شوخي کاکړۍ
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
تر مرګيه بې ګالو
د اندېښنو نسته دارو
**
د نرۍ پر باړخوګانو
مرګى حق دئ ملايانو
**
د ګونۍ کميس به وکم
قران مه دئ که ملا وکم
**
نجوني ګرده پې وفا
که زما نصيب نسته مولا
**
ارمانونه د پوره سه
ناوکۍ په مخ د ښه سه
**
که راځې مړوند به تس کړم
سپين مړوند به در بالښت ګړم
**
**
سوړ سهار وخت د توبې
زما تر نازک لاندي وږې
**
سپينه خوله ازاد غاښونه
پر وياله مينځي غابونه
**
سترګي توري کړي نو راسي
موږ خوران له کاره باسي
**
پر سړک د چرګي پل دئ
ادې سپين زوى دي نوکر دئ
**
يوار راوړه سپين ځيګر بيا دي
ستا پلار پري کړي زما سر
**
ستا ورنونه خوند کوي
ذ کم لايق به دوا سي
**
ته چم بازه سوې ښايستې
ځکه مي زړه سو له تا پرې
**
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-423.aspx