ژباړه او لنډون/ صدیق الله بدر
ريموند کارور څه ډول لیکل کول؟
ریموند کارور د لنډو کيسو هغه غوره کيسه لیکوال دی چې بیا بیا خپلې کيسې
اصلاح کوي.
ریموند کارور(۱۹۳۸-۱۹۸۸) امریکايي کيسه لیکوال او شاعر و. هغه د شلمې پېړۍ
یو له مطرح لیکوالو او هغو کسانو څخه و چې په اتیایمه میلادي لسیزه کې د لنډې کيسې
د نوي کولو سبب شو.