صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > غاښ ماتوونکى ځواب !

غاښ ماتوونکى ځواب !

Hask
سه شنبه 11 دسامبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

لیکنه:فضل
وزير هيله من

دتورې
اوقلم خاوند لوى خوشحال خان بابا دخپل ژوند په هر ډګرلکه : سياسي ،پوځي ،کلتوري،علمي،هنري
،ادبي اوداسې نورو برخوکي برﻻسى سياستوال ،پوځي، شاعر ، ليکوال او اديب ؤ اود
مغولي واکمنود ښکېلاک او زبېښاک په وړاندي ئې په نوموړوڅانګوکي مبارزه کوله .اتل
او تورزن خوشحال خان خټک دافغان ، افغانيت ،پښتون اوپښتونوالۍ ترپاک نوم
اوشعارﻻندي دمغولي واکمنواودهغوى له ګوډاګيانوسره ډغري وهلې ،ځکه خوپه ډېر
وياړ،برم او پرتم سره وايي
:

دافغان
په ننګ مې وتړله توره
××××× ننګيالى د زمانې خوشحال
خټک يم

دهندپرنيمه
وچه د مغولي واکمنۍ او امپراتورۍ پرمهال ددربار رسمي ژبه فارسي وه، اوخوشحال بابا
دفارسي شاعرۍ په ډګر کي هم د يوۀ پوخ شاعراواستاد په توګه پاتي سوى، چې په دې
ميدان کي ئې هم خورا پياوړې شاعري کړې ده .يوه ورځ مغولي واکمن اورنګزېب د دربار
غوړمالواو تالۍ څټو شاعرانو ته وويل ، چي خوشحال خان پرافغان اوافغانيت ډېر وياړي
.تاسوهغه
ته په شعرکي داسي څه ورته وواياست او په هغه څه ئې خوابدى کړئ ،کوم ،چي بابا ډېر
پرې نازيږي
.
همداسې يوه ورځ ،يوتن درباري شاعر دمغولي واکمن
اورنګزېب په لمسون خوشحال بابا ته په شعر کي وويل
:

زسگ
(اف
اف

)
ز زاغان ( غان ) گرفتند
××× يقناًنام اوافغان گرفتند

ددې
شعر په اورېدو سره ټولو درباريانو او ناستومغولي واکمنواو چارواکو پر خوشحال بابا
وخندل ،خو باتور او زړور خوشحال بابا، بې له دې ، چي خپل مورال وبايلي ، په قهر
اوغصه سي اوياله ميدان څخه وتښتي ، ډېر ژر په زغرده ځواب ورکړ او وئې ويل
:

زمرتد
(ميم

)
ز چغول ( غول ) گرفتند
××× يقناً نام او مغل گرفتند

له
دې ځواب سره ټول هک پک او حيران سول ، او دخوشحال خان خټک په شاعرۍ ، ژبغړاندۍ اوحاضرځوابۍ
ئې اعتراف وکړ ، او دهغه ستر ټولنيز او ادبي شخصيت ته ئې سلام اودرناوى وړاندي کړ
.

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-337.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس