ملک
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ليکوال: اسد دانش
يو وزير
صاحب راته تيلفون وکړ چې لږ راشه کېبنو سړيه ورک ورک يې، زه هم خداى حسب معمول
وشرمولم او ورغلم ، چې ورغلم سم دستي يې وويل ياره زه خو دا ستا ملګرو ، مريدانو ،
يارانو ، او او او ، ډير تنګ کړى يم په ما پسې ډير شيان ليکې دا لږ منعه کړه ، ما
هم ورته ځان ملک ملک کړ
چې يم که نه يم بس زه يم !
ما ويل وزير صاحب ستا هم يوه
سوړه نه ده زه څه و کړم نو ولي ولي؟
ما ويل
وزير ته يې او مقررې او منفکيانې دې وروڼه او د کاکا زامن کوي څه ګورم چې د وزير
تندى لږ تريو شان شو، دې سره دروازې سره ناست سړي د نر بچي نو زما څټ ته يوه کلکه
څپړه ه راو بغوله نيغ يې په کټ کې کېنولم، کليمه مې وويله شکر مې وويست يو ګيلاس
اوبه مې وڅکلې او بيا ويده شوم خداى دې موږ او تاسې ټول په خپل امان او پنا کې
وساتې
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/60...