ژباړه: اناګاولدا څه ډول لیکل کوي؟
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ژباړه/ صدیق الله بدر
اناګاولدا څه ډول لیکل کوي؟
انا ګاولدا هغه فرانسوۍ لیکواله ده چې د هر نوي کتاب له لیکلو سره دا احساس کوي چې ګنې د لومړي ځل لپاره لیکوالي تجربه کوي.انا ګاولدا په ۱۹۷۰ میلادي کال په پاریس زېږېدلې، مور او پلار يې له هغو اصیلو پاريسيانو څخه وو چې د خپلو نیکونو په پله روان او پر ورېښمو يې نقاشي کوله.
انا چې ښځو ته ډېره محبوبه لیکواله ده، د ماشومتوب دوره يې له خپلو درې خویندو او وروڼو سره په یو ډېر ارام چاپیریال کې تېره کړه. همدا چې ۱۴ کلنه شوه، پلار او مور يې سره بیل او نور ودونه وکړل. دوی د خپلو تریندو لاس ته کېناستل. خو پلار او مور هره میاشت يو څه پیسې ورته لېږلې.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...