صفحه نخست > دیدگاه > مصر اوس له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی

مصر اوس له اقتصادي کړکیچ سره مخ دی

میرویس جلالزی
چهار شنبه 18 دسامبر 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د مصر هیواد د نقویب سویرای بډایه کورنۍ چې د مخابراتو په برخه کې په منځني ختیځ کې لوی نوم لري او د نړۍ په یو شمیر ملکونو کې یې د ( اوریسکام) په نامه د مخابراتي خدمتونو څو کمپنۍ په واک کې دي ویلي، که د پانګونو د خوندي توب تظمین یې وشي دوي کولای شي چې د مصر مخ پر زاوال اقتصادي حالت له یوې احتمالي ماتې وژغوري .
دغه کمپنۍ وايي چې دوي پلان لري په ۲۰۱۴ کال کې په مصر کې زر ملیونه امریکايي ډالره پانګه کړي خو شرط یې دا دی چې رژیم یي د شتمنیو د ساتلو لپاه تظمین ورکړي.
په مصر کې د حسن مبارک د نظام له ړنګیدو را پدې خوا دوه کاله کیږي چې سیاسي بي ټیکاوي واکمنه ده او د دغه هیواد د پلازمیني قاهري په ګډون په ډیرو ښارونو کې اخ او ډب د ورځني ژوند یوه برخه ګرزیدلي.
د مبارک واکمنۍ په ۲۰۱۱ کاله کې ړنګه شوي ده او له هغې نیټي را هیسي د عربو په دغه مهم هیواد کې د توریزم او پانګوالی صنعت ته سخت زیان رسیدلی دی.
په همدې حال کې اوسني مصري واکمن پوځي مشرتابه د عربي ټولني د ۱۲ ملیارد ډالري مشروطې مرستندویې بستې مخه هم نیولي او دغه کار د پيسو د نړیوال صندوق قوانین هم د دغه هیواد پر وړاندي ډیر سخت کړي چې په دې کار سره د مصر اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.
د مصر د نقویب سویرای بډایه کورنۍ غړیو ویلي چې په تیرو دوو کلونو کي یې دغلته کاروبار ته سخت زیان رسیدلی او که چیرته واکمن حکومت د پانګوالو د خوندي کولو او د هغوي د شتمنیو د محفوظولو لپاره لاس په کار نه شي دا ملک به ډیر ژر په بشپړه توګه ونړیږي او ټول اقتصادي بنسټونه به یي یو له به بیل شي.
خو سره له دې هم دغه کورنۍ وایي چې دوی پلان لري د یو ملیارد ډالرو په ارزښت په را روان ۲۰۱۴ کال کې په مصر کې د روغتیا، کرهني، صنعت، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
د اوریسکام د کمپنیو مشر ساویرس پر وینا اوس مهال په مصر کې د جایداد بیه د پام وړ لویدلی او دا به ښه فرصت وي چې په دغه برخه کې پانګونه وشي او جایدادونه په ارزانه بیه واخیستل شي او له یوه لوري به د جایدادونو د خرڅونکو سره مرسته شوي وي له بل لوري به د یوه با ثباته نظام د راتګ په صورت کې پانګوال دغه شتمنۍ په ښه بیه وپلوري.
ساویرس په دې باور دي چې د مصر اوسنی حکومت باید لږ تر لږه د یوه کال لپاره د مظاهرو مخه ډب کړي تر څو اقتصاد بیرته خپل سم لوری ته خوځښت پیل کړي که نه نو د عربو د دغه ښه شهرت درلودونکي او تاریخي ملک هر څه به له خاورو سره خاوري شي.
دغه مصرۍ کمپنۍ په شمالي کوریا کي هم د مخابراتو په برخه کې د پانګوني تجربه لري خو هغه تجربه له غلطیو او خطاوو ډکه بولي.
د تیر اکټوبر په میاشت کې د کاناډا حکومت د دغې کمپنۍ د هغې نړیوالي دعوه طلبي مخه د امنیتي ګواښونو له مخې ونیوله چې غوښتل یي د منیتوبا د مخابراتي خدمتونو او استریم فایبر قرار دادونه تر لاسه کړي.و
د اوریسکام مصري کمپنیو مشر ساویرس وايي دی د شمالي کوریا په اړه هم اندیښمن دی ځکه هلته هم یو ځانپالی ولسمشر واکمن دی او ښایي د دوي پانګوني ته سخت تاوان ورسیږي.
د هغه اوریسکام مخابراتي او مطبوعاتي شرکت په شمالي کوریا کې د فعالیت جواز تر لاسه کړی دی.
ښاغلی ساویرس وايي دی به نور په هغه هیوا کې چیرته چې یوه سیاسي پالټۍ واکمنه وي کله هم پانګونه و نه کړي ځکه شمالي کوریا هم غواړي د دوي څو سوه ملیون ډالري پانګونه ضبط کړي چې دا د ټولو نړیوالو اصولو یو خلاف کار دی.
نوموړی چې د مبارک د رژیم د پرزولو یوه برخه وو اوس په دې اند دی چې غواړي مبارک له زندان څخه آزاد وویني خو په دې عقیده دی چې کله به هم د اخوان المسلمین ګوند بیا واک ته و نه رسیږي ځکه محمد مرسي هغه ژمني پوره نه کړي چې له مصریانو سره یي کړي وي.
دی واي مرسي ویل چې دوي د خدای خلک دي اود خلکو او ولس واکۍ لپاره به کار وکړي لیکن هغوي مو ولیدل چې له خدای سره یی هیڅ تړاو نه درلود او د ولسواکۍ پر ځی یې دیکتاتورۍ ته مخه کړه او غوښتل یي آزاد خوځښتونه وټکوي او آزادي غوښتونکي سرکوب کړي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • ورک شه ټیزنه ، پښتو ویبپاڼې کمی دی چی ته دلته لیکنی کوی، شرمیدلیه موږ دی وشرمولو، زړه مي راته وايي چي په .......... دې سپور کړم .......................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................................

  • ما شا ء الله !
    من تا كنون فكر ميكردم كه اين اوغان جاسوس حرامي بنام چنبرخان فقط در برابر غير پشتونها حساسيت دارد، حالا معلوم شد كه اين سگ حتي هم تباران خودرا هم ميگزد وأو را به زبان خودش سر .... خود بالا ميكند
    تبريك بأشه به جناب محترم جلال زي بيچاره همراي اين رقم پءشتونهاي با غيرتش

  • دوکتور بهمن احمق! صد بار اینمی جلالزی در همین کابل پریس توهین شده است... همیشه برایش ازینکه مقالات بزبان پشتو مینویسه، تعنه داده میشه، چی لازم است که اینجا مقالات را به نشر بسپاره ...

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس