وړې مي د روح جنازه چرته د خندا پر اوږو
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
چي په خندا ورته د خوږ زړه
پرهرونه نه شي
چري دي هم ستا د ښايست غوټۍ
ګلونه نه شي
راشه مظلوم ژوند مي په يو نظر،
يوه لمبه کړه
چي په ظالم زړګي دي پاتي
ارمانونه نه شي
بيا د جنون ځواني مستي غواړي د مستي ميني
بيا چرته خيال د تورو زلفو ځنځرونه نه شي
په دعا ګانو مي د خوږ احساس دردونه نه ځي
څو چي ښېرې د شونډو تــړم ټکورنه نه شي
وړې مي د روح جنازه چرته د خندا پر اوږو
په وينو سره دي پرې شينکي، شينکي خيالونه نه شي
د نظر غشي د زړګي په چم په پام وروه
چرته زخمي په کي داستا نازک يادونه نه شي
خاموشي شونډي مي لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګي دي پرې فکرونه نه شي
ويده دنيا اې د سايل قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نه شي
د رحمت شاه سايل
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-310.aspx