غوره وينا: شل غوره ويناوې
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
هره اوونۍ شل غوره ويناوې
ژباړه/ صدیق الله بدر
غوره ويناوې
۱- ستاسو په منځ کې بد زمامداران شته دي، که څوک يې خبرې تصدیق او په
ستمونو کې ور سره مرسته وکړي، زما له امت څخه به نه وي، زه د هغه پیغمبر نه
یم. (حضرت محمد ص)
۲- د
دنیا په ځای پر ځان مسلط شئ.(دکارت)
۳- دا
وېره ده چې مرګ تریخوي.(سقراط)
۴- خوشالي هغه پرېشاني ده چې موږ يې په لټه کې يو.(جبران خلیل)
۵- که له چا کومه تمه
ونه لرې ټول ستا دوستان دي.(رابندرنات ټاګور)
۶- هر څوک خپل ارزښت پخپله ټاکي.(ويکټور هوګو)
۷- څوک چې طالع ته ګوري،
له کلونو راهيسې مړ دی.(ارسطو)
۸- ډېری خلک چې له ازادۍ سره لیوالتیا نه لري له مسوولیت نه يې وېره لري.(زیګمونډ فرویډ)
۹- مينه هغه بلا ده چې ټول يې غواړي.(افلاطون)
۱۰- د ونو ژوند په حاصل کې دی. ونې حاصل ورکوي چې
ژوندي پاتې شي، که حاصل او میوه ورنه کړي، ژوند يې ختم دی.(جبران خلیل)
۱۱- هغه چا ته، چې د عدم تشدد فکر يې په ځان کې
روزلی وي، ټول عالم يوه کورنۍ ده،
نه پخپله په زړه کې وېره لري او نه نور ترې وېرېږي.(مهاتما ګاندي)
۱۲- د ازادۍ نغمه د زندان د پنجرو له منځه نه
راوځي.(جبران خلیل)
۱۳- هر ماشوم یو هنرمند دی، خو مهمه مساله "هنرمند پاتې کېدل" دي.(پیکاسو)
۱۴- د خلکو ترمنځ له هغو ديوالونو پرته، چې دوی
پخپله جوړ کړي، بل څه نشته.(تولستوی)
۱۵- د یوه منظم او پیاوړي ځواک په وړاندې، یوازې یو
منظم او پیاوړی ځواک د مقابلې وي.(البرټ انشتاین)
۱۶- نېکمرغه خلک
د نورو نېکمرغي غواړي. ( زردشت)
۱۷- غوسه په لېونتوب پيل او له
پښيمانۍ سره ختمېږي. ( فیثاغورث)
۱۸- ستاسو تر زړه هيڅوک هم تاسو ته ډېر نږدې او رښتنی نه دی، له هغه
چا لرې و اوسئ چې ستاسو زړه يې نه غواړي. (سقراط)
۱۹- عوام د
بډایانو او خواص د پوهانو درناوی کوي. ( افلاطون)
۲۰- پوهه هغه پانګه ده چې ستمکاران
يې لوټلای نه شي. (جبران خلیل)
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-470.aspx