الله په ریښتیا وجود لري؟
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
درې (۳) پوښتني
يو
ځوان د زده کړو لپاره له هیواده بهر تللی و.
کله
چي راوګرځېد نو له خپل پلار څخه یې وغوښتل
چي یو
دیني عالم او متخصص وروپیژني
تر
څو د هغه درو (۳) پوښتنو ته ځواب ووايي.
بالاخره د هغه پلار وتوانید
چي
یو اسلامي عالم ورته پیدا کړي.
ځوان وپوښتل ته
څوک يې،
ایا ته زما پوښتنو ته ځواب راکولای سې؟
دیني
عالم وويل زه د الله جل جلاله بنده
یم او
ان
شاالله چي ستا د پوښتنو ځوابونه به درکړم.
ځوانورته وويل آیا
ته باوري يې؟
ځکه
ډیرى پروفیسران او متخصصین ددې
وړ نه وه
چي
زما ځواب ووايي.
دیني
عالم: زه به دالله په مرسته خپله پوره هڅه وکړم
چي ستا
ځواب ووایم.
ځوان
وویل: زه درې(۳) پوښتنې
لرم:
اوله
پوښتنه: آیا خداي شتون لري؟
که
وي، نو د هغه بڼه راته وښیه؟
دویمه
پوښتنه: تقدیر څه ته وایي؟
دریمه
پوښتنه: که شیطان له اور څخه پیدا سوى
وي،
ولي
په اخر کي دوزخ ته غورځول کیږي،
په
داسي حال کي چي دوزخ هم له اور څخه جوړ سوى دئ؟
دوزخ
به په حقیقت کي هغه ته هیڅ ضرر ونه رسوي ځکه
چي دوزخ
او شیطان دواړه له یو شي (اور) څخه جوړ سوي.
آیا
خدای ددې په اړه څه فکر کړی و؟
عالم
یو ناڅاپه دغه ځوان د هغه پرمخ یوه کلکه څپیړه وواهه.
ځوان
(د قوي درد په حس کولو) وویل:
ولي
ماته په غوسه سوې؟
ديني عالم: زه
په غوسه نه یم.
دغه
څپیړه ستا د درې واړه
پوښتنو ځواب دی.
ځوان: زه
پوه نه سوم.
ديني عالم ورته وويل تا
زما له څپیړې وروسته څه احساس وکړ؟
ځوان: بلي،
ما د درد احساس وکړ.
ديني عالم: آیا
ته باوري يې چی دا درد شتون لري؟
ځوان: بلې ، هو
ديني عالم: ماته
ددې درد شکل او صورت وښیه!
ځوان: زه
یي نه سم ښودلاي.
ديني عالم: دغه
زما ستا لپاره اول ځواب دی.
مونږ ټول د الله شتون غیر لدې
چي د هغه صورت وګورو احساسوو....
آیا تا تیره شپه خوب لیدلی و چي زه به تاته څپیړه
درکوم؟
ځوان:
نه
ديني عالم: دې ته
تقدیر وايي،
او دا ستا د دوهمي
پوښتني ځواب سو.
ما
چي ته په کوم لاس ووهلې،
دا
لاس د څه شي څخه جوړ سوى؟
ځوان: ستا
لاس له غوښي جوړ دی.
ديني عالم: او
ستا مخ له څه شي جوړ دی؟
ځوان: له
غوښي څخه.
ديني عالم: زما
له څپیړي وروسته دي
څه احساس وکړ؟
ځوان: د
درد احساس
ديني عالم: همداسې
ده.
او
دا ستا د دریمی پوښتنی ځواب سو.
سره لدې چي شیطان او دوزخ دواړه
له یو شي (اور) څخه جوړ دي
خو
بیا هم که الله وغواړی نو دوزخ به ورته د عذاب یو سخت ځای کړي.
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/52...