ژوندى په تابوت کي
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
يو مسافر په ښار کي پر يوې ټولۍ پېښ سو چي ژوندى انسان يې
په تابوت کي اچولى او د قبرستان پر خوا يې وړي.
په تابوت کي
ژوندى انسان نارې اوچيغي وهي چي زما دي د الله او د هغه په رسول قسم وي چي زه ژوندى يم،
په والله بالله که مړ يم تاسو ما ولي ژوندى ښخوئ ؟
د تابوت تر شا
څو ملايان بې چرته او بې فکره ورپسي روان دي. يو ځاى يې خلګو ته مخ را واړاوه ويل دا کور
خرابى او ملعون درواغ وايي مړ دئ!
مسافر حيران پاته وو، ناچاره سو پوښتنه يې ځيني وکړه چي څنګه مړ دئ هغه خو نارې وهي چي ژوندى يم؟
يو ملا په ډيره سړه سينه مسافر ته کيسه شروع کړه، دا فاسق
انسان يو ډير شتمن تاجر وو بې اولاده وو، وارث يې نه درلود، څه موده وړاندي په سفر تللى وو.
څلور تنه عادل او خداي پېژندونکي شاهدان و قاضي ته راغلل او
شاهدي يې اداء کړه چي تاجر مړ سوى دئ.
قاضي يې هم شاهدي قبوله کړه،
او تاجر يې مړ اعلان کړ.
وروسته د ښار يو پاک او سپيڅلي انسان حاجي پير اخونزاده يې ښځه ځان ته په نکاح کړه، مال او شتمني
يې مولوي مجاهد صاحب ته ورسېده.
اوس دا درواغجن تر مرګ وروسته دژوند دعوه
کوي!
حال داچي د يو فاسق شاهدي د څلورو
خداي پيژندونکو او عادلو انسانانو په وړاندي مردوده او نه منل کيږي.
دادى اوس يې د قاضي صاحب په حکم و هديرې ته
وړو چي ژر يې ښخ کړو، ځکه چي دمړي ښخول واجب دي.
او دجنازې ځنډول شرعا او عرفا نا روا دي
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-475.aspx