صفحه نخست > دیدگاه > د امریکا نږدې متحدین او سرحدي لانجې

د امریکا نږدې متحدین او سرحدي لانجې

میرویس جلالزی
سه شنبه 25 سپتامبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

که له یوه لوري د امریکې د دوو نږدې ملګرو کابل او اسلام آباد تر منځ د افغانستان د کنړ ولایت په یو شمیر سرحدي سیمو باندي له څه باندي یوه کال راهیسي لانجه روانه ده تر څنګ يې د امریکې د دوو نورو متحدینو جاپان او سویلي کوریا تر منځ هم د ورته مسلې پر سر ناندرۍ پیل شوي دي.
د کنړ ولایت برګمټال ولسوالۍ دلته او د دوکودو (Dokodo) ټاپو چې اوس د سویلي کوریا پولیس او ولسي خلک پکې میشت دي د آسیا په جنوب کې له ترهګرۍ سره په جګړه کې د امریکې د یادو متحدینو لانجمنې موضوع ګاني دي.
دلته د کنړ سرحدي سیمې که څه هم د افغانستان ملکیت شمیرل کیږي او حتی د ډیورنډ د کرښي پورې غاړې ته هم ډیري سیمې د افغانستان د وجود برخه ده پرې پاکستان د تسلط لپاره ناولې جګړه روانه کړي، هلته د آسیا په سویل کې د دوکودو د ټاپو پر سر چې په رسمي اسنادو کې د سویلي کوریا د خاورې برخه ده د جاپان له لوري بغاوت پیل شوی دی.
که پاکستان دی، که افغانستان، یا جاپان او یا هم سویلي کوریا دا څلور ملکونه د واشنګټن نږدې متحدین دي او له ترهګرۍ سره په روانه جګړه کې یې د امریکا لپاره په ملیونونو ډالر لګولي، انساني تلفات یې ورکړي او لا هم ورسره تر څنګ ولاړ دي.
د دوکودو جزیره د ۱۹۴۵ کال تر خپلواکۍ وروسته د سویلي کوریا ملکیت شمیرل شوي خو جاپان لا هم دا د خپل قلمرو برخه بولي.
د سویلي کوریا حکومت په دې خاطر چې دا ټاپو د خپلي رسمي خاوري په توګه نړۍ ته ور وپیژني هلته یي پولیس ځواک د قانون د تنفیذ لپاره ځای پر ځای کړ او هلته یي خلکو ته عامه خدمتونونه پیل کړل.
رپوټونه وايي چې د سویلي کوریا یو شمیر ولسي خلک په ۱۹۶۵ کال کې دغه ټاپو کې اوسیدو ته ورغلل او پولیس ځواک په ۱۹۴۵کال کې دغلته ځای پرځای شو.
اوس مهال په دغه ټاپو کې ۲۶۰۰ تنو ځانونه رسمي استوګن ثبت کړي دي.
ویل کیږي چې جاپان په کال ۱۸۹۴ کې په خپله هایدورګرافیکونقشو کې د دوکودو ټاپو د سویلي کوریا د خاوري برخه ګڼلي او دغه نقشي په همدې کال کې د جاپان د هایدروګرافیک څانګي له لوري خپرې شوي هم دي.
د سویلي کوریا پر وینا اوس دې ته اړتیا نه شته چې د خپلي خاوري یوه برخې د منازعې د حل لپاره د عدالت نړیوالي محکمې ته مسله راجع کړي.
د جاپان دولت دا مسله د عدالت نړیوالي محکمې ته وړاندي کړي او وایي چې کوریا نه غواړي دا مسله په سولیزه او عادلانه توګه هواره کړي.
په داسي حال کې چې د افغانستان د کنړ ولایت په دانګام ولسوالۍ له څه باندي یوه کال راهیسي پوځي تعرض پیل شوی او پاکستان یي د نیواک هڅي کوي، لیکن یوه لوري هم دا مسله د عدالت نړیوالي محکمې ته نه ده وړاندي کړي.
افغانستان د سویلي کوریا په څير دا سیمه خپله پلرنۍ تاریخي خاوره بولي خو پاکستان د جاپان په څیر هڅه کوي په دغو ستراتیژیکو سیمو خپله ولکه ټینګه کړي او د راتلونکي لپاره ترینه منځنۍ اسیا ته د یوه اقتصادي کمربند په توګه کار واخلي.
جاپان هم د دوکودو ټاپو په سیمه کې له ستراتیژیک او جیوپولیتیک اړخه ډیر مهم بولي او هغه د چین او شمالي کوریا پر وړاندي د احتمالي بریدونو د تر سره کولو لپاره د یوه نظامې مرکز لپاره ډیره مهمه بولي.
سویلي کوریا وايي جاپان باید د یوه مسولیت منونکي ملت په توګه د خپلو غلطو کړنود تر سره کولو په سبب ځان ملامت وګڼي او د جرمنیانو په څیر د هغه څه په سبب چې ورته غلطي کړني ویل کیږي بښنه وغواړي.
تاریخ کاږي چې جاپان د دوهمي نړیوالي جګړې پرمهال د کوریا په پینسولا او خپلو ګاونډیانو پر وړاندي د امپریالیزم د تپلو لپاره جنګي جنایتونه تر سره کړي او د کوریا د پینسولا د نیولو پرمهال یي یوه هڅه د دوکودو د ټاپو تر لاسه کول وو ځکه له ستراتیژیک پلوه ورته له لوړ اهمیت څخه برخمنه وه.
جاپان هيڅ کله هم له خپلو ګاونډیانو سره د غلطو کړنو په اړه بښنه نه ده غوښتي او پرې معترف هم نه دی لکه له سویلي کوریا، چین او روسيي سره چې یي تر سره کړي دي.
اوس سویلي کوریا وايي چې جاپان باید د خپلو تیرو غلطو کړنو لپاره بښنه وغواړي او له خپلو ګاونډیانو سره اړیکي حسنه کړي.
وايي د آلمان د وخت لومړي وزیر ویلیم بندیت په کال ۱۹۷۰ کې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د یهودو د قربانیانو لپاره اوښکې توی کړي او د هغوي قتل عام یي یوه تیروتنه او لویه خطا وبلله.
همدا راز په دې ورستیو کې د جاپان هیواد په رسمي توګه په دولتي ورځپاڼو کې داسي اسناد خپاره کړي چې د دوکودو د ټاپو د مالیکت دعوه پکې شوې.
خو سره له دې امریکا له خپلو دغو دوو متحدینو څو ځله غوښتي چې د دوکودو ټاپو د مالیکت پر سر موجوده لانجه د خبرو له لاري هواره کړي او د هر راز زور زیاتي له رامنځ ته کیدو ډډه وکړي.
دغه ادعا چې په رسمي توګه د جاپان په یومیوري شیمبون ورځپاڼه کې په چاپي بڼه خپره شوي ټاکل شوي چې د جاپآن د حکومت له لوري د یوې اونۍ په ترځ کې په ۷۰ نورو ورځپاڼو کې هم خپره شي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له قوله په دغه سند کې راغلي چې دغه هیواد د اولسمي پیړۍ په دوران کې د ځمکنۍ بشپړتیا حقوق نافظ کړل او په ۱۹۰۵ کال کې یې د تاکشیما ټاپو حقوق هم خوندي اعلام کړل او اوس جاپان تاکشیما ټاپو ته دوکودو ټاپو وایي.
خو جاپان دا هم وایي چې سویلي کوریا تر دوي پخوا د دغه ټاپو د مالیکت خبري کوي په داسي حال کې چې د توکیو پر وینا په دغه برخه کې سم شواهد په لاس کې نه لري.
خو د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر د جاپان په دغه ادعا سخت پاریدلی او ښاغلی ( Kim Sung-hwan) کیم سونګ هون ویلی چي د جاپان دا ادعا بي اساسه ده.
د نوموړي وزارت ویلي چې توکیو باید له سویلي کوریا سره د اړیکو په ساتلو کې له متقابل پوهاوي څخه کار واخلي.
اوس د سویلي کوریا دولت پلان لري چې د ۲۰۱۳ کال لپاره ۳ اعشاریه ۷ ملیونه امریکايي ډالر د دغه ټاپو لپاره په پخوانۍ کلنۍ بودیجې سربیره ولګوي تر څو د دغه ټاپو د خوندي کولو لپاره لازم ګام اخیستل شوی وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هم له جاپان او سویلي کوریا څخه غوښتي چې دا مسله د دیپلوماتیکو مجراوو له لاري هواره کړي او په سیمه کې خپلي اړیکي زیانمني نه کړي.
په داسي حال کې چې واشنګټن بیا د افغانستان او پاکستان په اوسنۍ مرزي لانجه کې له دوه مخي پالیسۍ کار اخلي او یو ځل یې هم له پاکستانه دا و نه غوښتل چې د افغانستان په خاوره دي توغندیز بریدونه ودروي او هره مسله باید د خبرو له لاري هواره شي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس