رفتن به محتوای اصلی
د قرآن کرين د تلاوت سجدې په اړه

د قرآن کرين د تلاوت سجدې په اړه

زمان مطالعه: ( کلمه)
همرسانی:

په قرآنكريم كې ټولې (14
) سجدې دي او د سجدې لرونکي آيتونه په قرآنكريم كي د (السجدة) په توري په نښه شوي
دي , او په خوا كي يې ورسره شمېره هم ليكلي وي چي دا لومړۍ سجده ده يا دوهمه
يا دريمه يا............يا څوارلسمه .

دسجدې دآيت دتلاوت په پای
كي دسجدې كول واجب دي , او دسجدې كولو طريقه يې داسي ده چي :

كله يې دسجدې آيت تلاوت
كړ نو پورته دي شي او نيت دي وكړي چي :

 

نويت ان اسجد لله تعالى ,
لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة
الشريفة

 

كله چي يې دا نيت وكړ نو
دتكبير (الله اكبر) په ويلو سره به د لاسونو پورته كولو او ركوع كولو پرته سيخ
سجدې ته ولاړشي او يوه سجده به وكړي او په هغې كي به درې يا پنځه يا اووه ځله
تسبيح (سبحان ربي الاعلى ) ووايي او سربه راپورته كړي .

 

Poems for the Hazara

The Anthology of 125 Internationally Recognized Poets From 68 Countries Dedicated to the Hazara.

Order Now
ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس