پارلمان ته د کاندیدیدو فورمه
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
پارلمان
ته د کاندیدیدو فورمه
۱- د کاندید نوم:
۲ـ سیاسی
حزب:(لطفا یوازی د خپل وروستۍ پنځه حزبونو نومونه په ترتیب ولیکی.)
۳- ستاسو
انتخابی نښان څه دی؟ [ ]
الف: پرتوګاښ (چې پرتوګاښ نه وی غزت خوندی نه دی)
ب- ګډوه (ګډوه نه وی استنجا وهل ستونزمنه ده)
ج- کانډوم (د نفوس زیاتیدو مخنیوی)
د- زمری/ی (تر څو زه هم نور ښکار کړم)
ذ- وچه ډوډی (خلک لوږی دی د ډوډۍ په لیدلو زما خواته راځی او
زه به دوی ته د نانوایی لاره وښیم)
س- قفل ( نه پوهیږم ولی خو هسی ما ویل چې یو نوی شی وی!)
ش- چلم (چې هیڅ نه وی، خماریان خو به رایه راکړی)
ص- بل
۳ـ جنس:
[ ]
الف: نارینه ب: ښځینه ج: خثنه
۴ـ د څو
هیوادونو لپاره مو چاپلوسی او جاسوۍ کړی ده: [ ]
الف: ۲ تر ۳ ب: ۳ تر ۵ ج: حساب یې نه لرم، هر یو چې برابر شوی وو
۵ـ د
وروستی حزب د پریښودلو لامل: [ ]
الف: خطا وتلم ب: وشړل شوم ج: بل حزب رانیولم د: هیڅ یو ر: ټول
۶ـ په
ټاکنو کې د کاندیدیدو لامل ( یو یا څو ځوابه په نښه کړی):
الف: پیسی لاسته راوړم
ب: د محکمه کیدو نه نجات ومومم
ج: د قدرت نه سوء استفاده وکړم
د: خلک می وپیژنی
ر: خلکو ته خدمت وکړم
س: هیڅ نه پوهیږم انډیوالانو راته وویل
چې ځان کاندید کړم
نوټ: که ستاسو ځواب ـ ر ـ وی نو د یوه روانشناس ډاکټر له خوا د خپل
دماغی حالت د سموالی سرټیفیکټ راوړی!)
۷ـ د ملت
لپاره مو څو کاله خدمت کړی دی: [ ]
الف:
له هغه ورځی چې پیدا شوی یم
ب:
۱ تر ۵ کاله
ج: ۵ تر ۱۰
کاله کیږی چې د ملت پیسی، کورونه او جایدادونه
اخلم تر څو په قدر یې پوه شی. کوم شی چې څوک له لاسه
ورکړی بیا یې په قدر یې ښه پوهیږی.
د: ۱۰ تر ۳۰
کلونه کیږی چې خلک شهیدوم تر څو جنت ته لاړ شی
ر: والله
که می په یاد وی
۸ـ لطفا
خپل جرمی او د رشوت سابقه په ترتیب سره ولیکی ( که ځای کم وی نوری
پاڼی ضمیمه کړی):
۹ـ تاسو
په کوم مالی تخلف او رشوت کې لاس لری؟ [ ]
الف: ولی نه ب: البته ج: مطلقاد: پدی کې بهرنی لاس وینم
ر: نه غواړم ځواب ورکړم ز: نه- موټر، کور، زیورات، او د زامنو مصارف په بهر کې، د پور په
پیسی دی
۱۰ـ ستاسو
کلنی عاید د فساد له لاری څومره دی؟ [ ]
الف: ۱۰۰۰۰۰
تر ۵۰۰۰۰۰ ډالره ب: ۵۰۰۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰۰۰ ډالره
ج:بیخی
زیات( لطفا خپل ټول ارقام له کلدار، تومان، یورو، پونډ او ډالر څخه په
افغانۍ بدل کړی او لاندی یې ولیکی) ...........................
۱۱- د خپل بریالیتوب ستراتیژ په نښه کړی.[
]
الف: پیسی ب:زور او ټوپکج:د قوماندانانو، والیانو، وزیرانو او قاچاقبرو سره ژمنی د: درواغ ذ: ټوله
۱۱ـ آیا
تاسو د افغانستان د پرمختګ لپاره کوم پلان لری؟ [ ]
الف: نه ب:
نه ج:
نه
۱۲ـ خپل
لاسته راوړنی دلته ولیکی [ــــــــــــــــــــــــــــــــ]
۱۳- که
ځان د دویم ځل لپاره کاندیدوی ، په پارلمان کې د خپل تیری دوری لاسته راوړنی په
نښه کړی. [ ]
الف: د دوو موټرانو خاوند/خاونده شوم
ب: زوی می د درس لپاره بهر ته ولیږه
ج: په مکروریان/شیرچور یا بل ځای کې می ځانته کور رانیوه
د: د قوماندانانو او نورو کسانو سره ښه اشنا شوم
ذ: بهر ملکونو ته می سفرونه وکړه
ر: د خپل لمسی ژوند می لا هم تضمین کړ س: ټوله
لاسلیک یا د ګوتی نشان
ـــــــــــ نیټه:
ــــــــــــــــ
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/59...