مينه
هسک دې چې سره همېشه ګرځوم
مينه به خپل زړه ته پېشه ګرځوم
کوڅه دې کله هم بې کاڼو مه شه
زه په کې زړه لکه شیشه ګرځوم
عشق به يو شور يوه مستي وي زما
لا چې په سر کې دا نېشه ګرځوم
خياله چې تل درته په هوش کې يمه
جنون به خپله اندېشه ګرځوم
تا د فرهاد بدر پوښتنه وکړه؟
شيرينې غره په غره تېشه ګرځوم