ژباړه: ګابرېل ګارسیامارکز څه ډول لیکل کول؟
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ژباړه: صدیق الله بدر
ګابرېل ګارسیامارکز څه ډول لیکل کول؟
ګابرېل هغه لیکوال و چې ناول يې ورځپاڼې ته د مقالې لیکلو په څېر ګاڼه.
کلمبیایی ناول لیکونکی، خبریال، ناشر او سیاسي شخصیت ګابرېل جوزي ګارسیا مارکز د ۱۹۲۷ کال د مارچ په شپږمه د کلمبیا د سانتامارا سیمې په ارکاتاکا کلي کې زېږېدلی و. هغه د لاتینې امریکا په خلکو کې د ګابو یا ګابیتو په نوم شهرت درلود او د کلمبیا له جمهور رئیس سره تر جنجال او شخړې وروسته په مکسیکو کې اوسېده او د ۲۰۱۴ کال په لومړیو کې ومړ. دغه لیکوال چې په ۱۹۸۲ کال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه خپله کړې وه، په خپلو اثارو کې يې خیال او واقعیت سره غوټه کول او تل د قدرت د خاوندانو او د هغوی د تر لاس لاندې خلکو موضوع يې د علاقې وړ وه.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...