لنډه کیسه: وېره
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
لنډه کیسه
وېره
سترګې يې رډې رډې وتلې وې، ستونی يې وچ وچ کېده، ورو ورو د وره خوا ته په شا لاړه. له خپلې کوټې نه په وتو نېغه د خپلې خواښې کوټې ننوته او ساه نیولې ساه نیولې يې پرې غږ وکړ: ترورې... ترورجانې!
خواښې يې چې ځواب ور نه کړ، په لږ لوړ غږ يې وويل: ترورې، ترورې!
د هغې له دې غږ سره ندرور يې چې د مور ترڅنګه نږدې ويده وه، وارخطا راولټېده: پلوشې څه خبره ده، تر ناوخته دې د لور ژړا خوب ته پرېنښودو، اوس ته راپسې يې.
هغې چې بیا بیا شاته کتل، ورغبرګه کړه: زما... د کوټې... د کړکۍ... شاته...
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...