بې ځايه نصيحت
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
بې ځايه نصيحت
د هوايې ډګر
په ترمينل کي يو نفر سر پر سر ګران بيه سګريټ
څکول.
يو اقتصاد پوه
دده د ډيرو او ګرانو سګريټو څکولو څخه په
تنګ سو.
مخته ورغلئ ويل وبخښئ ښاغلې!
تاسو د ورځي څو قطۍ سګرېټ څکوئ؟
سګرېټ څکوونکى:
ولي دي دا پوښتنه وکړه:
اقتصاد پوه: ددې
لپاره چي که تاسو ددې سګريټو پيسې جمع کړي واى.
هغه پيسې چي تاسو يې د همدې
سګريتو په خاطر و ډاکتر او دوا ته ورکوئ،سپمولي واى
اوس به مو هغسي الوتکه درلودلاى کوم چي و تاسو ته مخامخ ولاړه ده .
سګرېټ څکوونکي وويل: جناب تاسو سګرېټ څکوئ؟
اقتصاد پوه: نه زه سګرېټ نه څکوم.
کومه الوتکه
لرئ ؟
اقتصاد پوه: نه زه الوتکه نه لرم
سګرېټ څکوونکى:
مننه ستاسو له نصيحت څخه هغه الوتکه چي تاسي يې راته ښياست هغه زما ده
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-477.aspx