صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د یوې زده کونکي له دستکوله....

د یوې زده کونکي له دستکوله....

Hask
يكشنبه 7 جولای 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د یوې زده کوونکي له
دستکوله ئې څه راویستل؟
 

د
نجونو یوه دولتي پوهنتون ته  د پوهنتون یوه
څارونکې ډله راغله او د نجونو د دستکولو پلټنه ئې پیل کړه، د یوې یوې نجلۍ دستکول
وپلټل شو، د چا په دستکول کي کتابونه،کتابچې او د ضرورت وړ پاڼو نه بغیر بل څه پیدا
نه شول، خو یو ټولګی پاتی وو چي دا د پیښي ځای وو، پېښه څه وه؟

او څه مخته شول د پوهنتون
څارونکې ډله دهلیز ته ور ننوته او ټولي نجوني ئې سره راټولي کړې او ورته يي وویل چي
خپل خپل دستکولونه خپلو مخو ته کیږدئ
.
د دهلیز یوې څنډي ته یوه زده کوونکې ناسته وه، د دې خپګان ورو
ورو زیاتیده، هغې په کراتو کراتو دې څارونکې ډلې ته په ځیر ځیر کتل او ورو ورو پر
مخ خپګان زیاتیده، دې پر خپل دستکول لاس ایښی و، تالاشي پیل شوه، د دې نمبر هم
راورسیده، د نجلۍ خپګان ورو ورو زیاتیده له څو شیبو وروسته د څارونکې ډله د نجلۍ
دستکول ته د پلټولو لپاره راورسیده
.
نجلۍ خپل دستکول نیولى و، او هغې په چوپتیا سره يي دا ویل چې تاسې دا
دستکول هیڅکله نشې خلاصولای، هغې ته ویل کیده چې خپل دستکول راخلاص کړي
!
دې څارونکي ډلې ته په ځیر ځیر کتل، خو داسې ښکاریده چي ژبه ئې ګنډلې وي،
دستکول ئې د سینې پورې کلک نیولى و، څارونکو بیا وویل، دستکول دي موږ ته راکړه،
نجلۍ په زوره ږغ پرې وکړ، زه يې نشم درکولای
.
څارونکي ډله ددې نجلۍ خوا ته راټول شول، ډیري سختې ناندرئ پیل شوې، د دهلیز
ټولي نجوني خپه وې، اخر راز ئې څه و؟ ریښتیا څه و؟ خو اخر ئې ددې نجلۍ نه دا
دستکول واخیست په ټولو نجونو کي په یو ځل چوپتیا خپره شوه، خو معلومه نه وه چي څه
به وشي؟
….
په دستکول کي څه دي؟

څارونکو دا دستکول واخیست او ادارې ته رهي شول، نجلۍ په اداره کي ناسته وه
او له سترګو ئې د اوښکو داسي بهېدې لکه باران چي اوري، ټولو ته ئې په قهر کتل چي
بهر به د یو عالم خلکو په مخ کي رسوا شم
.
دا ئې کښېنولې وه، د پوهنتون رئیس د نجلۍ دستکول را خلاص کړ، رئیس ږغ کړ ای
خدایه په دستکول کي څه ول، تاسي څه ګومان کوئ؟ په دستکول کي داسي څه منع شوي
څیزونه نه ول، نه بربنډ عکس و په خدای داسي څه نه وه چي د حیرانی لامل دي وګرځي خو
د ډوډۍ یو څو ټوټې وې او د کارول شوي سنډویچ یو څو برخي وې، بس همدا وې نور څه نه
ول
.
کله چي د دې لړۍ په اړه له دې نه پوښتنه وشوه هغې په ځواب کي وویل:

 دا چي ټولي نجوني زده کوونکي د سهار
ناشته کوي نو زه د ډوډۍ میدګي ټولوم څه يې خورم او څه يې خپل کور ته وړم. هو خپلي
مور او خويندو ته، تر څو چي هغوي ته د غرمې او شپې د خوراک لپاره څه پیدا کړم، زه
تنګ لاسي یم زما د روزلو څوک نشته، ان زما خبر هم څوک نه اخلي، زما د دستکول د
خلاصولو لامل یواځي همدا و  چي تر څو زما
په راز زما همصنفیاني پوه نشي ترڅو د دوئ مخکي شرمنده نشم
.
مګر تاسو زما سره داسې کار وکړ او پر ډاګ مو پریښودم- له ننه وروسته به زه
پوهنتون ته راتلای هم نشم، زما له خوا بې ادبي وشوه نو ددې له امله زه له تاسي
بخښنه غواړم، دا زړه راکښونکې منظره څه وه چي د خلکو له سترګو اوښکي لکه باران
رواني وې،  ټولو د دې نجلۍ د ایسارولو کوښښ
کاوه مګر له دې ورځ وروسته هغه پوهنتون ته رانغله!!!

فهيم صافى


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/58...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس