صفحه نخست > دیدگاه > لر و بر: دوه افغان که يو افغان؟

لر و بر: دوه افغان که يو افغان؟

جمعه خان صوفي
جمعه 4 نوامبر 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

دا مضمون ما د آئر لينډ د جمهوريت (ريپبلک آف آئر لينډ) د صدارتي يعنې د ولسمشرۍ دپاره د ٢٨ اکتوبر ٢٠١١ انتخاباتو د تاْثر ﻻندې وليکلو. جالبه داده چې يو نوماند پکې د شمالي آئرلينډ برحال لومړي وزير مرستيال مارټن ميکګېنس هم و يعنې د برتانيې باشنده يا تبعه. نوموړى ١٩٥٠ کې دبرتانيې دﻻندې د شمالي آئر لينډ په ډېري نومې ځاى کې زيږيدلى دى. ميکګېنس د آيي آر اى يعنې د آئر لينډ جمهوري اردو د فعالو رهبرانو د جملې څخه و او د ١٩٧٠ کال نه د آيي آر اى غړى پاتې شوې و. اوس ددغه ګوريلايي سازمان د سياسي څانګې يعنې د شېم فين رهبر دى؛ چې بيا د برتانيې،شېن فېن او شمالي آئر لينډ دپروټېسټنټانو د نماينده ګانو ترمنځ په ١٩٩٦ کې د ګوډ فرائيډى لوظنامې ﻻسليک نه پس د برتانيې تر کنټرول ﻻندې د شمالي آئرلينډ په انتخاباتو کې د پارليمان غړى شو. ١٩٩٩ نه تر ٢٠٠٢ پورې د شمالي آئر لينډ په اجرائيه واکمنۍ کې د معارف (تعليم) وزير و. اوس په دويم وار د پروټسټنټانو ګوند لومړي وزير سره د لومړي وزير مرستيال دى او ورسره ورسره د السټر د حو زې نه د ويسټمنسټر (برتانوي) پا رليمان غړى هم دى(اګر که په دغه پارليمان کې حاضري نه ورکوي او پکې د ګډون کولونه ډډه کوي) يعنې ميګکنس نګه او کره د برتانيې تبعه دى. مګر وﻻړ د بل هيواد د ريا ست جمهوري څوکۍ ته و. او دغه بل هيواد هم د خپل تبعه په څير منلو او ورته اجازه وه چې کانديد او حتې ولسمشر شي ځکه چې جمهوري آئر لينډ شمالي آئر لينډ خپله برخه گڼي او دخپل هيواد برتانوي تقسيم نه مني. بلکه د شمالي آئرلينډ هر هستوګن خپل تبعه يعنې شهري ګڼي. مېکگنس خو دغه څوکۍ و نه ګټله ليکن خپل طبعي حق يې استعمال کړ.

دلچسپه داوه چې د جمهوري آئر لينډ مخکنۍ ولسمشر يا ولسمشره هم د برتانيې تبعه ميري پيټريشيا ميکا ليس وه چې په اول وار ١٩٩٧ کې او بيا ٢٠٠٤ کې د جمهوري آئر لينډ دوه وارې ولسمشره انتخاب شوه. نوموړې ١٩٥٠ کې د شمالي آئر لينډ په بلفاسټ کې زيږيدلې وه او د مسلک په لحاظ ژورنالسټه، مدافع وکيله او پو هنتون کې پروفيسره پاتې شوې وه. دشمالي آئر لينډ هر بچى چې پيدا شي هغه په طبعي توګه د ريپبلک آف آئرلينډ شهري (تبعه)هم وي.

بلخوا افغانان هم ډيورنډ ﻻين نه مني، برتانوي تقسيم نه مني، تر اباسين پورې زمکه خپله خاوره ګڼي؛ ولې تصور کيداى شي چې د خيبر پښتونخوا يو سړى دې هلته افغانستان کې رياست جمهوري ته نوماند شي؟ اول به پرې هم هغه پښتانه اعتراض وکړي چې په خوله ډيورنډ نه مني د نورو مليتونو کسان خو پريږده؛.ريا ست جمهوري خو لويه خبره پارليمان ته هم کانديد کيدى نه شي. باشي خان ځدران په پنډۍ كې اوسيږي او يو وخت دمسلم ليګ په ټكټ د پنجاب د صوبايي اسمبلۍ غړى منتخب شوى و، مګر چې په افغانستان کې د پارليمان دپاره انتخابات کيږي نو هلته هم د خوست د وﻻيت نه نوماند وي. آيا تصور کيدى شي چې د صوابۍ يو يوسفزى يا د احمد شاه بابا په قول بر درانى دې چې افغانستان کې يې عمر تير کړى وي، هغه دې ځان په افغانستان کې د پارليمان دپاره کانديد کړي؟ دغه شان د مزار شريف نه د عجب خان آفريدي زوى او افغانسان کې زيږيدلى افغاني تبعه او د انقلاب او جهاد په زمانه کې د عبدا لرب رسول سياف قوماندان محمد جان خان چې څه وخت د پا کستان دقو مي اسمبلۍ دپاره د قبا ئلو د ايف آر د سيمې نه په کيدونکو انتخاباتو کې کانديد شو نو مخالف نوماند پرې اعتراض وکړ چې نوموړى افغان دى پاکستانى نه دى؛ د صوبې عالي محکمې (هايي کورټ) د محمد جان خان په حق کې فيصله وکړه. آيا تصور کيدى شي د ﻻل پورې خانانو يو تربور لکه حيدر زمان خان يا ګوهر زمان خان دې افغاني پارليمان ته کانديد قدر شي او که شي نو بيا د اعتراض په صورت کې به افغاني محکمه دهغوى په حق کې فيصله صادر کړي؟

کمانډر خليل پاکستانى پښتون د قطر د بحري قواؤ مشر ؤ او بې خرته پيسې يې پيدا کړې؛ مګر چې تقاعد (ريټائرډ) شو نو د قطر له خوا په پاکستان کې سفير شو. نوموړى بيا ددغه پيسو په برکت د جنرال مشرف په وخت کې د سينيټ غړى او بيا معاون (ډپټي چېئرمين) شو چې ورپسې د خيبر پښتونخوا صوبې ګورنر هم شو. يو افغان او افغاني تبعه زلمى خليل زاد امريکا کې پاتې شو د هغه څاى تبعه شو نو امريکايانو پخپل افغانستان کې مقتدر سفير (وايسراى غوندې) وټاکلو چې وروستو عراق کې او حتې ملګرو ملتونو کې د امريکا سفير هم شو. دغه شان ډير افغانان چې غرب کې پاتې شوي او د هغه ځاى اتباع شوي دي هغوى اوس هم په افغانستان کې ددغه هيوادونو له خوا ديپلوماتان دي. کابل کې د فرانسې، المان، برتانيې، امريکا او نورو سفارتونو کې افغاني نژاده ديپلو ماتان دي. آيا تصور کيدى شي چې په پاکستان کې دې ارواښاداجمل خټک او يا د هغه يو ځوى لکه ايمل خټک چې عمري په افغانستان کې د افغانستان پاليسيو په بنيادپاتې شوي دي، دې په پاکستان کې افغاني ديپلومات مقررشي؟

فضل منان مهمند په افغانستان کې ستر شوې او درس ويلې و؛ د ولسمشر محمد داؤد خان په وخت کې په لغمان کې ولسوال و، مګر چې د انقلا ب نه وتښتيد نود پاکستان په پارليمنټ کې د ملي اسامبلې (قومي اسمبلۍ) غړى شو. بلکه څلو يښت کاله وشول چې د کابل تخت دپاره کشت و خون روان دى او خپلو کې پرې څوک نه جوړيږي، نامتو شخصيتونه او سازمانونه خوپريږده يو عادي قبائلي افغان تر اوسه پورې آواز پورته نه کړو چې مونږ افغانان پرې نه جو ړيږو راځئ چى ولي خان (مرحوم)، اسفنديار، اجمل خټک، افضل خان ﻻله، آفتاب احمد شيرپاؤ يا محمود خان اڅکزى،ګنې نو قاضي حسين احمدياموﻻنا فضل الرحمان راولو چې پرې جوړ شواو دغه وينې بندې کړو او خپله ادعا عملاً ثا بته کړو– لکه چې آئر لينډ جمهوريت ميکاليس راوستلې وه او خپله صادقانه ادعا يې پر ځاى کړې وه. دايې ﻻ څه کوې چې هغه قبائلي پښتانه (پښتونستانيان) چې خپل سر نوشت يې افغانستان پورې تړلى و، هغوى ته د تذکرې په حصول کې زيات مشکلا ت پيښيږي.

