شعر: خوب ته
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ویناوال: صدیق الله بدر
خوب ته
دا بېګاه مې لټولې
لکه تنده د هغې چې مې اخلي
لېونتوب ته رسوي مې
هر نظر کې سرابي شېبې او زه يم
شپه زما غوندې وي ډوبه په خمار کې
خوبه خير دی
کله کله يو څه پېښه خو راوکړه
د جانان ليدل په جام کې دې د سترګو
ماتوي تنده د ستړو شوګيرونو
۱۳۹۳.۱.۱
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...