حقيقي خوښي:
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
يوه ورځ يو پروفيسر او شاګرد يې د پوهنتون نه دباندي په چکر ووتل،
يو غريب بزګر يې وليد،
چي په خپله کرونده کي پښې يبلي او په خولو لوند په کار لګيا دی .
شاګرد پروفيسر ته وويل :
ــ راځه نن لږ سات تېر کړو، زه به له دې بزګر څخه بوټونه پټ کړم ،
چيرته به ورته غلي شو، چي بزګر څه کوي؟
پروفيسر ورته وويل :
ــ که سات تېروې او زړه ته سکون ورکوې؛
نو داسې وکړه، چي دبزګر په بوټونو کي يوه يوه سيکه واچوه،
بيا به دلته ورته پټ شو چي دی څه کوي .
شاګرد يې خبره ومنله،
ورغی دبزګر په دواړو بوټونو کي يې يوه يوه سيکه واچوله .
بزګر چي کله کار بس کړ، د بوټونوخواته ورغی،
چي يو بوټ يې پښو کړ، واپس يې وويست، ټک يې واهه،
چي ګوري پر ځمکه ترې دسرو زرو يوه سيکه وغورځيده،
بزګر سيکه راپورته کړه لټ په لټ يې واړوله،
سترګو ته يې نږدې کړه، بيا يې يو خوا بل خوا وکتل،
چي څوک يې ونه ليدل، سيکه يې جيب ته واچوله .
دده حيرانتيا او خوښي هلته يو په دوه شوه،
چي بل بوټ يې پښو کاوه، له هغه يې هم سيکه راپورته کړه،
جيب ته يې واچوله بيل يې واغورځاوه او لاسونه يې د خدای دربار ته اوچت کړل،
تر ډېره ولاړ و، اسمان ته يې کتل او شونډي يې خوځيدې .
پروفيسر چي شاګر ته وکتل، په سترګو کي يې اوښکي ډنډ وې .
ــ څنګه! په مخکيني کار به ډېر خوښ شوی وی او که اوس ډېر خوښ يې؟
شاګرد وويل :
ــ پروفيسر صيب! نن مي داسې سبق زده کړ،
چي په ټول عمر به يې هېر نه کړم،
نن زه په دې هم پوه شوم چي ورکوونکی لاس هميشه د اخيستونکي لاس نه غوره دی .
پروفيسر ورته وويل :
ــ که په ژوند کي حقيقي خوښي ترلاسه کول غواړې؛ نو د نورو سره مرسته کوه!
ژباړه : نورالله غازي يار
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/644