هانګ کانګ چې ﻻ د برتانيې مستعمره وه، هر چيني هستوګن يې حق درلود چې د چين د پاسپورټ او نورو اتباعي حقوقو نه آتو مات برخورداره شي؛ او اوس چې تائيوان بيل هيواد دى او چين يې خپله خاوره ګڼي، چې چين ته ﻻړ شي نو هر يو تائيوانې په آتو ماتېکه توګه د چين د پاسپورټ او نورو اتباعي حقوقو نه برخو رداره دى. غربي او شرقي المان چې ﻻ دوه هيواده وو، يو بل هيواد کې په آتو ماتيکه توګه اتباع په توګه منل کيدل. دغه ر نګ د شرقي المان نه تلونکى هر المانى به د غربي المان تبعه شو. په دنيا کې او سيدونکى هر يو يهود چې اسرائيل ته ﻻړ شي نو د اسرائيل طبعي تبعه ګڼل کيږي. د ﻻتيني امريکې په پيرو هيواد کې د سوونو کالو نه جاپانيان اوسي. هغه ځاى پخوانى ولسمشر البرټو فوجيمورو جاپانى و. هغه چې څه وخت لرې شو نو په ضد يې د رشوت په نوم محاکم جوړ شول. فوجيمورو د تبعه په حيث جاپان ته ﻻړ او د جاپان حکومت محاکمې ته نه ورکولو، مګر نوموړي پخپله فيصله وکړه او بيرته پيرو ته ﻻړ او محاکمه شو. اوس يې لور دغه څوکۍ ته ځان نوماند کړيدى.شوروي اتحاد په پنځلسو هيوادونو کې تقسيم شو، مګر څوارلسو ملکونو کې ميشت هر يو روس دروسيې هيواد آتو ماتيک تبعه جوړيږي.

په نړۍ کې ډير نور مثالونه شته، مګر دا د افغانستان ادعا عجيبه وه (اوده). ورسره نه عملي اقدامات وو او نه تر شا يې څه اسناد شته. که ريسرچر او تحقيق کوونکې وغواړي په دغه ادعا باندې تاريخې او حقوقي اسناد پيدا کړي نو مدعي بې له شاعرانه اواحساساتي ليکنو نه چې د سرحداتو او قبا يلي چارو وزارت يا ريا ست د خپلواکۍ تړون تر نامه ﻻندې چاپ کالنۍ ببوﻻلو، دکابل راډيود پښتو نستان پروګرام تر نامه ﻻندې پخواني احساساتي بې اساسه ليکل شوو مقالو يا د ارواښاد عبدالرحمان پژواک په ويناوو با ندې مشتمل کتابګي نه پرته به بل څه پيدا نکړي. ځينې ليکواﻻنو هم دغه رنګ هوايي ډزې کړيدي؛ اصلي تاريخې او حقوقي اسناد به په لندن، نوي ډيلي يا اسلام آباد کې په آرشيفونو کې ګوري؛ کابل د خپل کيس دپاره هيڅ اسناد نه وړاندې کړي او نه يې خپل آرشيفونه د خارجه چارو وزارت د تورو کتابونو نه د خپلو خلکو پر مخ پرا نيستي دي او نه يو افغان يې د پرانېستو غو ښتنه کړى ده.

لرې به نه ځو، دغه ګاونډي پاکستان هم برتانوي هند د وخت نه پا تې د کشميرتقسيم نه مني. بلکه درې جنګونه پې پرې کړي دي(افغانان خو هسې د تشو دارو ډزې کوي) د هند د ﻻندې کشمير نه چې يو عادي هندي کشميرى په اصطلا ح د پاکستان د ﻻس ﻻندې آزاد کشمير ته را واوړي نو سمدستي ورته د آزاد کشمير اسناد ورکړل شي او د هغه ټولو حقوقو نه برخورداره شي چې نورکشميريان يې لري او په دغه توګه د پاکستان د شناختي کارډ او پاسپورټ حقدار هم وګرځي، پاکستان کې آزاد کار کولى شي او پخپل نوم جايداد اخستلى شي. په دغه توګه ډير د هند د ﻻس ﻻندې راغلي کشميري مها جرين د آزاد کشمير په قضاُ او بيورو کراسۍ کې کار کوي او يا د آزاد کشمير د پارليمان غړي دي. بلکه د آزاد کشمير په انتخاباتو کې د هند د کشمير د بيلو بيلو سيمو تر نامه ﻻندې انتخاباتي حوزې شته چې د پا کستان په بيلو بيلو ښارونو کې ميشت کشميري مهاجرين پکې راى اچوي او پا رليمان ته ځي. دلچسپه داده چې دوى د پاکستان د پارليمان دپاره انتخاباتو کې هم د برخې ا خستو حق لري.

آيا افغانستان کې د خيبر پښتونخوا يا بلوچستان پښتانه دغه حق لرلى شي؟ که ټول يې نه لري نو هغه کسان دې يې خو ولري چى افغانستان کې پاتې شوي دي.ځواب يې بايد افغانان ووايي چې ﻻ هم د ډيورنډ کرښه نه مني. تا ريخ خو داسې ښايي چې دغه د لر وبر د يو افغان ناره فقط د سيا سي سودا بازۍ او معا مله ګرۍ دپاره پورته شويده چې لر و بر ولسونه وغولوي. لهذا وخت رارسيدلى دى چې افغانستان خپل مشکلا ت پخپله حل کړي او فکر وکړي چې آيا دغه اوسني ستونځې چې ويل کيږي ټوله موخه يې د پاکستان د ځينو حاکمه حلقاتو له خوا وړاندې شوې په افغانستان کې د ستراتيژيک عمق لټولو غلط تقکر ته متوجه ده، چرې ددوئ ددغه ناسمه، مجهوله او نېم زړيه پا ليسۍ او ادعا پا يله خو نه ده؟

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • اگر کسی مهربانی نماید و فقط نتیحه گیری این مقاله را به طور خلص به فارسی ترجمه کند، خیلی ممنون خواهم شد.

    • برگردان به پارسی برای خیال پردازی مانند این جناب که <مسافر را به ده راه نمیدادند وآرزوی بستن خرش را بخانه خان داشت>خیال پشتونستان بزرگ را در خوابهای زمستانی اش میبیند تلف وقت است.بدرود

  • نن سبا پنجاب تر بل هر وخت زیات تر فشار لاندې دی . ترهګرو څخه ملاتړ او په دې اړه د پنجاب دوه مخي سیاست هغه څه دی چې د افغانستان او پنجاب او همدارنګه د پنجاب او نړۍ تر منځ اړیکې يي خرابې کړي او دا مصنوعي هیواد يي ورځ تربلې زیات په نړیواله کچه ګوښه کړی دی . په همدې لامل دا هیواد هڅه کوي ، د خپل مصنوعي هویت او دوه مخي سیاست پټولو لپاره خپلې ټولې پټې او ښکاره بلاګانې لکه مدارې څه چې پېټار کې لري ټول یوبل پسې د لوبې او جګړې میدان ته راوباسي .

    د پنجابي مداریانو په پيټارکې تر ټولو خطرناک او زهرجن ماران لکه کبرا او کپچه پوځي جنرالان دي . دا جنرالان که په دولتي دندو بوخت اویا له دندو ګوښه شوي ، د سیمې او ۲۱ مې پېړۍ د غوښتنو سره په ټکر کې ، ټول په یوه غږ او له یوه دریځه په ترهګرۍ او وحشت کې د ډوبېدونکي پاکستان په غوپه کولو کې نوره هم مرسته کوي .

    دې ډنډه مارو او کوتکمارو جنرالانو کې له نورو مخکې پرویز مشرف ، اشفق کیاني ، اسلم بیګ ، حمیدګل او نور د خپلو پخوانیو جنرالانو په تېره بیا د ضیاالحق د مذهبي شوونیستي ښوونځي په لاروۍ په سیاست کې لومړۍ خبره کوي . د دوی په ګروهه پاکستان او سیمه باید په پوځي او مذهبي سخت دریځو اندیښنو اداره شي او ددې ادارې په سر کې باید دوی او د دوی په مزاج جوړ ملایان او مذهبیون ځای ولري .

    جنرال اسلم بیګ پاکستان لپاره چې د هراړخیځ ناورین سره لاس و ګریوان دی پوځي کودتا حللار ګڼي ، خو افغانستان لپاره پنجاب کې خپل روزلی طالبان اکسیر بولي او په سپين سترګۍ سره د پوځیانو او سخت دریځو ملایانو تر منځ یووالي د سیمې لپاره د نسخې پتوګه وړاندې کوي .

    دا جنرالان او د دوی تر وودې ( ۱ ) لاندې او په زهرو لړلي مولاناګان په اسلام اباد ، لاهور او د پنجاب نورو ښارونو کې خپلو کورنیو لپاره ژوند په اروپايي کچه غواړي خو د کوزې پښتونخوا او افغانستان لپاره بیا د منځنۍ پیړیو د دیوانو او پیریانو د ژوند غوښتنه کوي . همدا اوس ددې جنرالانو او ملایانو لکه د مولانا فضل الرحمان ( ۲ ) د کورنیو غړي په لندن ، امریکا او یورپ کې زده کړې کوی او د یورپ په جامو کې ګرځي ، خو د سیمې ساده وګړو ته په دوزخ کې د ژوند ټینګار کوي .

    همدارنګه پاکستاني ملایان چې د ای ایس ای په خم کې رنګ شوي او د پنجاب کاري وسله ده ، دین يي لکه دام د ساده زړو مسلمانانو اوافغانانو په لار کې ایښی . د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د اکتوبر په ۲۳ مه پېښور کې یوه غونډې ته وايي « که افغان طالبان د امریکا پر ضد د خپل هیواد د ازادۍ لپاره مبارزه کوي نو دا د دوی خپل کار دی.» دلته د مولانا موخه دا ده چې لیوني ته ووایي ، بوساړې ته اور مه اچوه او لیونی ورته ځواب کې وايی ښه شول ، دا چل دې هم رایاد کړ .

    بل ځای مولانا زیاتوي « افغانستان افغانستان دی او پاکستان پاکستان ، موږ د افغانستان پر خلکو خپله رایه(نظر) نه شو تپلی، که د افغانستان خلک په خپل هیواد کې د امریکا ضد جګړه کوي، څنګه یې کوي دا د دوی خپل کار او اختیار دی.که په افغانستان کې طالبانو مبارزه کړې نو جمعیت علمای اسلام د افغان طالبانو د تحریک ملاتړ کړی او د هغوی حکومت یې په رسمیت پېژندلی و او نن هم په دې خبره ولاړ دی چې هلته د دوی جنګ د دوی د ازادۍ جنګ دی.»

    مولانا خپلو څرګندونو کې په ښکاره طلبان ، افغانستان کې ورور وژنې ته هڅوي او د پاکستاني جنرالانو پشان هر څه د پنجاب د ګټو لپاره غواړي خو په دې توپير چې دا هر څه د اسلام تر چتر لاندې وي او په دې توګه خپل دین ، ایمان او پښتونولي خرڅوي . دا مولاناګان د سیمي د ولسونو او د پښتنو د تېرایستلو او خرڅولو لپاره نن سبا پخپل ټول ځواک جنګیږي .

    پخوا هم همدغه مولاناګان او د دوی اسلاف وو چې د اسلام په نوم يي برتانوی هند دوه ځایه کړ ، په ملیونونو مسلمانان او هندوان يي ووژل او د انګریزانو د ګټو لپاره يي پاکستان جوړ کړ او جنرالانو سره په ګډه يی ۶۰ کاله انګریزانو او نورو ته جاسوسي او خدمت وکړ . ۶۰ کاله روسته چې ولسونو کې يي څېرې او چلوټې رسوا شوې اوس په ښکاره د جګړې میدان ته راووتل. پنجاب پوهیږي که خپلې ټولې زیرمې چې همدې ورځې لپاره يي ساتلې ، نن د جګړې میدان ته راونه باسي ، سبا به وخت له وخته تېر او پښيمانی به ګټه ونلري.

    اوس يي په کوزو پښتنو کې په ښکاره د ځینو نشنلیستانو او مطبوعات چیانو یوه خطرناکه ډله چې د ملایانو او جنرالانو سر ګروي هم د جګړې او مقابلې ډګر ته راووایستله.

    داسې خبریالان لکه رحیم الله یوسفزی ، سلیم ساپی او نور سړي ته د ۱۳۳۰ مې لیږدیځې لسیځې پاکستاني پښتوژبي پاینده خان او شاپسند خان رایادوي . دوی دواړو پاکستان راډیو کې هغه مهال د افغانستان پر ضد زهرجن پروپاګنډ کول . د افغانستان او پاکستان تر منځ اوسني حالات تر بل هر وخت زیات کړکیچن دي او پنجابي واکمن هڅه کوي چې په داسې وخت کوزو پښتنو کې خپل روزل شوې جاسوسان د رسنیو تر چتر لاندې د جګړې میدان کې پلي کړي . د پاکستاني جیو ټلویزیون خبریال سلیم ساپي د افغان ولسمشر سره په مرکه کې په پوره ځیرکۍ سره د رسنیو د نیوکو لوری له پنجاب څخه د افغانستان او ولسمشر کرزي په خوا وګرځاوه . د پنجاب په ګټه سلیم ساپي تش په یوه مرکه داسې دریځ ولوباوه چې شل جنرالان او سل مولاناګان يي په ورته وخت کې نشي لوبولای .

    دا خبریالان په ریښتیا د نن ، پاینده خان او شاپسندخان دي !

    خو د وخت د پاینده خان او شاپسندخان سربېره ، د کوزې پښتونخوا په نشنلیستانو کې هم ای ایس ای پخې کړۍ لري چې تازه يي میدان ته راایستلي دي .

    زه رحمان چې غشي ولم خطا نه ځي

    په بغداد کې مې قوي قوي پیران شته

    صوفي جمعه خان په نوم یو تن چې لندن کې اوسیږي او له هغه ځایه لروبره پښتونخوا په غشو ولي او ځان د کوزې پښتونخوا ملتپال هم ګڼي نن ، د پروني پاینده خان او شاپسندخان په رول کې راڅرګندیږي .

    تر اوسه په افغاني رسنیو کې د نوموړي څو لیکنې خپرې شوي چې په دغو لیکنو کې د یوه ریښتیني پنجابي پتوګه لر او بر افغانان په یوه شان په نښه کوي . نوموړي ددې پر ځای چې خپل قلم د پنجابي جنرالانو او مولانا ګانو په رسواکولو او افشاکولو کې وکاروي ؛ د تروریزم ، القاعده او مذهبي سخت دریځو په وړاندې چې کوزه پښتونخوا او افغانستان کې يي د څو لسیځو راهیسې ناتار جوړ کړی ، څه ولیکي ؛ د پنجاب لخوا د لرو پښتنو د خوړل شویو حقوقو او د دوی د ملي داعیي په اړه تبصره وکړي ؛ په پاکستان کې د تروریستي اډو او د ترهګرو د روزنې او پالنې له مرکزو پرده پورته کړي ؛ افغانستان کې د پنجاب په لاسوهنه او پوځي یرغل نیوکه وکړي ؛ د لرو برو افغانانو په پیوستون او یووالې فکر وکړي ؛ درګرده لګیا دی ، دې حساس وخت کې خدايي خدمتګاران غندي ؛ غواړي د برتانوي هند په خپلواکۍ کې د خدای وهلي قاید اعظم ! ( جناح ) ځای غوښن وځلوي ؛ د پښتنو د هغه مهال مشران تخریب کړي ؛ د لرو پښتنو په اړه د برو افغانانو په نیت او اراده زهروپاشي او په پای کې اوبه د پنجاب په ژرنده ورسمې کړي .

    دلته د نوموړي له لیکنو څخه دوه درې بېلګې رااخلم او په راتلونکو لیکنو کې به په دغو ټولو خواو پوره رڼا واچول شي .

    جمعه خان د موروثي سیاست او حکومت تر سرلیک لاندې خپله لیکنه کې یوځای لیکي « د باچاخان نور خدمات يو غاړې ته کړه خو په حقيقت کې د هند او پاکستان په وړه وچه کې د موروثي سياست باني مباني او بنسټ ايښو دونکى هم باچاخان دى چې د اولې ورځې نه يې د خپل فاميل د حاکميت لپاره هڅې وکړې. د عبدالغفار په ځاى په باچا (خان) خوښ شو » .

    خو صوفي هیروی چې د باچاخان نږدي کورنۍ غني خان او ولي خان و ، دوی دواړو د پاکستان په دولت کې هیڅکله هم د پاموړ دولتي چوکۍ نه درلوده ، حتي روستیو کې پاکستاني چارواکو له ولي خان څخه وغوښتل چې د پاکستان جمهور رییس شي ، خو ولي خان ونه منله . د ۲۰۱۰ کال په دیسمبر کې « د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين په پېښور کي خبريالانو ته وويل چي د پاکستان د پوځ مشر جنرال پروېز اشفاق کياني د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ته وړانديز کړى چي د پاکستان ولسمشر شي ، خو اسفنديار ولي خان دغه وړانديز رد کړى دی. »

    همدارنګه یو وخت مې د پښتنو د ستر مشر فخرافغان پاچا خان په اړه لوستي و ، د هندوستان د خپل وخت واکمنانو ، هغه ته بلنه ورکړې وه چې پاچاخان د هندوستان د ولسمشرۍ چوکۍ ومني او د هغه هیواد ولسمشر شي . خو پاچاخان د هند مشرانو ته په ځواب کې کې ویلي و ، چې له پېزوینې مو مننه ، په هند کې شخصیتونه زیات دي او د ولسمشرۍ لپاره خو هند زیات کسان لري ، ما پریږدۍ چې خپلو پښتنو لپاره چې مشرانو ته اړتیا لري ، خدمت وکړم .

    خو د صوفي جمعه خان دې قضاوت ته ګورۍ چې وايی « د باچاخان نور خدمت یوې غاړه ته کړه ! » پوښتنه دا ده د باچاخان خدمت ولې یوې غاړې ته شي !هغه خدمت چې باچاخان او کورنۍ يي د ګاندهې جی او جواهرلال نهرو پشان له ا نګریز څخه د برتانوي هند د خپلواکۍ غورځنک کې هر ډول قربانۍ ورکوی ؛ هغه خدمت چې د پښتنو ویښتیا ، تعلیم او یووالې ته ، باچاخان له ۳۰ کلونو زیات د انګریز او پاکستان په جیلخانو کې بند تیروي د صوفي جمعه خان په خوله ولې یوې غاړې ته وغورځول شي !

    بلخوا دا چې صوفي وايی د هند او پاکستان په وړه وچه کې د موروثي سياست باني مباني او بنسټ ايښو دونکى هم باچاخان دى ، نو دداسې هڅې په کوم ځای کې عار دی . د سیاست بنسټ ایښودل او پښتنو کې چې قبیلوي ژوند لري د خدايي خدمتګارو په نوم د یوه سیاسي ګوند رامنځته کول له معجزو څخه ګڼل کیږي .

    یوازې د باچا خان غوندې لارښود کولای شي چې نه یوازې خپلې کورنۍ بلکې ټوله لروبرو پښتونخوا کې د سیاست ، د پښتنو د ویښتیا او یووالي بنسټ کیږدي ، نه هر څوک او یا د صوفی او هغه ته ورته کسانو پشان هر کدو او کریړه !

    خان عبدالغفارخان ته نه یوازې پښتانه باچاخان وايی بلکې هغه ته لروبر ټول افغانان فخر افغان هم وايي او دا هغه نوم دی چې غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی پر باچاخان لورولی دی . دا چې د هند د لويي وچې ستر درغلګر او غدار جناح ته انګریز او پنجابیان قاید اعظم او فخرایشیا وايي ، صوفي صاحب چوپ او څه نیوکه نه لري ، خو د پښتنو لخوا پر باچاخان باندې د یوه افتخاري لقب په پيرزوینه صوفي خپله کینه او کرکه په سینه کې نشي ځایولای او هغه میډیا ته راباسي ، د داسې پښتون په تېر او روسته پښت افسوس !

    دلته باید یوه خبره سپینه شي او هغه دا چې هر څوک د نیوکې او علمي شننې حق لري ، زه خپله د فتيشیزم او بت پالنې سرسخت مخالف یم ، خو نیوکه باید د ولس په ویښتیا او یووالي کې مرسته وکړي ، نیوکه دوښمن ته تبرګی په لاس ورنکړي چې زموږ د ولس ریښه وهي ، نیوکه باید د ولس د پاشلتیا او ګډوډۍ سبب نشي . نیوکه باید د افغانانو تاریخ مسخه نکړی . بله داچې نیوکه باید د وخت اړتیاوې او حساسیتونه په پام کې ونیسي . د ۲۰۰۹ کال په مارچ کې مذهبي سخت دریځو په پېښور کې د پښتنو د ستر شاعر رحمان بابا مزار په بمونو والوځاوه ، خو نن صوفي صاحب غواړي د فخرافغان او ولي خان خدمتونه ، ویاړنې او مزارونه د قلم په بمونو والوځوي . که سخت دریځي دا ویجاړۍ د مذهبي جنون په لامل کوي ، صوفي صاحب دا ورانی او ویجاړی په کومه اندیښنه او د چا په لارښوونه کوي ؟

    نوموړی د همدې خدايي خدمتګارو د مشرانو لخوا چې اوس د پنجاب په خوله او دیکته ، ورپسې ملنډې وهي کابل ته واستول شو . نوموړي ته د قاید اعظم په پاکستان کې چا ځای نه ورکاوه او نه چا خپله لور او خور ورکوله !

    برو افغانانو چې اوس ورپسې صوفي صاحب لوټې او کاڼې توغوي او ناخوالې پرې پيرزوکوي ، نوموړی غیږ کې ونیو ، تربیه يي کړ ، سړی يي کړ او بلاخره د چا لور او د چا خور يي ورته په نکاح کړه .

    په بره پښتونخوا کې د کور خاوند شو ، د اولاد خاوند شو که نه د پښتنو یا افغانانو په جوماتونو کې ډېر جمعه خانان د شپې په تیاره کې غورځول کیږي او سهار د لمونځغاړو لخوا پیداکیږي او کورو ته وړل کیږي ، خو ټول يي دې درجې ته نه رسیږي !

    په هر څه پسې ملنډې ، د بابا ګیرې پسې هم ملنډې !

    عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود ، ګر چه با ادمي بزرګ شود !

    یادونه :

    ( ۱ ) ووده یا دم ، دوه سره نږدي ویوکي ( لغتونه ) دي ، چې د پاډوګرو لخوا د مارانو او نورو چیچونکو ژویو په تړاو کارول کیږي . خو دلته يی مانا کنترولول دي .

    ( ۲ ) ویل کیږي چې د مولانا فضل الرحمان لور په لندن کې زده کړه کوي .

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس