
شعر: انتظار
زمان خواندن: کمتر از یک دقیقه (تعداد واژه ها: 85)
ویناوال: صدیق الله بدر
انتظار
له سهاره تر ماښامه
له ماښامه تر سهاره
یو واټن يوه موده وي
وايه څه دی
وایه څه دی
سخت دی
تریخ دی
د زغم نه دی
خو چې لاره یو (پل) ښکل کړي
نه ماښام وي
نه سهار وي
نه واټن وي
نه موده وي
نه څه سخت او نه څه تریخ وي
انتظار لکه د سره چې هيڅ نه وي.
۱۳۹۳.۱.۳۰
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...