لنډه کیسه: عزراییل
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
لنډه کیسه/ صدیق الله بدر
عزراییل
مخکې له دې چې موټر ودروي. له ځان سره لګیا شو: چې د تېلو پيسې راباندې تاوان نه شي، باید له دې سورلي سره جوړ شم.
موټر یې د هغه ترڅنګ ودراوه، ښي طرف ته یې ځان یو څه کوږ کړ ، انډلکي ښېښه یې ښکته کړه. په موډ برابر ځوان چې خپله نکټایي یې سموله؛ بې له دې چې د موټر دروازې ته سر وړاندې ګړي. وویل: تر فروشګاه بزرګ پورې په څو ځې؟
د هغه دې چلند که څه هم د ډریور خوښ نه شو او غوښتل یې چې ترې لاړ شي خو د تېلو تاوان پرېنښود، په خوشالۍ یې ځواب ورکړ: څومره چې دې خوښه وي.
زه ډېرې پيسې نه لرم، خو دا چې د پيسو راته وږی ښکاره نه شوې او لاره هم دومره اوږده نه ده، سل روپۍ به درکړم.
ډرېور ځان لږ نور هم د هغه خواته ور کوږ کړ او دروازه یې ورته پرانستله: راځه. وخېژه! زما هم خوښ شوې. سورلی چې کېناست، د موټر له چالانېدو سره یې وویل: طبیعت مې دې ډېر خوښ شو، کولای شې چې لاره کې نور سورلي هم درسره واخ...
هغه لا خپله خبره نه وه بشپړه کړې چې یوه سړي موټر ته لاس ونیو. ډرېور تر خپل څنګ ناست سړي ته وکتل، هغه ورته موسک شو: ما اختیار درکړی، خوښه ستا چې پورته کوې یې که نه.
ډرېور په خوشالۍ موټر د نوې سورلۍ تر څنګ ودراوه. سورلي دروازه پرانستله او شاتني سیټ ته تکیه شوه. د هوایي ډګر څلورلاري ته نږدې د موټر دربست نیونکي سړي له خپل جېب نه کاغذي دستمال راوویست او پر هغه یې د خپلو بوټانو تر پاکولو وروسته خپل لاس له موټر نه وایست، لکه چې هغه دستمال څنډي، خپل لاس ته یې څو ځلې ټکان ورکړ: نه، نه! موږ نباید اضافي شیان ځای بې ځایه وغورځوو.
هغه له دې خبرې سره کاغذي دستمال بیرته جېب کړ. په همدې شېبه کې یوه سپين ږیري چې پخپلې تکې اوږدې سپينې ږیری لاس تیراوه، موټر ته لاس ونیو. همدا چې هغه د خیر الله خیر په ویلو سره د ډرېور شاته سیټ کې کېناست، یو دم پر خپل ځای رانېغ شو او په دواړو لاسونو یې د ډرېور غوږونه کېکاږل: پام کوه پام!مرګ ته نږدې یې، زه دې عزاییل یم.
ډریوار هوار ولړزېد، موټر یې یوې ګوښې ته ودراوه او شاته ته یې وکتل: د سپين ږیري سترګې له وینو ډکې ورښکاره شوې. په مخکیني سيټ کې ناست سورلي ته یې وکتل: وادې ورېدل چې دې سپين ږیري څه وویل؟
هغه شاته وکتل او غبرګه یې کړه: کوم سپين ږیری؟
_ زما شاته ناست سپين ږیری
_ څه وایې، زه خو کوم سپين ږیری په موټر کې نه وینم
ډرېور د سپين ږیري څنګ ته ناست سورلي ته وکتل: تا خو نو واورېدل. ستا خو تر څنګ نږدې ناست دی؟
سورلي هاخوا دېخوا وکتل او ورغبرګه یې کړه: کاکا څه وایې ما خو نه څوک لیدلي او نه څه اورېدلي.
د ډرېور وار و پار نور هم خطا شو: خدایه خیر کړې، دا څه دي.
شاتني سيټ کې ناست سپين ږیري د ډرېور غاړه په دواړو لاسونو ونیوله او په جګ غږ یې وویل: وه د خدای ګنهکاره! ستا ژوند ته کم وخت پاتې. ومې ویل چې زه دې عزراییل یم، که غواړې چې خدای دې وبښي ورشه هغه نږدې جومات کې نفل وګړه او د خپلو ګناهونو بښنه وغواړه.
ډرېور موټر ګل کړ، کلي یې د خپل واسکټ جېب کې کېښود او مخامخ جومات ته لاړ.
له جومات نه چې راووت، خپل موټر یې چې چېرته درولی و؛ هلته ونه لید.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/685