لنډه کیسه: باور
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
لنډه کیسه
باور
د کلي د شورا غړو یو بل ته سره وکتل او په سترګو سترګو کې يې له یو بل نه هيله کوله چې خبرې پیل کړي. تر ډېرې شېبې چوپتیا وروسته د موسسې استازي، وویل: خوشاله یم چې خپلې ناستې ته مو بللی یم. موږ لا هم مرستې ته تیار یو.
د هغه له دې خبرې سره د کلي د شورا غړو بیا یو بل ته وکتل. خو چا څه ونه ویل.
د موسسې غړي ورغبرګه کړه: زه هم خواشینی یم، خو هیله لرم چې پر شوې پېښې زړه مه خورئ، کله کله داسې کېږي.
هغه چوپ شو، لکه چې منتظر و، د کلي د شورا کوم غړی به څه ووايي، خو بیا هم ټول غلي وو.
د شورا غړو ته په ځير ځير کتو لکه چې په زړه کې يې څه تېر شوي وي، ويې ويل: وعده درکوم چې میاشت دوو کې به انشاالله بیا درسره مرسته وکړو.
د هغه له دې خبرې سره، یو سپین ږيری چې د خپل غوټه کړي څادر په يوه پېڅکه يې د خپل مخ خولې پاکولې، له ځایه راولاړ شو او ويې ویل: خدای دې قوماندان ته انصاف روزي کړي، د شپېته زره ډالرو په خاطر يې باور رامات او ځان ته يې شرمنده کړو. نپوهېږو چې دا شرم به جبرانولای شو که نه، خو موږ یو څه خپل وس کړی.
د موسسې غړي وپوښتل: بابا! څه مو کړي؟
- خپل باغ، خپل دوکان او کرونده، دا ټول مو خرڅ کړل.
هغه یوه اوږده ساه واخسته او ورغبرګه يې کړه: سبا به بل څوک د ابادۍ لپاره یوه روپۍ هم نه راکوي. موږ يې د خپلو پيسو غله وښودو. د شورا مشر چې څه وکړي لکه چې ټول کلی هغه کار کړی وي.
سپین ږېری له دې خبرې سره د موسسې د غړي په لوري وخوځېد، خپل غوټه کړی څادر يې پرانست او یو بنډل ډالر يې د هغه تر مخې کېښود: قوماندان دې پيسو ته سترګې پټې وې. که دا زموږ دعاوې وي په لندن کې به سمه ورځ نه ګوري.
۱۳۹۳.۹.۲۴
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...