صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د جان اف کنېډي ژوند په تصویرونو کي

د جان اف کنېډي ژوند په تصویرونو کي

Hask
يكشنبه 24 نوامبر 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د ۱۹۶۳م
کال د نوامبر په دوه ویشتمې د امریکا جمهور رییس جان اف کنېډي په
۴۶ کلنۍ په ډالاس ښار کي ووژل شو. د عکسونو
دغه ګلري د جان اف. کنېډي د ژوند ځیني شېبې انځوروي او په دې کي د ده مور او پلار،
ماشومانو، د
۱۹۶۰
کال انتخاباتي کمپاین او په ډالاس ښار کي د ده ترور او
جنازې د مراسمو تصویرونو لیدلای شئ

جوزف کنېډي د جان اف. کنېډي پلار، مور یې روز، خویندې یې کاټلین، پاتریشا
او جین. ورونه یې اډوارډ او رابرټ ۱۹۳۸ میلادي کال د لندن ښار.

جان اف. کنېډي له خپلې کورنۍ سره په سوت همټڼ کې د فرانسې نورمانډي بېړۍ ترڅنګ. انګلستان – د جولای دویمه ۱۹۳۸


جان اف. کنېډي د امریکايي سمندري ځواکونو د PT-109 بېړۍ د سمندري ګزمې پر مهال په ارام سمندر کې د ګواډل کانال ته څېرمه – د ۱۹۴۳ میلادی کال د جولای میاشت.

د ډیموکرات ګوند کاندید جان اف. کنېډي دامریکا د جمهوری ریاست د انتخاباتي کمپاین پرمهال – د می ۱۴ مه ۱۹۶۰ نیویارک.

د ډیموکراټ ګوند کاندید جان اف. کنېډي او ریچاډ نیکسن د جمهوري غوښتونکو
ګوند کاندید د لومړي انتخاباتي بحث پرمهال چې په ملي سطح له ټلویزوین څخه
خپور شو – د شیکاګو ټلویزیون سټډویو – د سپټمر ۲۶ مه ۱۹۶۰م کال.


جان اف. کنېډي د قاضي القضات "ارال وارن" پر وړاندې د امریکا د پنځه درېشم جمهور رییس په توګه لوړه وکړه. ۲۰ جنوري ۱۹۶۱ واشنګټن.


جمهور رییس  جان
اف. کنېډي د یوې بیانې په ترڅ کې د امریکا د کانګرس له غوړو وغوښتل؛ چې له
۱۹۷۰میلادي کال مخکې لومړي فضانورد ته بودجه ځانګړې کړي – ۲۶ می
۱۹۶۱میلادي.

جمهور رییس  جان اف. کنېډي له خپلې لور کارولین او زوی جان جونیر سره د سپینې ماڼۍ په بیضوي خونې کې. ۱۰ اکتوبر ۱۹۶۲میلادي.

جمهور رییس جان اف. کنېډي په کیوباکې د راکټي بحران پر مهال، کیوبا ته د وسلو د لېږل د درولو اعلامیه لاسلیک کوي. ۲۳ اکتوبر ۱۹۶۲.


جان اف. کنېډي د المان په شوینبرګ ښار (Schoeneberg ) په مرکزي هال کې د وینا پرمهال، دلته ده خپله مشهوره بیانیه "زه یو برلینی یم" ورکړه. ۲۶ جون ۱۹۶۳.

جمهور رییس جان اف. کنېډي او مېرمن یې ژاکلین کنېډي په ډالاس ښار کې پر ده
له برید څخه څو شیبې مخکې. جان اف. کنېډي د ۱۹۶۳ کال د نوامبر په ۲۲مه د
ډالاس کې ترور شو.

د جان اف. کنېډي د جنازې مراسم د سن ماتیو کاټدرال په کلیسا کې ترسره شول.
ویر کوونکو په سپینې ماڼۍ کې هم د احترام مراسم ترسره کړل. د نوامبر ۲۵مه
۱۹۶۳.

د جان اف. کنېډي مېرمن ژاکلین کنېډي د له خپلو دوو ماشومانو کارولین او
جان جونیر، د کنېډي ورونو اډوارډ او رابرټ سره د جان اف. کنېډي د جنازې په
مراسموکې. ۲۶ نوامبر ۱۹۶۳.

 د ازادۍ راډيو څه په مننه


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/61...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس