مصر
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د مصر جمهوری دولت چي په انګرېزۍ کې ورته Egypt وایي، د شمالي افریقا عربي هېواد دی. ددې هېواد تقریبا ټوله برخه په
افریقا لویه وچه کي موقعیت لري.
د سینا سارا او سویز کانال یو څه برخه یې په اسیا کي موقعیت لري.
دې هېواد د مځکې۱،۰۰۱،۴۵۰ کیلومتره مربع سیمه نیولې، د غزې په پټۍ کي
له فلسطين سره په سویل کي، سوډان، ليبيا او شمال او
ختیځ لورو ته د مدیترانې او سور بحر سره بریدونه لري.
د مصر هېواد د نړۍ له پینځلسو نامتو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.د ۷۷
ملیونو ډېري برخه یې د نیل رود پر غاړه،
چېرې چي کرنیزه او حاصل خیز زږمکې شتون لري، ژوند کوي. د زمې دېرې برخه یې د سحرا
دښتو نیولي دی، چي دا دښته بېخي د اوسېدو وړ نه ده.
د ګڼمېشتو ښارونو څخه یې د قاهرې او سکندریې ښارونه یادولى سو.
د مصر هېواد د هغو اهرامو له وجي په نړیواله کچه پېژندل کېږي، کوم چي
د فرعوني واکمنو لخوا د خپلو مړو د ښخولو لپاره جوړکړل سوي دي.
دا اهرام د نړۍ په
اریانوونکو ودانۍ او څلو کې شمېرل کېږي.
د غزې اهرام، د کرنک عبادتځای،
او د بادشاهانو دره، او د هغو کیندنو او انځوریځو دیوالونو په واسطه په نړیواله
کچه پېژندل کېږي.
نن سباد مصرهېواد د سیاسي او کولتوري اړخ څخه د هرچا د پام وړ دی، او
د منځني ختیځ هېوادونو په سیاسي او پوځي ادلون بدلون کې ښه کارنده ونډه لري.
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/58...