تا چې څه ويلي: د صدیق الله بدر لیکوالي
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د صدیق
الله بدر لیکوالي
لیکواله: نعیمه
غني
یادونه: دا
لیکنه د ۱۳۹۲ کال د ثور په پنځه لسمه نېټه، د قلم نړيوالې ټولنې په هغه غونډه کې،
چې د
صدیق الله بدر د ادبي خدمتونو د درناوي په خاطر جوړه شوې وه؛ اورول شوې ده.
*********************************************************************
که څه هم
د ښاغلي صدیق الله بدر له نوم سره زما لومړۍ پیژندګلوي د کلید او
مرسل مجلو له لارې شوې. ځکه په هغه وخت کې یوازنۍ د مطالعې منبع چې ما لرله همدا
مجلې وې چې زموږ د ولسوالۍ بازار ته به په منظم ډول راتلې او خرڅیدلې. هغه وخت په
دې مجلو کې هر لیکوال او یا به هم ووایم د کلید ګروپ هر غړی ما او زما په شان نورو
کلیوالو نجونو ته له یوه اتل نه کم نه وو، ځکه چې یوازې دوی او دا ډول څو ګوته په
شمار لیکوال او ژورنالیستان وو، چې دا فکر ورسره و چې یوازې د لویو ښارونه خلک نه
دي چې مجلو، اخبارونو او د نورو لیکل شویو اثارو مطالعې ته ضرورت لري، بلکې په
لیرې پرتو سیمو او کلیو کې هم داسې یو نیم کس پیدا کیږي چې د مطالعې لپاره تږی دی
او دا یې خپله دنده ګڼله چې د هغوی غم وخوري، ورته کار وکړي او دا تنده یې خړوب
کړي. خو زما دا لیکنه د ښاغلي صدیق الله بدر په هغو فعالیتونو چې په کلید ګروپ کې
یې کړي، نه ده. بلکې غواړم په هغو ارزښتناکو لیکنو کوم چې نوموړي په خپل شخصي
ویبلاګ(د لونګو دریڅې) کې د بیلابیلو چاپ شویو کتابونو د پیژندګلوۍ او خبرتیا په
هکله کړې دي څو ټکي درسره شریک کړم.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-478.aspx