د لرغوني يونان خديان
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د لرغوني يونان د خدايانو پيژنده
يونان هغه ټولنه ده چي د اولسواکۍ لومړنى بنسټ
هم هلته ايښودل سوى، ولي بيا هم په خرافاتو او چټياتو کي غرق وه
د مختلفو خدايانو و عبادت ته معتقد وه، دوى د يو
خداي وجود ته عقيده نه درلودل نو ځکه يې د ډيرو خدايانو عبادت کاوه
د دوى د څو
خدايانو نومونه پدې ډول دي
۱- زيوس Zeus
زيوس د دوى د خدايانو مشر او رئيس و،
چي د اسمان خداي د برېښنا تالندي او نور خدايان دده د نسله ګڼل کيدل.
زيوس د خپلو اولادو او ميرمنو سره د
چلند په اساس په ښځو کي ډير بدنامه و.
۲- هرا Hera
هرا د خدايانو ملکه او د ودونو الهه ګنل
کيده د زيوس ميرمن او خور وه،
دا د ښايسته
ترينو خدايانو خخه شميرل کيدل.
۳- افروډیټ Aphrodite
افروډيټ د ميني، ښايست، کوتري، مرغه،
د عسلو دمچيو، مڼې (سيب) ، الهه وه، دې الهې
شهواني تمايلات خورا ډير وه په ځانګړې توګه د خپل ورور آرس سره.
٤- پوسایډون Poseidon
يوسايډون د سمندرنو، زلزلو، او افتونو
خداى شميرل کيدئ درې ښاخه نيزه او غوايې دده نښه وه
٥هرمس Hermes
هرمس
د تجارت، غلا، او خبرو خداي و، لکړه او پر تاو سوي دوه ماران يې سمبول و.
۶- آپولو Apollo
آپولو د زيوس ځوان زوى او د آرتميس
غبرګولى ورور و، دى د لمر، ښايست، شعر،
موسيقي او رڼا خداى ګڼل کيدئ
۷- دیونیسوس Dionysus
ديدنيسوس د شرابو رب النوع پيژندل کيدئ
۸- آرتمیس Artemis
آرتيميس د مياشتي، ښکار او بکارت الهه وه. دا الهه د هميشه ځواني اوښايستې په نوم
پيزندل سوې وه
۹- هفائيسټوس Hephaestus
هفائيسټوس د اور او فلزکاري خداي شميرل کيدئ.
۱۰-
دیمیتر
Demeter
ديميتر کښت کروندې ، او له مځکي څخه د ګټي اخيستني خداي و
۱۱- آرس Ares
ارس د خدايانو په منځ د ليوني په نوم
شهرت درلود،
دى په جګړه کي د وحشي خداي په نوم ياديدئ
۱۲- آتنا Athena
آتينا د يوناني خدايانو په منځ کي ډير
محبوب وو،
دى د عدالت، ښايست په نوم مشهوره و.
انيتا زيوس د اولي ميرمني زوى و.
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/50...