صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > څوک يې اوري، څوک يې نه اوري؟

څوک يې اوري، څوک يې نه اوري؟

Hask
جمعه 25 جنوری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


سړى
متوجه سو، چي د مېرمني غوږونه يې درانده سوي او د اورېدو حس يې کم سوى دى
.
زړه
کي يې وويل، چي مېرمن ئې بايد د اورېدو اله وکاروي، خو نه پوهېده چې هغې ته څنګه
قناعت ورکړي، له همدې امله يو ډاکټر ته لاړ او له هغه سره ئې دا ستونزه شريکه کړه
.

ډاکټر
ورته وويل: د دې لپاره چي ماته دقيق ووايې، چي د مېرمني د نه اورېدو ميزان دي څومره
دى، يوه کوچنۍ او ساده ازموينه بايد وکړې، دا کار وکړه او بيا راته ووايه
:

(( لومړى د څلورو مترو په فاصله کي پر
هغې معمولي ږغ وکړه، که ئې وانه ورېدل، همدغه کار په درې مترۍ کي وکړه، وروسته په
دوه مترۍ کي او په همدې ډول تر هغې چي ځواب درکړ)).


په
دغه شپه ئې مېرمن په اشپزخانه کي ماښامى تيارولو او خاوند ئې په کوټه کي ناست و.
سړي ځان سره وويل، چي همدا اوس زما او د هغې تر منځ کي شاوخوا څلور متره فاصله ده،
بايد امتحان يې کړم
.

نو
په عادي ږغ يې له مېرمني وپوښتل
:
((ګرانې، د ماښام لپاره څه پخوې؟ ))

ځواب
يې وانه ورېد او يو متر د اشپزخانې پر لور ور نژدې سو او بيا يې همدغه پوښتنه وکړه
او بيا يې هم ځواب وانه ورېد. بيا يو متر نور هم ورنژدې سو، خپله پوښتنه يې تکرار
کړه، خو بيا يې هم ځواب وانه ورېد. دا ځل ښه نژدې ورغلى او له غوږ سره نژدې يې
ورته وويل: ((ګراني د ماښام لپاره څه پخوې؟ ))


ښځي
ورته وويل: خداى وهلې کوڼ يې!؟ څلور ځلي مي درته وويل، چي د چرګي غوښه پخوم
!
ستونزه،
ممکن په هغه ډول چي موږ همېش فکر کوو په نورو کي نه وي، ښايي په موږ کي وي
.



ژباړه:
ميوند فدا


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-382.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس