صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > ددوستۍ تړون

ددوستۍ تړون

Hask
سه شنبه 19 مارچ 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


دمځكي پرمخ ډير ښارونه كلي اوخلك دي چي په
مختلفو شرايطو او حالاتو كي ژوندكوي ، په همدې لحاظ په يوښاركي يو ډير مالداره سړى
وو چي په يوه ولسوالي كي يې يو بل شته من زمينداره ملګري درلودئ د دوي ترمنځ دا
عادت وو چي هركله به يي زړه وغوښتۍ د خپلي كورنۍ سره به يي ښار يا كلي ته سفركاوه
اوڅه د پاسه شل ديرش ورځي به يي تيرولي په دې ترڅ كي يوه ورځ دكلي خان او زمينداره
د خپل كوركهول سره روان سو او ښار ته ورسيدئ كله چي دخپل ملګري مهمان خاني ته داخل
سو ويې ليدل چي دملګري زوى يي ناست دى اوكتاب ورته غوړيدلئ دى ترسلام دوعا وروسته
هلك ولاړئ چي خپل پلار خبركړي خو خپل كتاب يې په همدې مهمان خانه كي پرېښودئ اوخپله
ولاړئ ، زمينداره سړي وغوښتل چي داكتاب وويني كله چي كتاب يي خلاص كړ وې ليدل چي
داسي پكښي ليكل سوي وه:

خان كاكا په لمړي ځل كي دوه اّسان اوخپل دكور
ټول ماشومان را وستل دومره پيسې د اّسانو د پاره خوراك دومره وريجي دومره غوښي
اوداسي نور. بيا په دوهمه پلا
...بيا په دريمه پلا... ،
زمينداره سړي چي داكتاب ولوست ډيره يي خوا بده سوه اوځان ورته سپك معلوم سو،خير كله
چي دده ملګرى راغى ترسلام دوعا وروسته يې بيله ځنډه څخه ورته وويل : شاباش : څومره
ښه دوستي ، زما د كلو كلو د را تللو حساب اوكتاب سره دخرڅه ليكي
.او
پرما باندي د خرڅ احسان اچوي ؟ ښاري سړى چي پوه اود فكرهوښيار وو په خندا سو او
خپل ملګري ته يې وويل: عجيبه ښه خبره دي وكړه ، ددې ليكلو مقصد دانه دى چي زه پرتا
احسان اچوم اوياهم ستا نه ددې عوض غواړم مقصد دلته دادى چي هركله وغواړم ددوستۍ په
باره كي فكر وكړم سمدلاسه كتاب ته ګورم وينم چي مادا دوستي په دومره زياتو پيسو
پيدا كړيده او څنګه به څوك وكړاى سي زما دا سرمايه بيځايه او بيهوده تلف كړي او
يايي وغورځوي ځكه خو دا دوستي تر مرګه پوري پالم په دې باره كي يوفارسي شاعرهم
څومره ښه فردونه لري

 موي اين رشته رابه نقد جواني
* سفيدام
رافلك رايګان نداد خريده ام


پوښتنه: ددې مطلب اصلي مرام څه دى ؟
جواب : ګرانو ويونكوكمه لاره چي ما وخپل ځانته
پخپل ژوند كي ټاكلي ده هغه په سادګۍ اودمينا طوطي په شان د څو كلمو د زده كولو
نتيجه نه ده بلكه دميني محبت ايمان اوكاملي عقيدې هغه پخه سوي ميوه اوغوره كړه سوي
لاره ده چي د پروردګارعالم په رحم اوعطوفت سره زما په برخه سويده ځكه نو دمرګ تر
ساعته به ددې لاري په حقانيت اوحقوقيت باندي اعتراف وكړم ددې خپلي خبري د برملا كولود
پاره غواړم تاسي ويونكي پرما باندي شاهدان واوسۍ
.

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/49...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس