صفحه نخست > دیدگاه > د میونشن پرمشاعرې یوه کره کتنه

د میونشن پرمشاعرې یوه کره کتنه

انجنیر شیرساپی
شنبه 21 آپریل 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د نارنج سپین ګل مست معطرطراوت د پسرلی موسم پیلامه ده ، چې هر باحساسه او روڼ اندی را ویښوي او تحرک ته یې اړباسي . دغه دودیزه میله نږدې نیمه پیړۍ عمر لري ، دهغه فرهنګی فعالیت یو جزء دی چې په ننګرهارکې دهر کال دپسرلي په پيل کې د مشاعرې په بڼه ترسره کیږي .
اوس دغه لړۍ په نورو ګلانو هم لکه انارګل،سنځلګل،مڼی ګل،بادامګل،ارغوانګل وریدیګل …..
دفرهنګپالوفعالینو لخوا په دغه نومونو پالل کیږي.
اروپا،د نارنج د مشاعرې چاپېريال د کلتور په بڼه نلري، دنارنجګل عنعنې نمانځنه په اروپا کې له ډیرې مودې راهیسي دیوسمبولک حرکت په توګه اکثرأ دالمان په میونشن کې د منفرد اشخاصو په لاس کې وه ، په خاص ډول دمیونشن میشتو د زرهاو تنو افغانانو په پسوا کې له دوو کلونو راپدېخوا دصدیق الله فدایی د ویناوو په تمځۍ کې،نمانځل کېږي.
د همدې میاشتې په شپږمه نیټه یو ځل بیا د نارنج ګل د مشاعرې خپللاسي ننداره وه.
په دغه دودیزه میله کې نیمایې بیرونی افغان مېلمانه وو د مونشن د افغانانو سهم په صفرکې ضرب و. په مونشن کې دافغانانو دغه وضع اوحالت څنګه ارزیابي کوي؟
دوضع تحلیل:
دغه وضعیت او شاوخوا چارپېردریځ پدې اړه لری چې د وضعی خوځښت او لوری معلوم وی، د وضع چلند او سلوک په لار کی دعقیدوي ایمان دریز په برکت دګډکارکولو بریالیتوب دافغانانو لورښود شو، د اسلام مبارک دین رسوخ دمونشن مهاجرو دیولاس کولو عامل او موجب وګرځېد .
نو،په دې دلیل، د وضع اټکل ښئي چه په میونشن ښارکې شل کاله پخوا د صدیق الله فدایی ( مولانا مصطفی) په امامت داسلامی اخوت پربنیاد ډله ایزه مذهبی اراده منځته راغله،که څه هم زمونږافغانی او اسلامی کلتور زمونږ ملی هویت تشخیصوی خو له نړیوال مدنیت سره دپراخو اړیکو په درلودلو،دخپل اجتماعی اصالت او ولسنښې او دفرهنګی هڅو پښتنې ممیزات د تعمیم او تعمیق ته ژمن او متعهد کسان په مجموع کې کمزوري دي.
مولانا فدایی په یوه مذهبی کورنۍ کې لوی شوی او په ځوانی کې اروپا ته راغلی اود اسلامی نهضت (( جمعیت اسلامی )) یو فعال غړی پاتی شویدي.
امام فدایی یو حلیم،زړه سواند، کمینه،هڅاند او متمدنه ملا دي.
کله چې د مالي مرستو مسئله رامنځته شوه ، مولانا یې له ریاست څخه لری کړ او دبل امام د پیدا کیدو په وجه جومات ترې نه ولاړ؛ دخلکو ملاتړ او مادی منفعت یې له لاسه ووت.
مولانا په ځانګړی توګه دلته هلته خپله میراثي ملایې کوله.
دمونشن اسلامی مرکز دافغانانو شخصي ملکیت دي، دغه مرکزله ډیروکلونو را پدېخوا په قومي او ژبه نیز تعصب ولاړې ډلې په انحصار کې پاتی شو، ترڅوچې ملاامام سیدحبیب صبارپه اخلاقی فساد دیوې افتضاح ښکارشو، دغه مرکز اوس دځوانانو په لاس د رغیدو په حال کې دي.
دوه کاله پخوا کله چې افغانانو دبل جومات دجوړولو نیت وښود، مولانا یې دنوی مسجد ملا امام کړ، ده یوه ناکاره،فرمانبرداره او انحصاری حلقه په ځان راتاوه کړه او دی هم پخپل هوډ او ژمنه ونه درېد .
دافغانانوهلی ځلی او ټولې هیلي په اوبوکې لاهوکړي .
په نتیجه کې د همدې حلقی لخوا په ډراماتیکه توګه ډیر ژر د مسجد د واک له ګدۍ لرې شو.
اوس ، دا جومات (میروس نیکه جومات ) محراب تش، دجومات دننوتلو لار دمراجعینو پرمخ تړل شوی، یواځی دجمعی په ورځ کولپ و کونجی (کیلي) یو بل ته نږدی کیږي.
دمیروس نیکه جومات د رهبرې ډله په ناسالمه سیالې کي لاسوګریوان دي.
بعضی همدا بی بندوباره اشخاص دکاذب شهرت او امتیاز په لټه کې دځان په ګټه د ټولنې په نامه جعلي اعلامیې خپروي !
مولانا لاپخوا بله ځاله دمسجد په څنګ کی دمکتب په بڼه جوړه کړېوه. چې اوس د جناب مولانا دویناووتالاردي؟!
مولانا(فدایی) چې دځانځانې په رنځ اخته دی لدې امله په مونشن کې منزوی او یواځی پاتی شو .
مولانا پخپل ځان مین دی ، نه په اسلام ، افغان او دالر ؟!
لدېکبله افغانان د مولانا څخه خپه ، خوابدی او په قهار دي.
مولانا په هکله برداشت دادی: مولانا ښه سړی دی دهرچا خبره اوری ولې دهیچا خبرې، هاند او هڅې نه مني !!!
کلتوری ټولنه چې دافغانانو د ملی وحدت ښکارندویه وي په تحسر او تاسف نشته !
تجربې ښودلې ده د وړتیا هغه معیارونه چی دسنجش وړندی: چټیاتو،دومخی او فرصت طلبی ته ډګرخالی کوی، چی دهغو څخه ډیری منفی تجربی لرو.
خو ریښتینی وړتیا وړهغه کسان دی چې پرطرحه شوو اصولو باندی باور ولری اود عملی کیدولپاره یې فعالیت کوي، ټاکلی استعداد او اخلاقی ښیګڼی ولري.
اعتماد او پرځان باورلرل د ګډکار له پاره اساسی شرط دی او دغه اهلیت په هیڅ وجه دمشترک هدف نه،کم ارزښت نلري.
عاطفی او عقلانی اعتماد:
اعتماد دعاطفی اړیکوپه څېر داعتمادکوونکی اواعتمادکېدونکی ترمنځ یوډول علایق رامنځته کوی چې اعتماد، داعتمادکوونکی حق او داعتمادکېدونکی دنده کېږي. ددغه بهیر محصول بشپړ منل او اطاعت دي.
په واقعیت کی داهماغه دخودسرو او بې مسؤلیتو رهبرانو د روزنې ساحه ده .
اما دمتقابلو اړیکوپربنسټ او ټاکلو اصولو په چوکات کی اعتماد،داعتماد کوونکی او اعتماد کېدونکی ترمنځ یوډول عقلانی اړیکی دي چې په واقعیت کی دواړه خواوی په اعتمادکوونکی تبدیلېږي. پدې مانا (معنی) ؛ اعتماد دافرادوترمنځ دعاطفی اړیکو غوښتنه نه ده ؛ بلکې د افرادو اړیکې داصولو او اهدافو سره دهغو ترمنځ په اړیکو کې څرګندېږي.
دلته عقلانیت د اعتماد بنسټ ګرځی ؛ دا هماغه اعتماد دی چې مونږ په خپلو کارونوکې ورته اړتیا لرو؛اعتماد په روښانه او ښکاره چاپریال کې ؛ دا داعتماد شرط،تضمین او بنسټ دي؛
اعتماد په موعظ،غوښتنه،پروتوکول او قسم سره نه تامینېږي.

دمیونشن ښار دنارجګل مشاعرې کمی او کیفی ارزونه :
الف ـ کمی نیمګړتیاوی
دکمیت غټه برخه درانه او نامتو میلمانه و، ددغه مثلث درې څنډی :
لومړی ګروپ:له پراک نه راغلی تیم د آزادی راډیو دپښتو څانګی ژورنالیستیکه ډله وه .
د دغې ډلې وړتیا مسلمه ده ، داعتراض نه پاک دی اودسپیناوی حاجت یې نلرو !
دمشاعرې دجوړیدو بندوبست مخکی له مخه یا دټولو مخکی له دې ګروپ سره روښانه اړوند لري.
دویم ګروپ : دآلمان له نورو ښارو رارسېدلی افغانان لکه استاد عبدالوهاب سرتېر،ښاغلی اسدالله زمری،داکتر اکرم ملکزی، آغلې سهیلا حسرت ، ښاغلی عمر پاڅون او سیدکریم سعیدی چې له اوکراینه راغلی و.
ښاغلی اسدالله زمری ،عمرپاڅون او سیدکریم سعیدی چې دکورنۍ غړی یې مونشن کی اوسیږي، دا ړومبی وار وو چه دلته دمشاعری په تمځۍ کی ولیدل شول.
دریم ګروپ : دمونشن افغانان په لاندې کتګوری وېشو :
الف ـ بې غرضه بې طرفه ناظر کسان ، یوڅو تنه و.
ب ـ دجمعیت اسلامی څو پښتانه شوده ګان چې دمولانا فکری انډوالان دي.
ج ـ د کوزې پښتونخوا یوتعداد پښتانه ځوانان، له دغو ځوانانو سره پیژندګلوی نلرو ، د«شینوارو لونګینې» د سندری ویونکی ښاغلی علم خان په لمړی وار راڅرګند شو.
دمشاعرې ترکیب ښیي چه دمونشن دخلکو ګډون کم رنګه وه څه نا څه نیمایې ځوانان و.د بیرونی میلمنو او د کوربه مهاجرو ترمنځ په کیفی لحاظ غټ توپیرموجود و.
یوی موضوع ته اشاره، په دې باره کې د میلمنو په وړاندی سپکاوې او بې اعتنائې چې دتنظیموونکو پرمخ دڅپیړې پړس او نوره بې پتی یې وګاټه.

ب ـ کیفی وړتیاوی
دغه مشاعره دتیرووکلو په پرتله یوڅه درنه او پرمحتوا وه ، دعزتمندو میلمنو دروند حضور، دپسرلی موسم شور او زوږ په ادبی چمن کی خوندور کړس د محبت په غوږونو واروید.
آغلې حسیبه شهید دیوې آزادې ادبی مناظرې زوږ ، ښکلا او رعنائي "دشعرملکه" دهنری ارزښت یوه مستعده ، خوځنده اود سرشارې قریحې خاونده وه.
خوږژبې اوبااستعداده ویاندې او دکلماتوره ډاکټرې فریدی هوډ سیفی دخپل شعر په لورونې د رڼا څرک وځلاوه .
ویاند ښاغلی انجنیرجان اقا الکوزی په لوړ،دروند او پرتمین خوږ اواز (نه د توپ په څیر) لکه د آزادی راډیو په څپوکې فصیح تیزروان اواز څښتن و ، او د اجمل پسرلی سره په ګډه دنظم تسلسل یې آرامه و.
دهیواد پخوانی وتلی ویانده آغلې سهیلا حسرت نظیمي له یو لند وقفه او دم راستی، پازوالي پرغاړه واخسته،خوډیره ستړې ستومانه،د پخوا په پرتله کمزورې ښکارېده، سره ددی، دپښتو ادب ګلبڼ کی دپسرلی توښه یې هغوخوږومستو نظمونو د څپاند سیند اوبو شور کاوه ،عاطفي احساس ورسره په صادقانه ډول يوځاى وه.
ځواکمند او بادرکه شاعر ښاغلی اسدالله زمری له خپلې درنې کورنۍ سره د قدروړ میلمانه و،چې د میلمه پال د بې تفاوتې په سبب مونشنوال یې پوروړی پاتی شول .
د ښاغلی زمری نظم ، دپښتو ادب پانګه درنه وه.
زړور شاعر ښاغلی عمر پاڅون ادبی نظم اصلاحی او انتباهی خصلت د اهمیت وړ و.
تکړه شاعر ښاغلی سیدکریم سعیدی خپل پټ احساس د شعر په ژبه بیان کړ چې د قدروړ و.
باتور،اتل او ارزښتمن استاد عبدالوهاب سرتېر د پښتو ادب بې څښتنه خزانه په راکښونکی او خوږمن اواز کي داسی ادراکی ولولې راوپارولي چې په الهامې هر ویده پښتون راویښېده.
دلته غواړم په مشخصه توګه استاد سرتېر مخاطب کړم ! په بله ژبه :
قوه عقل : ادراک کليات را بر عهده دارد و شامل عقل نظري و عملي مي باشد .
قوه قلب : ادراک امور الهامي و عواطف را عهده دار مي باشد .
درسازماندهی میدان ادراک (آگاهی) ؛ وظیفه جناب سرتېر این بود: الهامی که فراتر از ادراک و قدرت استنباط عام قرار داشت آنرا به افغان ناآکاه برساند. (آنچه اجرای آن شرعاً یا عرفاً در عهده ٔ کسی باشد)
كشف و شهود : در این جا حرکت بزرگ مردم از پا افتاده ی افغان برای اخراج غارتگران و آدم کشان ، در عمق بیش تری از روابط سنتی متوقف مانده است !!!
عملكرد ادراك شخص، سخنان مسجّع و موزون و رایجترین سبک بیانی و گفتاری ادراکات الهامی كه ما از اثرهنری داریم،این الهام و ادراك باید آنچنان قوی باشد و آنچنان برای ما لذت یا درد پدید آورد كه مجبور به نقاشی كردن آن شویم.
استاذه ! دا دچا دنده ده؟ افغان کړیدلی، لالهانده اودنیکمرغی له ښېرازی څخه بې برخې ولس ته یووالی، خپلواکي او دیموکراسي زیری وروبخښي!!! ټوله مړه دي _ ټوله مړه دي *** كه زاړه دي كه واړه دي

نارنجګل فرهنګی عنعنه :

د نارنجګل ادبی مشاعرو کې پښتو ژبې معنوی ارزښت غوړاوه، پښتانه یې اتحاد او اتفاق ته رابلل اوله پامه وتلي ، یومخ غورځیدلي، بې حرکته اوکنګل ساتل شوی غورځنګ د سمون او لمسون سره یې تړاو ښود.
نسيم ووې د ګل غوږ كي بدل سو د ياراني رنګ
غلى شانته انقلاب دى بدلوي د زمانې رنګ
ویاړن مرحوم بینوا : دپښتنو د ویښتیا اواز، دهغه نسیم دسام انځوراوس دبمونوپه تړک کی پښتون زاوزاد په نادره توګه د یوبل رنګ ازمیښت چې دافغان رک پک (باالکل صریح و صاف) جهان هم خوارځواکه او زمولی دي.
ارواښاداستاد الفت : د استبداد په چوپه چوپتيا کې پر اسلامی ځیرکی د آزادۍ اذانونه کول
. شهرت د عقل له نامه دافلاطونه نه ځي *** د ازادی مينه هېڅکله له پښتونه نه ځي
ددغې نزاع بې سارې قانونمندی ، ښوونیز او تاریخی لیرلید د پام وړ دي : « هرچه جوامع مورد هجوم کنیسه و کلیسا در عمق بیش تری از روابط سنتی متوقف مانده باشند، در ایستایی بر آن نیرومندتر عمل کرده اند و جهان موردی افسانه وار و شایسته ستایش تر از شیوه مردم افغان نمی شناسد که طی دو قرن گذشته دماغ مقتدرترین نیروهای جهانی تجاوز را بر خاک مالیده اند: ارتش ملکه انگلستان، سپاهیان شکست ناپذیر ارتش سرخ و حالا آدم کشان کارکشته در نیروی نظامی تروپ های مسلح و متحد سرمایه داری بی ترحم را، که فرماندهی کل آن ها به طور رسمی لاعلاجی در نبرد با افغان ها را پذیرفته است. آیا کدام نیرو در سرزمینی چنین فاقد امکانات این همه غیرت ایستادگی را می آفریند و دستور اجابت شونده تحمل دراز مدت ناملایمات برای دفاع از سنت ها را صادر می کند؟ اگر ملت ها در شرایط آزاد و طبیعی و سنتی خویش عملا نیرومند ترند و اگر حفظ سنت ها همه جا از مللی کوچک پدیده هایی پایدار در تاریخ زورگویی های معاصر ساخته است، پس صدور جواز تخریب سنت ها، آن هم با اعمال شگردهای کثیف، از سوی مدرنیسم، با قصد تضعیف و حذف انگیزه ی اصلی ایستادگی و در نتیجه بلع ارزان تر جهان سنت گرا صادر می شود! اگر سنت دوستی عملا قادر بوده است دیوانگان مستقر در کاخ سفید و جانیان روان پریش پنتاگون و متحدان شان را متوقف کند، آیا برای حفظ خویش موظف به تقویت سنت ها نیستیم؟ می پرسم اگر دفاع از سنت ها چنین نیرومندان نام آوری را می زاید، آیا نمی توان کار رشد و توسعه ی تدریجی و متوازن و پا برجا را هم به تحولات درونی و آرام سنت پسندان سپرد». مورخ ، پورپیرار

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس