صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > له زنا څخه د ژغورني يوه عبرتناکه کيسه

له زنا څخه د ژغورني يوه عبرتناکه کيسه

Hask
پنج شنبه 17 آپریل 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

له زنا
څخه د ژغورني يوه عبرتناکه کيسه


یوې
پيغلي نجلۍ له خپلي مور څخه وغوښتل چي د زنا لپاره اجازه ورکړي مور ئې یوه ډېره
هوښیاره او حکیمه مېرمن وه نو خپلي ګراني لور ته ئې ډېر نصیحت وکړ: زما ګراني لوري!
زنا ډېر ناوړه عمل دئ یو خو اسلام موږ له دغه ناوړه عمل څخه په کلکه منعه کړي یو
او بل دا چي په اجتماعي ټولنه کي ډېر زیات مشکلات رامنځته کوي، لنډه دا چي په لور ئې
د مور نصحیت کوم تأثیر ونه کړ، سره له نصحیته ئې بیا په خپل دريځ باندي ټینګار وکړ چي ما ته اجازه راکړه ترڅو چي زنا
وکړم
.

کله ئې چي مور خپله لور ولیدله چي زما نصیحت هسي یوه خیالي افسانه ورته ښکاري
نو ئې لږ سوچ وکړ تر څو چي خپل نصحیت ته عملیي بڼه ورکړي او خپله لور له دغه ناوړه
عمل څخه منع کړي نو ئې له خپلي لور سره موافقه څرګنده کړه او ورته وئې ویل: سمه ده
زما ګراني لورکۍ زنا وکړه خو په لاندي شرطونو سره
.

لور ئې ډېره زیاته خوشاله سوه چي اوس خو ئې اجازه راکړه نو زه به خامخا دغه
شرطونه ورته پوره کوم او بیا به زنا کوم او خپلي مور ته ئې وویل: مهرباني وکړه زه
ستاسي شرطونو ته تیاره یم خو دا وعده به راسره کوې، چي کله مي شرطونه پوره کړل بیا به زنا کوم؟


مور: لورکۍ بلکل زما خوښه ده، اول شرط دا دی چي ته به سبا ته د پاچا دربار
ته لاړه سې او کله چي پاچا له خپل دربار څخه راوزي نو ته به له دروازې سره نژدې
ودرېږي کله چي پاچا تا ته نژدې را ورسید ناڅاپه به ځان په ځمکه وغورځوي تر څو چي
دوی ته داسي څرګنده سي چي ته بېهوښه سوې يې او بیا به ما ته ټوله هغه کیسه وکړي چي
له تا سره څه کېږي
.

لور ئې له خپلي مور سره موافقه وکړه او د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا
له دربار څخه راووت نوموړي پیغلي سم له واره ځان په ځمکه وغورځوه، پاچا چي کله دا
منظر ولید ډېر زیات وځورید او نوموړي پيغله ئې له ځمکي څخه راجګه کړه او د لاري یوي
خوا ته ئې ودروله ترڅو چي څه ضرر ورته ونه رسېږی، پیغلي هم د پاچا شکریه اداء کړه
او په ډېره خوشالۍ سره خپلي مور ته راغله او د پاچا کیسه ئې ورته وکړه
.

مور ئې ورته وویل سبا به بیا په همدغه وخت لاړه شي او همداسي به وکړي، سبا
چي پیغله بیا د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا راووت د تیر په څیر ئې بیا ځان په
ځمکه را وغورځوه، پدي وخت کي پاچا د پیغلي طرف ته هیڅ اعتناء ونه کړه بلکي وزیر
ورغی او را اوچته ئې کړه او بیا ئې یوي خوا ته ودروله، کله چي پیغلي دا حالت ولید ډېره
خواشیني سوه او خپل کور ته لاړه او مور ئې له دي کیسي څخه خبره کړه، مور ئې ورته
وویل: سبا بیا لاړه سه، سبا چي نوموړي پیغله بیا د پاچا دربار ته لاړه کله چي پاچا
را ووت نو بیا ئې ځان پر ځمکه وغورځوه، دا ځل د څوکیدارانو رئیس ورغی او له ځمکي
څخه ئې را پورته کړه او یوي خوا ته ئې ودروله او لږ سپکي سپوري ئې ورته وکړي، پدي
کار سره پیغله ډېره زیاته خفه سوه او مور ته ئې ټوله کیسه وکړه او بیا یی ورته
وویل: اي موري ستا شرطونه پوره سول؟


مور ئې ورته وویل: نه، درې ورځي نوره هم لاړه سه او بیا ما ته ټوله کیسه
وکړه چي له څه شی سره مخامخ سوي ئې، پيغله دری ورځي نوره هم لاړه خو په دغه دریو
ورځو کي له داسي عکس العمل سره مخامخ سوه چي دي ئې تصور هم نسوای کولی، کله ئې چي
د پاچا دربار سره ځان په ځمکه وغورځوه نو ټول خلک پري را ټول سول چا په لغتو وهله
او چا به رشخند پري واهه او چا به یو څه ورته ویل او چا بل څه، له دغه شپږ ورځني
امتحان څخه چي کله وزګاره سوه نو مور ته ئې کیسه وکړه چي اوله ورځ پاچا را جګه
کړم، دوهمه ورځ وزیر، دریمه ورځ د څوکیدارانو رئیس او څلورمه ورځ هسي یو ټیټ رتبه
څوکیدار او پنځمه ورځ ټولو سپکي سپوري راته کولي او شپږمه ورځ داسي سپکو خلکو مسخري
راباندي کولي چي څوک ئې له سره په انسانانو کي هم نه حسابوي او په لغتو باندي یی
ووهلم او له هغه ځای څخه ئې را وشړلم
.

مور ئې چي یوه ډېره هوښیاره حکیمه مېرمن وه خپلي لور ته وویل: زنا هم داسي
مثال لري په اول وخت کي به هر مالدار او رتبې والا تا سره زنا کوي او څه موده
وروسته به ټول درڅخه تښتي او هیڅوک به اهمیت نه درکوی، او ډېر سپک او بېکاره خلک
به مسخرې درباندي کوي، نو اوس ته ووایه چي په داسي حال کي به ستا څه قدر اوعزت وي؟
اې زما ګراني لوري اوس غواړي چي زنا وکړي؟؟


کله چي د پیغلي عقل سر ته راغی نو ئې د خپلي مور شکریه اداء کړه او ورته
وویل: اي موري زما دي په الله قسم وی چي زه به په ټول ژوند کي زنا ونه کړم که چیري
په ما باندي ځمکه او آسمان هم را چپه شی، ځکه چي زنا ډېر ناوړه او فاحش عمل دی چي
یوه باعزته او محجبه ښځه دومره سپکه کوی چي بیا ټول انسانان ورنه کرکه او نفرت کوی
.

زنا ډېر لوی جرم دی کله چي څوک د دغه جرم مرتکب شی نو هغه بیا د ماتي شیشي
په شان خاصیت لری چي بیا جوړیدل ئې امکان نه لری او د یوي پاک لمني ښځي او سړی
آبرو او عزت له منځه وړي، نو هره هوښیاره ښځه او سړی باید له دغه پیښي څخه عبرت
واخلي، دا ټول هغه څه دی چي په دنیا کي انسان له دومره مشکلاتو، مرضونو، غریبۍ، او
زړه تنګوالي سره مخامخ کوي چي مرتکب ئې همیش ورباندي پيښمانه او شرمنده وي، او د
آخرت عذاب خو ځانته دی چي په قرآنکریم کي ئې څومره وعید راغلی دی، الله تعالی دي
ټولي مسلماني خویندي او وروڼه له دغه ناوړه عمل څخه وساتي او ټولي هغه پیغلي چي
زنا ته لیواله دي باید چي دغه ناوړه کار ته زړه ښه نه کړي ځکه چي دنیا او آخرت ئې
دواړه بربادیږي


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/639

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس