لنډه کیسه: مور
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
لیکوال: صدیق الله بدر/ لنډه کيسه
د بد خشان د پېښې په تاثر کې
مور
د يو کلنې لور مخ ته په کتو کتو پر شونډو يې پر له پسې د موسکا څپې
خورېدې. بيا بيا يې هغه ښکل کړه او د هغې د مخ پر نازکو غومبرو يې خپلې
شونډې چې شېبه په شېبه يې د سړېدو احساس کاوه, تودولې. لکه چې پر دې يې هم
مينه ماته نه شوه، غوښتل يې هغه راپورته او ټينګه يې په غېږ کې ونيسي چې
ځمکه ورېږدېده، فکر يې وکړ چې کوټه د ځمکې تل ته ننوځي او راچپه کېږي. ژر
پر خپلې ماشومې لکه څپره خوره شوه.
مازيګر چې خلکو په لوګو د تورو
دستکونو او خاورو لاندې پر خپلې لور څپره شوې مړه مور راويستله، ماشومه د
خپلې مور په وچو او سپينو بې رنګه سړو شونډو کې ورکې موسکا ته ژړل.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...