لنډه کيسه: د مور ورځ
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
لنډه کيسه/ صدیق
الله بدر
کېبل
اسد په منډه له
کوره ووت. تر بازاره يو څه لاره وه. په نيمه لار کې يې خپل ګامونه ورو کړل. خپل
موټی يې خلاص کړ، شل ګون ته يې بد بد وکتل: که د پلار وېره نه وای، هغه د کېبل په
څېر به مې ورکولې.
شل ګون يې بېرته
په موټي کې ونغښت. د پلار قهرجنه څېره
ور په یاد شوه: په منډه به
ځې او راځې، په بل شي د دې سابه نه په مالګه کېږي.
زړه نازړه بیا
چټک شو. بازار ته په رسېدو نېغ د برقي سامان الاتو دکان ته ننوت. دکاندار ته يې شل
ګون ورکړ: کاکا! پلار مې ویلې نيم متر کېبل راکړه.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-448.aspx