تريخ ژوند
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د بگرام هوايي ډگر رامنځ ته کیدل
پر افغانستان باندی د پخوانی شوروي د یرغل پر مهال په همدې ولسوالۍ کې
یو لوی هوايي ډگر جوړ شو او له مسکو څخه رارسیدونکې او دې ښار ته تلونکو
الوتکو به له همدې هوایي ډگر څخه پروازونه کول.هغه وخت په دې هوایي ډگر کې
کوم زندان موجود نه وو او یوازي د هوايي قواوو صاحب منصبانو ته په کې د
استوګنې څو بلاکونه په پام کې نیول شوي ول.
د هوایي ډگړ خرابیدل
په ۱۳۷۵ او ۱۳۷۶ کلونو کې د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د نښتو په
پایله کې د بګرام هوايي ډگر ته سخت زیان واوښت. هغه وخت دغه سیمه تر ډیرې
مودې پورې د ښکیلو غاړو د جګړې لومړۍ کرښه وه.
د امریکايي ځواکونو اډه
کله چې د طالبانو واکمنۍ ړنګه شوه ایتلافي ځواکونو د بګرام هوايي ډگړ په
خپله ولکه کې راوست او دغه سیمه يې د خپلو الوتکو د ناستي پاستي له پاره د
یوه لوی مرکز په توگه وټاکله.
له .dw. څخه په مننه
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/54...