تخنوني
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د ارواښاد استاد نوميالي (تخنوني)
دسرکس لوبه جاري ســــــوه - ماټو کښېنوست پر چوکۍ
نـــــــور يې هر څه د زمري وه - خــــــــو
مانده و په لکۍ
---
چــــرسي نه دئ د چا زوى- تــــارياکي
دوه په ايکي
پــوډري چي باندي راغى - ريخ يې و ايست پيـشکي
---
ټکه راغله له اسمانه - ملک خالي ســــو
له مړو
آس د شا پر خوا قيضه سو - چي ملک مو سو
(بلو)
---
پلاره سترګي دي ړندې سه - تا اخته کړم په بلا
ديدنۍ مي دي سي خاوري - چي هم پک دئ هم
ملا
---
د ټمبه غوايي له بېخه - ساه وتله په تيزي
ده ول دغه بازسازي ده - ما ول داده باد سازي
---
پر دا خپله سوټه ناست وي_ بل ته نه ورکوي
لار
چي يو ځلي باندي کښېنوست_ زموږ هر نوى صوبه دار
---
هى توبه مکاري چرګي _ ستا له دغي دوه رنګۍ
چي کوټ کوټ لرې و ماته _ بل ته اچوې اګۍ
---
سوشلزيم معمـــــا وه – سد مو
نه په رسيده
خو چي زموږ په برخه راغى _ شوده ليزم
ښکاريده
---
رباني ول په کابل کي _ واک مي ټوله و
منلى
د کرزي دولت به څه وي _ خارجيانو دئ تپلى
—
انډيواله راځه پرېږدو _ له يوه سره ګيلې
په ګيلو له لاسه وزي _ ښه وختونه د مېلې
—
راځئ ټوله له نفرته _ تصفيه کړو خپله وينه
په يوه انسانستان کي _ مينه ولمانځو په
مينه
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/50...