ډبۍ که د پرمختګ سبول
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
له نن څخه ١٨٠ کاله مخکي يو
ساده کلى و چي د ابوظبۍ د مشايخو تر تصرف لاندي اداره کيده.
په کال ١٨٣٣ م کي شيخ مکتوم بن بطي آل
مکتوم د خپلي کورنۍ او خيښانو ٨٠٠ کسيزه ډله د امارت ابوظبۍ څخه ودې کوچني
کلي ته را وکوچول او هلته يې د آل مکتوم قبيلې حکمراني تاسيس کړه، تر دې وړاندي
دبۍ يو کوچنى کلى و او د نور کلو سره يې هيڅ توپير نه درلود.
نن ورځ ډبۍ د نړۍ په سطحه د سوداګرۍ
ستر مرکز دئ، که څه هم د ډبۍ اقتصاد پر تيلو او نفتو ولاړ دئ ولي ډير عايد
يې د جبل علي په سيمه کي پر بهرنيو اتباعو باندي د مځکو پلور دئ، چي هغوى پدغو
سيمو کي د اوسيدلو، سياحت، ترانزيټ، سوداګرۍ او نور برخو کي کار کوي
نن ورځ ډبۍ په نړۍ کي د سوداګرۍ،
تفريح ورزش او سياحت د لوى مرکز په توګه مطرح دئ، او د ډيرو نړيوالو توجه يې جلب
کړې ده.
په ٢٠٠٠ کلو کي چي نړۍ د اقتصادي
کرکيچ سره مخ سوه ډبۍ هم د لويو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه او ٣ کاله يې سختي
ربړي وګاللې، ولي د پرلپسې کار او ښې رهبرۍ په برکت په ٢٠١٢ م کال کي ډبۍ د
نړۍ ٢٢ د لوړي بيې ښار ونومول سو او په منځنۍ اسيا کي يې اول مقام خپل کړ.
وګورئ چي ډبۍ د ختيځ او لويديځ د يوې
ناوي په څير څومره ښايسته ده.
نور په زړه پوري تصويرنه لاندي
د بشپړ مطلب
په برخه کي وګورئ
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/52...