لا هم مونږ د دیموکراتیکو ارزښتونو او ټولنیزو لاس ته راوړنو ساتلو لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا لرو.
یوه ورځ به طالبان زما په وژلو بریالي شي، زه به دې برخلیک ته تسلیمه شم.
خو تر هغه چې زه ژوندۍ یم زه به خپل دې آرمان ته د رسیدو لپاره له هڅو را و نه ګرزم تر څو له فساد او فقر نه د خپلو خلکو د رایستلو آرمان تر سره کړم.
د دې لپاره، زه د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته یوه له نوماندانو څخه یم، زه یوه داسي نجلۍ زیږیدلي وم چې باید ومرم، خو که خدای غوښتي وو، زه به د دې لپآره له مرګ څخه هم و نه ډاره شم چې د ګران هیواد افغانستان یوه ښځینه ولسمشره شم او د خپل هیواد ټول ماشومان ( نجوني او هلکان) په سوله او امن کې نړۍ ته راتلونکي ووینم نه په جګړې او تاوتریخوالي کي.
زه غواړم افغانستان په نړۍ کې خپل مناسب ځای تر لاسه کړي او زه په دې باور لرم چې د نړیوالي ټولني په مرسته به همداسي وشي.
زه د امریکې له متحده ایالتونو او نورو ملتونو څخه غواړم چې مونږ یوازي پرینږدي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • all the best Koofi sahib, You CAN DO much better Go ahead, Allah will help you to serve your poor people.

  • جرانى؟
    مردم كشور ما فرهنك ستيز نيستند.والى باميان يك زن است.
    فوزيه كوفى يك شخص لايق است,دانسته است. امروز مردم هوشيارشده حتمى نيست كه بشتون باشد.ولى جبه ملى اكر بشتيبانى كند.وكرنه داكتر عبدالله سخت محبوبيت دارد.اصلا رييس جمهور واقعى ان است. اكر تقلب نباشد.ولى با ور دارم كه تقلب ميشود و درين تقلب نه تنها داخلى بلكه خارجى ها هم كدام انتخابيكه داند انرا بالا ميكشند.
    اين همه فيلمبرى را ما بايد تما شاكنيم. ما راى ده نى,بلكه تماشاكر خواهيم بود. راى دادى حالا تماشايته كو.دربشت برده دستهاى موبرى در كار خوهد شد و انرا رقم خوهد زد. انتخا بات نى كه خاك باد نامش را بايد كزاشت.يا سه بته بازى.

    • خواب است و خیال ومحال اولا او زن است ثانیا تاجک است ثالثا وطن هنوز به خط اسلام و انسانیت و قانویت روان نشده قبایل کوه سلیمان در کیمن اند .
      با ید در مراحل اولیه به برابری ها , و باز سازی ها , تغیر نام ها به اصل ان, اداره پارلمانی نه ریاستی , فدرالیزم ... جهت خود را سوق داد بعد ان اسب زنان را زین و قیزه !!!

      از سوی هم این چند تا زن از جمله زنان تنظیمی ... میباشند نه درد و آه زنان مظلوم وطن .

      دوست هزاره ما در ان بالا نوشته والی بامیان ...!! دوست محترم زن بی زبان بی واسطه از رژیم های گذشته را در فلان مقام چون قفس برای نمایش و بازی دادن شما ها نصب کرده اند بیاید کسی که بزبان خارجی حاکم و از غرب و امریکا می امد و با انان گوشکانی میداشت در بامیان و داکندی ... نصب میشد به نفع ولایت و مردم زجیر کشیده تان میبود تا روند باز سازی و اعمار نو تند تر میبود و میشد ..

      این زن بیچاره بی زبان حتا نتوانست مجسمه بودا را که چند کشور جهان حاضر به ساخت دوباره ان بود به پا استاده کند تا جهانگردان بدانجا جلب و چند نفر مردم مظلومتان از مدرک هوتل و موتر .....صاحب کار و بار میشند .
      دیدیم که چند هزاره مسخره نادان چند پول را از جیب های شان کشیده وبه کاه و گل و گل ماله خرچ کردند سرک ها را کاگل کردن .

  • شبی دختر زیبایی خواب دید که؛ یک پایش در سر یک کوه است و پای دیگرش در سر دیگر کوه. فردا با پریشان حالی نزد یک معبر رفت و جویایی تعبیر خواب خود شد؟ معبر انسان هوشمندی بود، برایش گفت: برو خواهر از شرق تا غرب پادشاه می شوی، ولی دیگر چنین خواب کلان نبینی که پاره میشوی. این طرح و داستان شما بهمین قصه می ماند و یا اینکه اصلا فوزیه کوفی را نمی شناسید.
    فوزیه کوفی با حبیبه سرابی زمین تا آسمان فرق دارد. صرف از نگاه دانش؛ باقی بماند شخصیت، کرکتر، پاکی و کار و عمل.
    فوزیه کوفی تنها صنف دوازده درس خوانده است، و برای 11 شب در اسلام آباد زندگی کرده است، خود را ماستر فارغ از یکی از دانشگاه های اسلام آباد میداند. تنها یک کورس انگلیسی 9 ماهه خوانده است و بس.
    اینکه داستان زندگی شخصی اش چگونه است؟ زبان از گفتن آن بند می آید.
    اگر موسسهء یو أن آر نمیبود و روابط با یک کارمند سیاه پوست سودانی در آن و امروز هم اگر کمک موسسات مشبوه نباشد، فوزیه جان خدا معلوم که چه خواهد کرد؟
    من یک بدخشانی هستم و هیچ سر دشمنی هم با فوزیه ندارم، و تنها مقایسهء فوزیه با سرابی بزرگترین ظلمی است که این افراد نادان و بی خبر و یا هم احساساتی میکنند. برای همین نادانی ها این کشور درست نمیشود. نه بخاطر فوزیه و سرابی
    پدروووووووووووووووود

    • هر انسان بست كه دهن به رزالت بركشايد بعد كوشش ميكند بكويد كه من اين طور نيستم ان طور نيستم.ضرورت به حرف و جفنك و تهمت يك رزيل ما نداريم. ما اين نماينده عزيز مردم شريف بدخشان را ميشناسيم.اكر نا موس دارى بايد در مسايل شخصى افراد ياوه سرايي نكنى.
      خطاب به شخص بينام نشان كه من نام انرا بى عزت ميمانم زيرا در بى عزتى ديكران ميكوشد.

    • سلیمان کوهی در باره خواهر ات بارکزی و ملالی ماویست.................. زبانت گنگ میشود .

    • سك كريت كم بود كه فال بينى را هم شروع كردى.د ما كيان زويه.از تبار هيرويين فروش زن ستيز شما انسان نميشود.

    • آقای بدخشانی !
      سلام به شما درمورد اینکه فوزیه کوفی درآینده ولسمشر خواهد بود یانه گفته شما درست است که ممکن نیست ...
      اگرکدام امریکائی چه کند ممکن است ولی درغیر این نی.
      لیکن درمورد تحصیل موصوفه خبردارم که که درسال1389 فارغ حقوق شد که به یکی پوهنتون های شخصی درس خوانده است وزنی چون فوزیه وبا این چنین دبدبه هیچ کس نمی پندارد وهیچ عقل هم رای نمیدهد که فارغ 12 باشد ولی ریس جمهور شدنش غیر ممکن است.

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس