صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د احمد ظاهر ژوند ته لنډه کتنه

د احمد ظاهر ژوند ته لنډه کتنه

Hask
شنبه 29 دسامبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د م . ګلالۍ ژباړه او لنډیز _ هالنډ

 

 

احمد ظاهر دډاکټر  عبدالظاهر زوی و چې د ١٩٤٦ کال کې د جون په ١٤نیټه د لغمان په ولایت کې زیږیدلی و  . داحمد ظاهرلنډژوندوښودله چې هغه د دې لپاره زیږیدلی و چه دخپل لوړ استعداد لویه برخه افغان موسیقۍته ځانګړې کړي  .  ده په ډیر کم عمر کې  دموسیقۍ
د هنر سره مینه لرله،او په ډیر کم عمر کې یې دټمبور، مانډولین او اکارډیون
په غږولو پیل وکړ . د نولس سوه شپیتمو کالونو په پیل کې احمدظاهر دکابل د
حبیبی د لیسې څخه په کنسرتونو لاس پوری کړ او د خپلوملګرو په ګډون یې ځانته د موسیقۍ یو  ګروپ هم جوړ کړ.

 

داحمد
ظاهر ښکلی او زړه راښکونکی غږ او دموسیقۍ په برخه کې د هغه دژور احساس له
برکته وه چې هغه په افغانستان کې په نوي کیفیت سره د موسیقی لارښونه کوله .
له نیکه مرغه احمد ظاهر ددې امکانات هم لرل چې دهیواد دوتلو موسیقي پوهانو
لکه ساکفونسټ استاد اسماعل عظیمي ، ترومپت نواز استاد ننګیالی ، کمپوزر
نېنواز، ترانه ساز مسحورجمال او داسې نورو سره یوځای  د خپل استعداد د لا ځلاولو لپاره کار وکړی .

 

د احمد ظاهر دورې  د افغانستان په موسیقۍ کې د یو نوی خوزښت د راوستلواستازیتوب کاوه چې دلویدیځ د موسیقۍ تر اغیزلاندې راغلی
و . دغه موسیقې ته اماتورلقب ورکړل شوی و، ځکه چې سندرغاړی یې په دودیزه
توګه دداسې کورنیو څخه و چې د موسیقۍ سره ئی هیڅ ډول تړاو نه لاره . په هر
حال د لویدیځ د موسیقۍ د اغیزجرړو لا پخوا خوزښت پیل کړی و چې نښې یې په
١٩٥٠ کلونو کې د افغانستان دراډیو ټلویزیون وتلو هنرمندانو  لکه استاد سرمست، ساربان او نینواز کې ښکاره کیدلی .

   Ahmad Zahir flanked by Ustad F. M. Nangalai (left) and Ustad Ismail Azimi (right) at a concert in Kabul (late 1970s)

احمد ظاهر د موسیقۍ سره دخپلې ځانګړې میني او ټینګې ارادې په اساس ٢٢ البومونه ثبت کړي او
دري ټوکه نوریې هم د افغانستان راډیو له لارې خپاره شوي دي چې د احمد ظاهر
د غږ د مینه والو تنده پرې ماتیږي . احمد ظاهر د غزلو ، آزادو شعرونو او
عشقي سندرود ویلو تر څنګه ځیني داسې سندري هم ویلی دي  چې دهیواد واکمنوسیاسي اوټولنیزو حالاتو ته ځانګړي شوي وي ، لکه زندګي اخر سراید،مرا از این قفس آزاد کنید او داسې نورې سندرې چې احمد ظاهرپه هغوي کې د هغه وخت د حالاتو په هکله خپل فکر،درد او اعتراض په ډیر ښکلی غږاو هنرسره مینوالو ته بیان کړي .  

 

له بده مرغه داحمد ظاهر عمر ډیر لنډو او د٣٣ کالو په عمر  د ١٩٧٩ کال دجون په ١٤نیټه یې په یوه دردونکي پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او خپل ټول مینه وال یې په ویر کښینول .



آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-360.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس