خواښې
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
نجلۍ واده سوه، د مېړه کور ته لاړه، خو هېڅکله يې نه
سول کولاى چي له خواښي سره وخت تېر کړي، هره ورځ به يې په منځ کي جنګ جګړې او سپک
الک وو.
بالاخره يوه ورځ دغه نجلۍ د خپل پلار پخواني ملګري
ته چي يو حکيم و ورغله او له هغه يې وغوښتل چي داسې زهرجن درمل ورکړي، چي خپله
خواښي پرې ووژني.
حکيم ورته وويل، چي که تېز زهرجن درمل درکړم او
خواښي پرې سملاسي ووژنې، نو د کورنۍ نور غړي به درباندې وپوهېږي. وروسته يې يو ډول زهرجن معجون نجلۍ
ته ورکړل او ورته ويې ويل، چي لږ لږ په خوړو کي اچوه او په خواښي دې خوره، نو په
کرار کرار به دې د خواښي حالت خراب سي او مړه به سي، خو توصيه يې ورته وکړه چي په
دغه وخت کي به ته له خپلې خواښي سره ډېر ښه چلند کوې، ځکه چي څوک درباندې شک ونه
کړي.
نجلۍ معجون واخېستل او په
خوشالۍ کور ته لاړه او هره ورځ به يې لږ لږ معجون په خوړو کي ګډول او په خپله
خواښي به يې خوړل او په ډېره مهربانۍ به يې ورسره چلند کولو.
اونۍ تېرې سوې او د مږور د
مينه ناک چلند له امله د خواښي رويه هم ورسره ورځ په ورځ له ښو ښه کيده، تر هغې چي
يوه ورځ دغه نجلۍ حکيم ته راغله او ورته ويې ويل: ښاغلى حکيم، نور مې له خواښي بد
نه راځي. اوس راباندې د مور په څېر ګرانه ده او زړه مې نه غواړي چي مړه سي، هيله
کوم اوس داسې درمل راکړه چي له وجود څخه يې د زهرو اغېز ووځي.
حکيم وخندل او ورته ويې
ويل: لورې، اندېښنه مه کوه. تاته مې چي کوم معجون درکړي وو، هغه زهر نه وو، زهر
ستا په ذهن کي وو، چي اوس دې د خواښي د مينې له برکته درڅخه ووتل.
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-302.aspx