صفحه نخست > دیدگاه > «نړیواله ټولنه»، دوستان که دښمنان؟

«نړیواله ټولنه»، دوستان که دښمنان؟

لمبه
سه شنبه 15 جولای 2008

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

«نړیواله ټولنه» هماغه خونړی امپریالیزم دی چې زموږ هیواد یې په خپلې مستعمری بدل کړی او د نړیوالو اقتصادي ټولنو د سیاستونو له لارې زمونږ خلک استثماروي او د خپلو امپریالیستی مقصدونو لپاره زمونږ د بی ګناه خلکو وینه پر ځمکه تویوي.

لیکونکی : لمبه

د سپټامبر د یولسمې نیټې وروسته، زمونږ هیواد د «نړیوالې ټولنې» لخوا ونیول شو. د بن د ناستې سره سم د «نړیوالې ټولنې» په پخلنځي کې د جهادیانو، خلقیانو او پرچمیانو او د لویدیځ پلوه تکنوکراتانو آش پوخ او زمونږ خلکو ته وړاندی شو.

دې لاسپوڅو په تیرو اوو کلونو کې هڅه کړی چې د «نړیوالې ټولنې» اصطلاح زمونږ په سیاسي فرهنګ کې دود کړي او خلکو ته داسې وښيي چې ګواکې «نړیواله ټولنه» زمونږ دوستان دي او ښایي چې د درناوی په سترګه ورته وکتل شي. د «نړیوالې ټولنې» افغاني ایډیولوګان کوښښ کوي چې خپل نړیوال ملګري زمونږ د خلکو په ذهنیتونو کې د دموکراسۍ اتلان او د مدنی ټولنې پهلوانان انځور کړي.

دولتي چارواکي او د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري چارو ځینې کارپوهان او فرهنګیان، لیکوالان او حتی ځینې عادي وګړي په ویاړ سره په خپلو خبرو کې « د نړیوالې ټولنې د دوستانو» عبارت کاروي، څه چې په سیاسي فرهنګ کې ورته نړیوال امپریالیزم ویل کیږي. دا چارواکي، شنونکي او کارپوهان کوښښ کوي چې د امپریالیزم اصطلاح د سیاسی فرهنګ څخه وکاږي او پر ځای یې « نړیواله ټولنه» دود كړي او په بیشرمۍ سره «نړیواله ټولنه» زمونږ د هیواد دوستان ګڼي.

«نړیوالې ټولنې» یا هماغه امپریالیزم، په تیرو اوو کلونو کې داسې کانی ږمونږ د وطن سره کړي دي، چې د هر افغان کرکه یې راپارولی ده او هغې ته د دښمن په سترګه ګوري، څه چې یوازې جهادیان او تکنوکراتان یې خپل ملګری بولي:

« نړیوالې ټولنې» یا هماغه امپریالیزم، په تیرو اوو کلونو کې زمونږ د هیواد د نیواک سره جوخت داسې یو ناوړه کمپرادور ـ فیوډالي حکومت زمونږ پر خلکو وتپو چې له جنایت او خیانت پرته د بل څه فکر نلري. همدې «ټولنې» یو ځل بیا د جنایت، تیري، لوټنې او وژنې ډایناسوران لکه سیاف، رباني، خلیلي، محقق، قانوني، فهیم، دوستم او ... چې د ځنکندن په حال کې و، راژوندي او زمونږ د خلکو د داړلو لپاره یې میدان ته کړل، دې خونړیو ډایناسورانو د لاسپوڅو تکنوکراتو سره یوځای د ستراتیژیک تړون په لاسلیک کولو سره، زمونږ هیواد د خپلو «نړیوالې ټولنې د دوستانو» پښو ته بلهاري کړ.

«نړیوالې ټولنې» په تیرو اوو کلونو کې د فساد، اختلاس، نشه ای توکو، درویزګرۍ، بدلمنۍ، بیوزلۍ، وزګارتیا، نا امنۍ او د بمبارۍ لپاره هلې ځلې کړي او زمونږ هیواد یې د نشت پر پوله ودرولی دی. يه تیرو اوو کلونو کې د «نړیوالی ټولنې» په شتون کې، د روږدو شمیره یو نیم میلیون تنو رسیدلی، ۷۵٪ خلک په بیوزلۍ کې ژوند کوي او په دې وروستیو کې دولتي چارواکو اعلان وکړ چې ۴ میلیونه نور کسان به هم د بیوزلو په کتار کې ورډیر شي، نژدې ۵ میلیونه انسانان بیکاره دي، د ماشوم پلورنی «بازار» د پراختیا په لور درومي، یوازې ۰،۱۵ ٪ ځوانان لوړو زده کړو ته لاسرسی لري، افغانستان د نشه ای توکو پخلنځی دی او دا وخت د نړۍ ۹۳٪ نشه ای توکي تولیدوي، یوازې ۶٪ وګړي بريښنا لري، هره ورځ په منځني توګه ۶۵ میندی د امیدوارۍ پر مهال مري، ۱۳۲ ولسوالیو کې امنیت نشته، د «نړیوالې ټولنې» دولت یوازې په ۸۲ ولسوالیو کې سمبولیک حضور لري، د «نړیوالی ټولنی» او د ګاونډي هیوادونو د جاسوسانو کړۍ پراخیږي، د هیواد اقتصاد د څو کورنیو په منګلو کې ښکیلیږي، ۷۰۰۰۰۰ ماشومان د ښوونځي مخ لیدلی نشي، په هر دوو ساعتونو کې یو افغان مري، د دولت ۴۰۰۰۰۰ کارکونکي په میاشت کې ۳۰۰۰ افغانۍ عاید لري، په داسې حال کې چې دولتي لوړپوړي چارواکي څو چنده معاش تر لاسه کوي، طبقاتي تفاوت مخ په ډیریدو دی، د هر وژل شوي افغان د وینې بیه ۲۰۰۰ ډالره اټکل شوی ده، افغانان لا د نړیوالو کډوالو ۲۳% جوړوي، ۵۰٪ میرمنې د تاوتریخوالی سره مخ دي، ۸۰٪ وګړی بی سواده دي، انتحاری حملې په ډیریدو دي، قومي، ژبني او ملیتي اختلافونو ته لمن وهل کیږي، د جنایتکارانو کړۍ بشپړیږي، زمونږ هیواد د ترموباریک او ګنګوري او تش شوی یورانیم په آزمایښتځی بدل شوی او...

د دې ناورینونو څخه دا پایله لاسته راځي چې «نړیواله ټولنه» هماغه خونړی امپریالیزم دی چې زموږ هیواد یې په خپلې مستعمری بدل کړی او د نړیوالو اقتصادي ټولنو د سیاستونو له لارې زمونږ خلک استثماروي او د خپلو امپریالیستی مقصدونو لپاره زمونږ د بی ګناه خلکو وینه پر ځمکه تویوي.
«نړيواله ټولنه» زمونږ د ولس دوستان نه، بلکې دښمنان دي.

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • lotf konin in ra ba zobani rasmi farsi ya english tarjoma konin ta ma ham befamim chi gofta shoda.tashakur

  • همدغه "نړيواله ټولنه" ده چې هره ورځ زموږ پر بيوزلو وګړو بمباري کوي، هغوی وژني او هيڅوک نشته چې ورنه پوښتنه وکړي، ولې؟ ښايي کوم کسان چې دغې "نړيوالې ټولنې" ته د دوستانو په سترګه ګوري، يا به يې له ناپوهۍ څخه وي او يا هم غواړي په دې توګه زموږ پر هيواد تيري کوونکو ته خدمت وکړي. نړيواله ټولنه زموږ هيواد ته د خلکو د خلاصون لپاره نه بلکې د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو لپاره راغلې ده.

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس