افغانستان په لنډو کي
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
افغانستان ( د افغانانو مېنه ) په
مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کي راګير هېواد دى.
دا
هېواد، چي پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد
شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې
اريانا او خراسان ځاى ونيو.
ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني
امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود،
په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په
١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې
پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې
رسېده .
د احمدشاه باباامپراطوري وار په وار د
ده د لمسيانو او بيا دمحمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه .
د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :
د افغانستان شمال او سوېل
لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې
دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره ٢٤٣٠ کيلو متره ،
په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤
کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له
تاجکستان سره ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي
پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او
پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو
او ٣٩٨ ولسواليو وېشل شوى دى.
د افغانستان ٣٤ ولايتونه :
ژبې
په افغانستان كې څه باندې ۳۰ خپلواكه ژبې شته چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ور|باندې په مختلفو ګړدودونو خبرې اترې كېږي.
مذهب
په مذهبي توګه د افغانستان ۹۹% سلنه وګړي مسلمانان دي، چې لدې ډلې څخه
له ۸۵% تر ۸۹% پورې سني او ۹% تر ۱۵% شيعه جوړوي او يو په سلو کې د نورومذهبونو پيروان،لکه هندوان ،سکان او
ډېر کم عيسويان جوړوي
ښوونه او روزنه:
په ملي کچه په هغو کسانو کې ، چې تر ۱۵کلونو لوى دي، د لوست ليک اندازه ۳۴په سلو کې ده ، د نارينه وو په منځ کې د سواد کچه
٤٣،١ په سلو کې او په ښځو کې بيا دغه کچه له۱۰څخه تر ۱۵په
سلو کې ده.
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/52...