صفحه نخست > دیدگاه > ښځینه پولیسي له جنسي ځورونو سره مخ دي

ښځینه پولیسي له جنسي ځورونو سره مخ دي

میرویس جلالزی
يكشنبه 20 جنوری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

فریبا چې کله د افغانستان له ملي پولیسو سره یو ځای شوه سمدستی یي پر ځان مستعار نوم ( ښامار) کیښود تر څو د خپل وطن سنتي دود او دستور مات کړي او داسي وظیفه تر لاسه کړي چې نوري ښځي ورته زړه نه ښه کوي.
دا د غرب برنامه ده چې د یوه نوي افغانستان لپاره ښځني پولیسي هم وروزي او د قانون د حاکمیت په برخه کې ترینه کار واخیستل شي.
پینځه کاله وروسته، دا اوس هڅه کوي چې د خپلو نارینه همکارانو له جنسي تیریو ځان وژغوري.
اوس دا اندیښنې هم را منځ ته شوي چې حکومت د بودیجې د کمښت له کبله غواړي د خپلو سرتیرو شمیره کمه کړي چې پکې به نجوني سرتیري هم شامل وي او هغوي به به اوسنیو دندو لري کړي.
د پولیسو په لیکو کې نجوني او ښځي د افغان او غرب له خوا په یوه نوي افغانستان کې د هغوي د حقونو د څرګندولو لپاره د یوه نمایشي څیز په توګه استخدام شوي دي.
هغه انځورونه چې یوه افغان ښځینه پولیسه او وسله یو ځای ښيي په نړیواله کچه د ټلویزیونونو له لاري خپاره شوي په خاصه توګه د افغان ځوانو میرمنو تر منځ ډیر مینه وال لري.
خو له برقې ( حجاب) څخه د زیتوني رنګه پوځي یونفورم تر اغوستلو ډیره ستونزمنه لاره په مخ کې ده.
د رويترز خبري آژانس د یوې نظر پوښتني له مخې چې د پلازمیني کابل له بیلا بیلو برخو ېې له ۱۲ ښځینه پولیسو تر سره کړي موندل شوي چې، ښځینه پولیسي له جنسي ځوروني، جنسیتي تبعیض او ازار ازیت څخه شکایت کوي.
دا شکایتونه د هغوي له نارینه پولیس همکارنو څخه کیږي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي پلان دا دی چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري کله چې بهرنی سرتیري له افغانستان څخه وزي لږ تر لږه ۵۰۰۰ ښځینه پولیسي د کورنیو چارو وزارت په تشکیل کې ولري.
خو حکومت دا له پامه ایستلي چې داستخدام پروسه ډیره کمزوري، او په افغاني نارینه سالاره ټولنه کې ډیري کمي ښځي د پولیسو په لیکو کې شاملیدو ته زړه ښه کوي او په داسي حال کې چې اوس په ټولو پولیسو کې ۱۸۵۰ تنه ښځي دندي للري چې د سلنې له مخې یو اعشاریه دوه نیم سلنه ښيي.
فریبا چې غواړي دوهم نوم یي باید پټ وساتل شي وایي کله چې بهرنیان له افغانستان څخه ووزي حالات به ډير خراب شي ، مونږ به بیا برقي اغوندو او بازار ته به نه شو وتلای، طالبان بیرته راځي او ټول په دې پوهیږي.
له هغه راهیسي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې ړنګ شوی د ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی.
اوس ښځي دا حقونه لري چې زدکړي وکړي، رایه ورکړي او کار وکړي په داسي حال کې چې د طالبانو په وخت کې به له کوره بي محرمه نه شوای وتلای او د زنا د عمل له ارتکاب وروسته به یي په عام محضر کې سنګسارولي.
خو په داسي یوه محافظه کاره ټولنه لکه افغانستان کې چې څو لسیزه جګړه پکې شو،ي نارینه ډیر واکمن دي او ښځي لا هم دوهم نسل ګڼل کیږي.
ملګري متلونه وايي چې د ښځو پر وړاندي په تاوتریخوالي کې سږ کال د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د بشر د حقونو او ښځو چارو مدافع سازمانونو ویلي چې د ولسمشر کرزي حکومت له طالبانو سره د سولي د پروسي د مخ بیولو تر څنګ د ښځو د څنګ ته وهلو هڅي هم کوي تر څو طالبان خوشهاله کړي چې هغوي کولای شي د سولي د منلو په صورت کې خپل ځیني سخت ګیرانه شرایط پلي کړي.
د شمیرو له مخي چې تقریبا د ښځینه ټولو سرتیرو له ډلي دری برخي يي په کابل کې دندي لري چې ډیری ښځینه پولیسي د ښځو د بدني تلاشي او همدا راز په هوايي ډګرونو کې د بایومتریک سیستمونو په برخه کې کار کوي.
د فریبا په مستعار نامه یوې پولیسي چې په کابل کې د تلاشي په یوه پوسته کې دنده لري وویل: زه اژدها یم، زه له خپل ځان څخه دفاع کولای شم، خو ډیری نجوني پولیسي جنسي ځورول شوي، همدا تیره ورځ زمونږ یوه نارینه همکار دخپلي ښځینه همکاري په بدن باندي لاسونه کیښودل، او هغي چیغه ووهله، کله چې زه ورغلم ګورم چې سترګي یي له اوښکو ډکي دي.
د لیلما په نامه یوې بلي ښځیني پولیسي هم ویلي چې دا خبره ده چې ډيري ښځینه پولیسي په پوستو او نظامي مرکزونکو کې جنسي ځورول شوي او په ځينو یي حتی جنسي تیري هم شوي دي.
هغه ویلي چې مشرتابه کړیو ته یي هم شکایت کړی، او زمونږ نارینه همکاران نه غواړي چې مونږ کار وکړو او هغوي د طالبانو په څیر مفکوره لري، هغوي مونږ ته د بدو ښځو اونجونو خطاب کوي چې باید ورسره کار و نه کړو.
په ډیرو مواردو کې ښځینه پولیسي خوړنتونونو ته هم له ورتګ څخه شرمیږي او نه شي کولای د بیګاه او غرمي ډوډي د خپلو نارینه همکارانو تر څنګ وخوري.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د بشر د حقونو اوجندر د برخې مرستیال مدیر ډګروال سید عمر هم مني چې په یو شمیر مواردو کې اتفاقا په ښځینه پولیسو د خپلو نارینه همکارانو له لوري جنسي تیري شوي دي.
هغه وویل چې دا تیري کونکي پولیس اکثریت هغه يي نالوستي دي او ښځي ورته بل ډول ښکاري.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس