صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د چا احترام کوو او و چا ته په سپک نظر ګورو!

د چا احترام کوو او و چا ته په سپک نظر ګورو!

Hask
جمعه 13 دسامبر 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

سگ

وايي چي
يو پاچا لس وحشي سپي وروزل، هوډ ئې وکړ،که هر وزير ورته غلطه مشوره ورکړي، نو دې
سپو ته به ئې اچوي، يو ځل يو وزير په مشوره کي خطا شو، پاچا امر وکړ، وزير زندان
ته ولېږئ چي سپي ئې وخوري، وزير ورته وويل، پاچا صاحب ستا مي لس کاله خدمت وکړ، لس
ورځي اجازه راکړه، بيا چي دي څه خوښه وي، نو ويې کړه، پاچا لس ورځي اجازه ورکړه،
وزير د سپو ساتونکي ته ورغلئ او ورته وئې ويل، ما لس ورځي پرېږده چي د سپو خدمت
وکړم، وزير پوره لس ورځي سپو ته خواړه تيارول او د هغوی
 خدمت ئې کاوه، پاچا لس ورځي
وروسته وزير راووست او سپي ئې پرې راخوشي کړل، سپو ئې پښو ته غپل او هيڅ ئې ورته
نه ويل، پاچا وويل، د سپو سره دي څه کړي دي؟ وزير ځواب ورکړ چي د دې سپو مي لس ورځي
خدمت وکړ اوس راته څه نه وايي، خو افسوس چي ستا مي لس کاله خدمت وکړ، خو درباندې
معلوم نه سو، پاچا سر ټيټ کړ او وزير ئې معاف کړ
.


زمرى چي زموږ ژوند ته خطر پېښولی سي، نو په درنه ئې يادو، خو سپى چي موږ
ساتي په سپکه ئې يادو، له چا چي وېرېږو درناوی ئې کوو، خو چي خدمت مو کوي، نو په
سپکه ورګورو
.

د ناديې توخي څخه په مننه

Nahida Tokhi


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/62...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس