ژباړه: دوریس لېسینګ څه ډول لیکل کوي؟
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ژباړه/ صدیق الله بدر
دوریس لېسینګ څه ډول لیکل کوي؟
دوریس لېسینګ وايي چې د هرې جملې پر لیکلو خولې تويوي، یعنې دا چې ښه لیکل نه کوي.
دوریس لېسینګ د ۱۹۱۹ کال د اکتوبر په ۲۲ زېږېدلی او په ۲۰۰۷ کې د ادبیاتو د نوبل جایزه خپله کړې او د ۲۰۱۳ کال د نومبر په ۱۷ مړه شوې ده. د سرو زرو کتاب؛ د نوموړې هغه اثر و چې دا يې په نړیواله کچه شهرت ته ورسوله. د لېسینګ داستاني ادبیات په دريو دورو کې د مطالعې وړ دي: کمونیستي بڼه(۱۹۴۴-۱۹۵۶) دا هغه وخت دی چې نوموړې په رادیکاله بڼه د ټولنیزو مسایلو په اړه لیکل کول خو د سرو لښکرو له خوا د مجارستان د خلکو د پاڅون له ځپلو وروسته په ۱۹۵۶ کې د کمونیزم په وړاندې ودرېده.(هغه په ۱۹۸۵ کال کې د (ښه تروریست) په لیکلو سره، خپلې دې ادبي دورې ته راستون شو.)؛ ارواپوهنيزه بڼه(۱۹۵۶-۱۹۶۹) او تر هغه وروسته صوفیانه بڼه چې په علمي-تخیلي برخو کې يې لیکل کول.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...