صفحه نخست > دیدگاه > د جنوبي کوریا دولت افغان مامورینو ته تخصصي زدکړي ورکوي

د جنوبي کوریا دولت افغان مامورینو ته تخصصي زدکړي ورکوي

میرویس جلالزی
پنج شنبه 6 جون 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

یوه افغان ډله چې د کرهنی او کلیوالي بیارغاونې کارکونکي پکې شامل دي د جنوبي کوریا مرکز سیول ښار ته رسیدلي تر څو هلته د نوي کلیوالي خوځښت له هغو کارکونکو زدکړي وکړي چې د جنګ ځپلي جنوبي کوریا په اوسنی پرمختګ کې لول لاس لري.
د نیو ویلیج موفمینټ New Village Movement دغه برنامه په کوریا ټاپو وزمه کې تر جګړې وروسته په جنوبي کوریا کې پیل شوه او دغه ملک یي په ډيره لږه موده کې په بي ساري ټوګه له اقتصادي ستونزو وژغوره.
د ۱۹۵۰ کال کې کورنۍ جګړې کوریا له خاورو سره خاوري کړي وه او دغلته په ۱۹۶۰ کال کې کلنی سړي سری عاید ۷۹ ډالره وو.
هغه حد چې ډیری خلک یي د فقر تر کرښي لاندي ول.
خو د Saemul Undong یا کلیوالي نوي خوځښت برنامه په ۱۹۷۰ کال کې پیل شوه چې نن صبا یي خلک د جنوي کوریا د اقتصادي تحول یو ستر ګام يي بولي.
ویل کیږی د جنوبي کوریا د کویکا KOICA ادارې په مرسته به دغه افغان ۱۵ کسیزه ډله د دغه هیواد په بیلا بیلو ښآرونو کې د نوي کلیوالي خوځښت د پيل، بهیر او پرمختګونو په اړه معلومات تر لاسه کړي او تمه کیږي چې هیواد ته په ستندیدو دغه مهارتونه په عمل کې په کلیوالي سیمو کې پلي کړي.
افغانستان چې ډيری خلک یي په کلیو کې ژوند کوي دمګړۍ په ناوړه اقتصادي حالت کې قرار لري آو د جنوبي کوریا دولت او ملګرو ملتونو پراختیايي اداره هڅه کوي د دغه هیواد د کلیو او کرهني په رغونه کې مرسته وکړي.
د کویکا ادارې مشرتابه پر وینا چې د ۲۰۱۳ کال په لړ کې به ۱۲۰ تنو ته په دغه برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې په مټ تخصصي زدکړي ورکوي.
د کویکا له ادارې څخه په یوه خپره شوی خبر پاڼه کې راغلي چې د دغه سفر بله موخه دا ده چې د افغانستان د ملکي برخي کارکونکي تخنیکي وړتیا تر لاسه کړي تر څو څرنګه کولای شي د افغانستان د کرهنې او کلیو د پرمختګ په برخه کې لا فعاله ونډه واخلي
ټاکل شوي چې د کویکا اداره په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د اقتصادي پرمختګ پالیسي د افغانستان د چارواکو په کچه، د عامه سکتور مدیریت، سیمیزه حکومتولي، د روغتیا پالیسي او مدیریت، د کلیوالي ښځو اقتصادي په ځان بساینې، د ټولنیزو روغتیايي خدمتونو پراختیا، تجربوي پالیسي او د سیستم د انکشاف په برخه کې ګډوړن والو ته زدکړي ورکړي.
د دغې برنامې یوه ګډون وال حیات الله چې د کرهني وزارت څخه دی د کوریا له دولت څخه مننه وکړه او زیاته یي کړه چې دوي به په دغه دری اونیزه برنامه کې هغه څه چې زده کوي افغانستان ته په ورتګ له خپلو همکارانو سره شریک کړي او د کوریا د خلکو د پرمختګ تجربې به افغانستان ته له ځان سره یوسي.
نوموړي د جنوبي کوریا او افغانستان د خلکو ملګرتیا بي ساري او ډیره ټینګه وبلله.
ټاکل شوي چې د افغان دولت د کرهني او د کلیو د پراختیا وزارت دغه ۱۵ کسیزه ډله د دریو اونیو لپاره په سیول کې پاتي شي او هلته به یي ټولي چاري د کویکا دفتر له لوري تنظیميږي او مالي او تخنیکي چاري به یي هم د کوریا د نړیوال پراختیایي ادارې پر غاړه وي.

د کوریا دولت د طالبانودواکمنۍ له ړنګیدو وروسته په افغانستان کې فعاله ونډه اخیستي او له دغه هیواد سره یي په بیلا بیلو برخو کې مرستي کړي دي.
په تیره بیا د کلیو د پراختیا او افغان ځوانانو ته د مسلکي زدکړو د مرکزونو د جوړولو په برخه کې د دغه ملک له څو ملیون ډالري پروژو یادونه کیدای شي.
دمګړۍ د جنوبي کوریا دولت د افغانستان په پروان ولایت کې یو روغتون او په چاریکارو او کابل ښار کې د مسلکي زدکړو دوه مرکزونه هم لري چې له افغان دولت سره ېې په ګډه پر مخ بیايي.
د افغان- کوریا په نامه له دغو مرکزونو څخه تر اوسه پوري په سلهاوو ځوانان د موتر د ترمیم، نجارۍ او کمپیوټر له زدکړو وروسته فارغ شوي دي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس