صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د پښتو ژبي ستر او نوميالی استاد

د پښتو ژبي ستر او نوميالی استاد

Hask
چهار شنبه 20 مارچ 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

 د پښتو ژبي ستر او نوميالی استاد پروفيسور

کانستانتين الکساندريوويچ لېبېدېف

پروفيسور کانستانتين الکساندريوويچ لېبېدېف

دپښتو ژبي ستر استاد د ۱۹۲۰ کال د مارچ په شلمه د مسکو د څنډو د کالمنسکي په ښارګوټي کي
پيدا شوی دی
. په
سیمه کي د ښوونځي تر پای ته رسېدو پر
۱۹۳۹ کال د مسکو د ختيځ پېژندني په انستیتوت کي ئې ، دپښتو ژبي زده
کړي پیل کړي دي.

  پر ۱۹۴۲کال
همالته استاد شوی دی
.
له ۱۹۴۹ تر ۱۹۵۴
پوري د پښتو ژبي او ادب د څانګي د مشرتابه کفیل پاتي شوی دی

له ۱۹۶۷ تر ۱۹۶۹
پوري د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د نړیوالو اړیکو د انستیتوت مرستیال او
هممهاله دپښتو ژبي استاد و
.
له ۱۹۸۱ نه تر ۱۹۸۶
پوري د مسکو د دولتي پوهنتون د آسیا او افریقا د انستیتوت د فلالوژۍ د څانګې مشر
.
۹۳
کلن استاد ، لا تر اوسه هم د هماغي
څانګي استاد او په هغه انستیتوت کي د پښو ژبي او ګرامر تدریس کوي.
 که څه اوس زیات کار ته ورتلای نه شي .


آثار :
۱- د پښتو ژبي گرامر ، ۱۹۴۵ ( ۱)
۲- د افغانستان افسانې ، قصې او شعر ، ۱۹۵۳
۳- پښتو ژبي گرامر ، ۱۹۵۶ (۲)
۴-په روسيه کې د پښتو ژبې زده کړه . ۱۹۵۸
۵-کوچنی دايرة المعارف ، ۱۹۶۱
۶-د روسي ژبې د زده کړې درسي کتاب ، پښتو ژبه (۱) ۱۹۶۱
۷- روسي- افغاني جيبي قاموس ۱۹۶۲
۸-څرنګه کولای شو د زده کړې لپاره جالب درسي کتاب تيار کړو؟ ۱۹۶۳
۹- روسي- افغاني جيبي قاموس ۱۹۶۷
۱۰- افغاني متلونه ، ۱۸۶۷
۱۱-د روسي ژبې د زده کړې درسي کتاب (۲) ۱۹۶۷
۱۲-په پښتو ژبه کې فعل اوقيد ، ۱۹۶۹
۱۳- د روسي ژبو لپاره د پښتو درسي کتاب ، ۱۹۶۹لومړی کتاب .
۱۴- پښتو ژبې گرامر ، ۱۹۷۰ .
۱۵ - افغاني قصې او افسانې ، ۱۹۷۲
۱۶- دپښتو ادبیاتو زده کړه ، منتخبات ، ۱۹۷۲ .
۱۷- افغاني افسانې ، ۱۹۷۲
۱۸- د دویم او درېیم کال لپاره پښتو ژبې د زده کړې د مقالو مجموعه
،
۱۹۷۲
۱۹-د څلورم کال لپاره پښتو ژبې د زده کړې د مقالو مجموعه ، ۱۹۷۲
۲۰-د پنځم کال لپاره د مقالو مجموعه ، ۱۹۷۳
۲۱- شرقي ژبې او ادبيات ، ۱۹۷۳
۲۲- پښتو قاموس ۱۹۷۳
پښتو - روسي

۲۳- د پښتو ژبې د گرامر جدول ، ، ۱۹۷۳
۲۴- افغاني کلاسيکه شاعري ، ۱۹۷۵
۲۵-پښتو قاموس ۱۹۸۳
پښو - روسي

۲۶- د ژبې او ادبياتو مسئله ۱۹۸۳
۲۷- ، د پښتو ژبې
زده کړې ،
۱۹۸۳
۲۸- د لومړی کال لپاره د پښتو ژبې د زده کړو کتاب ، د مقالو مجموعه
،
۱۹۸۳
۲۹- د دویم او درېيم کال لپاره د پښتو ژبې ، مقالو مجموعه ، ۱۹۸۳
٣٠-افسانه اوشعر ، ترجمه ، ۱۹۸۵
۳۱-پښتو-روسي قاموس ۱۹۸۵
۳۲- افغاني ولسي شاعري ، ۱۹۸۵
۳۳- د بنگ مسافری
او نورو داستانو ژباړه، له پښتو نه روسي ژبې ته د نورمحمد تره کی،
۱۹۸۷
۳۵-پښتو ژبې گرامر ، ۱۹۸۸
۳۶د روسي ژبو د زده کړې لپآره پښتو ګرامر ، ۱۹۹۲
۳۷- په تاریخي او اوسنۍ زمانه کې افغان ولس ، ۱۹۹۷
۳۸- د روسيې ژبو لپاره د
پښتو ژبې زده کړې ، ،
۱۹۹۷
۳۹
مختصر اسلامي قاموس ۱۹۹۷
۴۰-پښتو-روسي درسي قاموس ۲۰۰۰ .
۴۱- د ديپلوماسي اصطلاحاتو قاموس ، ۲۰۰۲
۴۲
پښتو- دری او روسی درسي قاموس ، ۲۰۰۹
او داسې نورکتابونه او ډېرې مقالې او
ژباړې
.

 ليکوال استادبهاند


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/49...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس